مصر ته د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د رسمي سفر په درشل کې، د چين مېډيا ګروپ د غوره ويډیويي پروګرامونو د خپرولو فعالیت د مصر په پلازمېنه قاهره کې پیل شو.

«د رئیس شي لیکونه» او « له فرهنګ سره د شي جين پينګ علاقه» په ګډون د چين مېډيا ګروپ نږدې لس غوره پروګرامونه به د مصر په ملي ټلوېزیون او نورو مهمو رسنیو کې خپاره شي.

د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د ياد فعاليت د پيل مراسمو ته ويډيويي وينا وکړه. د مصر د سیاسي، علمي او رسنیزو برخو نږدې سلو مېلمنو په دغو مراسمو کې برخه واخیسته.
شن های شیونګ وویل، سږ کال د چین او مصر ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو ۷۰مه کلیزه ده. د چين مېډيا ګروپ غواړي له دې فعالیت څخه د یوه ښه فرصت په توګه ګټه واخلي، له مصري رسنیو سره پراخې همکارۍ وکړي، د چین او مصر ترمنځ کلتوري تبادلې لا ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د رسنیو د همکارۍ او دوستۍ کړۍ لا پراخه کړي.
هغه زیاته کړه، دغه هڅې به د چین او مصر د هراړخیزې ستراتیژیکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادولو لپاره لا سترې مرستې ورسوي.









