د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده. د WFP د اسیاپسفیک څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، سختې لوږې نږدې ۲۰ میلیونه افغانان ځپلي او له ډلې یې ۶ میلیونه له قحطۍ یوازې یو څو ګامه فاصله لري. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د عوایدو فرصتونه کم شوي او په ټول هېواد کې د خلکو ستونزې پراخې شوې دي. ملګرو ملتونو ویلي چې، روان میلادي کال به په افغانستان کې ۲۸ میلیونه او درې سوه زره کسان بشري مرستو ته اړ وي.










