چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

څوک به د فولادو او المونيم نړيواله سوداګريزه جګړه وګټي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 12, 2025
in نړیوال خبرونه
0
څوک به د فولادو او المونيم نړيواله سوداګريزه جګړه وګټي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په لسمې نېټې د يوه فرمان په لاسليک دغه هېواد ته پر ټولو واردېدونکو فولادو او المونيمو ٪ ۲۵ تعرفې اعلان کړي او ويلي يې دي، چې دغه غوښتنه يېاستثنا نه لري او هيڅوک به ترې معاف نه شي.

رويټرز په يوه ليکنه کې ويلي، چې د امريکا ياده کړنه ښايي په يو وخت کې په مختلفو برخو کې د سوداګريزې جګړې د رامنځته کېدو سبب وګرځي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې کاناډا، برازيل او مکسيکو لومړي درې لوی هېوادونه وو، چې امريکا ته يې ډېر فولاد صادر کړي او کاناډا بیا امریکا ته په لویې پيمانې المونيم صادر کړي دي. امريکا اوسمهال يو پر څلور فولاد او نيمه برخه المونيم له نورو هېوادونو څخه واردوي. کاناډا څو ځلې څرګنده کړې، چې د امريکا د سوداګریز ګواښ پر وړاندې به ځوابي اقدامات غوره کړي.

د اداري چارو د مشورو نړيوال شرکت رولانډ برګر يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د اروپا ٪ ۲۵ فولاد امريکا ته صادر شوي دي. کله چې امريکا پر واردېدونکو فولادو د تعرفې د لوړولو پرېکړه اعلان کړه، نو د فرانسې بهرنيو چارو وزير جين نويل باروټ یې پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه به ځوابي اقدامات غوره کړي او له څنډ پرته به خپلې ګټې وساتي.

د جرمني مرستيال صدراعظم او اقتصاد وزير روبرټ هابیک هم په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اروپا به په يووالي او ټينګار د امريکا يواړخيزو محدوديتونو ته ځواب ورکړي.

نړۍ له يادو وروستيو صحنو سره د پرديتوب احساس نه لري. ډونالډ ټرمپ د امريکا د ولسمشرۍ په خپلې لومړۍ دورې کې هم پر واردېدونکو فولادو ٪ ۲۵ او پر المونيم  ٪ ۱۰ تعرفې لګولې وې، خو عمده سوداګريزو همکارانو یې پر وړاندې ځوابي تدبيرونه غوره کړي وو. د ټرمپ حکومت بیا وروسته د کاناډا، مکسيکو او برازيل په شمول څو هېوادونو ته د مالیې تفریق ورکړ او د بايډن حکومت بيا پر همدې اساس دغه تفریق محدود پراخ کړ او بريتانيا، جاپان او اروپا يې هم له لوړو تعرفو معاف کړل.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان متخصصينو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې په يوه راپور کې حکم کړی، چې په ۲۰۱۸ م کال کې د امريکا له لوري پر واردېدونکو فولادو او المونيمو لوړې تعرفې اخيستل د ياد سازمان له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه ده. امريکا یو ځل بيا پر فولادو او المونيم د تعرفو په لوړولو نړيواله سوداګريزه جګړه راپارولې او د سوداګرۍ نړيوال سازمان پر ياد حکم يې سترګې پټې کړي او د نړيوالې سوداګرۍ نظم يې سخت ويجاړ او خپله باداري يې بيا څرګنده کړې ده.

ټرمپ لوړې تعرفې د صنعت د بېرته جذبولو، د استخدام او د عايداتو د زياتولو مهمې لارې چارې بولي، خو واقعيتونه ښيي، چې امريکا ښايي له دې لارې خپلې موخې ته ونه رسېږي.

ټرمپ پر فولادو او المونيم د تعرفو د لوړولو موخه له امريکايي تصديو سره مرسته بللي ده، خو په حقیقت کې د نوموړي دغه موخه ناسمه ده، ځکه د امريکا د فولادو صنعت ډېر کمزوری دی او په نړۍ کې د فولادو د لومړيو لسو پياوړو تصديو په ليکه کې يوه امريکايي تصدۍ هم نشته او د دغه هېواد د فولادو شرکت (USS) چې ۱۲۲ کلن تاريخ لري، د مسلسلو تاوانونو له کبله اړ شوی چې ځان پر نورو تصديو وپلوري.

کارپوهان دوه لاملونه د امريکا د فولادو صنعت د کمزورېدو سبب بولي او لومړی لامل يې دا ښودلی، چې امريکا خپل اقتصادي تمرکز د خدمتونو او عصري علمي ټکنالوژۍ صنايعو ته اړولی او پدې سره يې د فولادو صنعت سوکه سوکه کمزوری شوی دی او بل لامل يې دا ښودلی، چې د دغه هېواد د فولادو تخنيکي نوښت پیاوړی توان نه دی خپل کړی او خپل توليدي موثريت او کيفيت نه شي لوړولی.

امريکا د تعرفو له لارې د فولادو د صنعت تخنيکي پرمختګ موندلی شي؟

هر څوک ياد وضعيت ته په کتو د دې پوښتنې منفي ځواب په اسانۍ پيدا کولی شي.

 امريکا په ۲۰۱۸م کال کې د سوداګريزې جګړې په تېر پړاو کې پر وارد شوو فولادو ٪ ۲۵ تعرفې لګولې وې، چې په پايله کې يې د فولادو صنعت د کارکوونکو شمېر له ۸۴ زرو څخه ۸۰ زرو ته راټيټ شو. د کرنېزو وسايلو یو شمېر جوړونکو تصديو يې د فولادو د بيو د لوړېدو له کبله د خپل توليد د پراخولو پلان لغوه کړی، چې له امله يې کاري فرصتونه هم کم شوي دي.

د امريکا بروکينګز انسټيټيوټ د څارنې او مارکېټ مرکز د مسوول سېنجې پاټنایک د يوې نوې څېړنې پايله ښيي، چې ګمرکي تعرفې ښايي د امریکا د فولادو صنعت یو شمېر کاري فرصتونه وساتي، خو ټولې هغه تصدۍ چې د امريکا فولاد کاروي، مجبورې به شي، چې زيات لګښتونه پرې او توليد کم کړي، چې په پايله کې به يې د کارکوونکو شمېر هم کم شي.

توليدي ځنځير ته په کتو د امریکا لخوا را پارول شوې سوداګريزه جګړه به د نړۍ اکمالاتي ځنځير له لويو ستونزو سره مخ کړي او شتمنۍ ته د امريکا هڅې به شنډې او ناهيلې به پاتې شي.

په ۲۰۱۸م کال کې اېم جي (GM)، فورډ (Ford) او یو شمېر نورو لویو موټرجوړونکو تصديو د ګټو وړاندوينه را ټيټه کړه، ځکه پر فولادو د تعرفو د لوړېدو له امله يې د توليد لګښت ډېر لوړ شوی دی.

ګولډمن ساچس بانک (Goldman Sachs) چې په نړۍ کې د پانګونو په برخه کې ډېر شهرت لري، د روانې مياشتې په ۱۱ مې نېټې وړاندوينه کړې، چې پر فولادو د تعرفې لوړول به په امريکا کې د فولادو بيې لوړې کړي.

د چين ٪ ۰.۸ صادر شوي فولاد او ٪ ۱۰ صادر شوي المونيم امریکا ته ځي، چې دواړه شمېرې ډېرې نه دي. د څېړونکو په اند، د امريکا لخوا د تعرفو زياتېدل به د امريکايي مشتريانو لګښتونه لوړ کړي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون ويلي، چې د امريکا دغه کړنه به په دغه هېواد کې د توکو بيې لوړې کړي او انفلاسيون به رامنځته کړي. د امريکا ای پي اژانس په يوه راپور لیکلي، چې د ټرمپ د تعرفو تګلارې، د هغه له هغې ژمنې سره چې انفلاسيون به کنټرول کړي، سمون نه لري او لوړې تعرفې به د عامو خلکو بارونه زيات کړي.

واقعيتونو بيا بيا ثابته کړې، چې د سوداګرۍ او تعرفو جګړې ګټونکی نه لري. امريکا دې د خپلو سوداګريزو همکارانو اوازونه واوري، د خپلو تصديو او مشترينو ګټو ته دې سمه پاملرنه وکړي او د عادلانه سيالۍ مدار ته دې راوګرځي، ځکه د ځاني سوداګرۍ حمایت غوښتنه کوم لوری نه شي ساتلی او  يوازې ټولو خواوو ته زیانونه رسوي.

Previous Post

د چين مېډيا ګروپ د ۲۰۲۵م کال د ډيوې اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د پروګرامونو لېست خپور کړ

Next Post

د بلخ په ابو علي سینا روغتون کې ۵۴۹ لوی او کوچني عملیاتونه شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د بلخ په ابو علي سینا روغتون کې ۵۴۹ لوی او کوچني عملیاتونه شوي

د بلخ په ابو علي سینا روغتون کې ۵۴۹ لوی او کوچني عملیاتونه شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین: امریکا دې افغانستان کې خپله سیاسي او نظامي ماتې نه هیروي

چین: امریکا دې افغانستان کې خپله سیاسي او نظامي ماتې نه هیروي

اگست 16, 2023
ترکمنستان د ټاپي پروژې پلي کېدو لپاره د شانګهای سازمان مرسته وغوښته

ترکمنستان د ټاپي پروژې پلي کېدو لپاره د شانګهای سازمان مرسته وغوښته

جولای 6, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved