د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هینداره کې» پروګرام په څلورمه ناسته کې وویل، چې تېر کال د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې له ۲۱۲ زرو څخه ډېرو محصلینو زدهکړې کولې. نوموړي زیاته کړه، چې په همدې موده کې له ۱۱۰ زرو څخه ډېر تحصیلي اسناد فارغانو ته ورکړل شوي او د محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره ۱۵۸ روزنیز پروګرامونه هم ترسره شوي دي. مجاهد د هېواد په پوهنتونونو کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځيو د بندېدو راپورونو په اړه ویلي چې په دولتي پوهنتونونو کې دې برخې ته لا ډېره توجه شوې ده.












