مسکو تازه په تازه د امريکا پر ۲۰۰ اتباعو روسيې ته د سفر بنديزونه لګولي دي. تاس خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت پر يوې خبرپاڼې په استناد سره ويلي چې روسيې ته له سفره په بندو شويو امريکايي وګړو کې د ولسمشر جو بايډن دوه وروڼه او يوه خور، د سپينې ماڼۍ ويانده کارن ژان پير او د استازو د جرګې د مشرې نانسي پلوسي خاوند پل پلوسي هم شامل دي. سرچينه زياتوي چې دا ګام د امريکا بنديزونو ته د مسکو متقابل غبرګون دی. د مسکو او واشنګټن اړيکې، که څه هم له ډيرې مودې راهيسې ښې نه وې، خو د اوکراين د جګړې له کبله تر هر وخت ډيرې ترينګلې شوې او دواړ هېوادونو په مختلفو برخو کې يو پر بل بنديزونه لګولي دي.












