چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

مناسبې جامې اغوستل او مثبت اغېز یې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 8, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
مناسبې جامې اغوستل او مثبت اغېز یې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

له دې انکار نه شي کېدای، چې د جامو اغوستلو بڼه زموږ په ژوند کې ډېر مهم رول لري او یا په بل عبارت؛ د جامو اغوستلو اغېز پر شخصیت باندې دومره ډېر دی، چې سترګې نه شي ور باندې پټېدای. دا په داسې حال کې ده چې په دې منځ کې یوه کوچنۍ پوله هم شته، چې ښکلې جامې بیا د انسانیت بېلګه نه شي کېدای، چې دغه څه بیا زموږ په کلتور کې ښه واضح شوي دي. خو له بله اړخه د جامو رنګ او بڼه بیا تر ډېره بریده زموږ د شخصیت ښکارندویي کوي.

کله چې له یوه چا سره د لومړي ځل لپاره وینو، هغوی زموږ د شخصیت په اړه په څه نه پوهېږي او په دې برخه کې معلومات نه لري، نو د دې لپاره چې پوه شي له موږ سره په کوم ډول خبرې او چلن وکړي، زموږ ظاهري بڼې ته په کتو خپلې خبرې او چلن تنظیموي. موږ خپله یو چې خلکو ته د دې موقع په لاس ور کوو، چې له موږ سره باید څنګه چلن وکړي. مهم ټکی دلته دا دی، چې موږ د جامو پر برنډ او ارزښت باندې خبرې نه کوو، اصلي خبره دلته د رنګ، موډل، پاکۍ، عطرو او زموږ د جامو ده. که موږ ډېرې ګرانه بیه او افتخاري جامې اغوستې وي، خو د اغوستو ځای یې مناسب نه وي او یا هم ډېرې خیرنې وي، بد بوی ترې ځي؛ نو هغه ده چې خلک به مو څنګ ته نه راځي او لرې به را څخه ګرځي. خو که مو ډېرې معمولي جامې اغوستې وي، له ځای او موقع سره برابرې وي، پاکې وي، نو زموږ په اړه د خلکو د تفکر په برخه کې ډېرې اغېزناکې پرېوځي.

د مناسبو جامو د ټاکلو لپاره او د دې لپاره چې پوه شو جامې زموږ پر شخصیت څومره اغېز ښیندلی شي؛ په یو وخت باید څو ټکي په پام کې ونیسو. د بېلګې په توګه، زموږ په هېواد کې دیني مسایل، کلتوري مسایل، قومي، ټولنیز، جنسیتي مسایل، اب هوا او نور ټول باید په یو وخت په پام کې ونیول شي. تاسو د یوه نارینه او یا یوې ښځینه په توګه د عمر او دندې په پړاوونو کې له بېلابېلو ټاکنو سره مخ یاست، چې هر یو یې پر خپل ځای خپل اغېز لري او ستاسو ټولنیز شخصیت تر اغېز لاندې را وستلای شي. د هر چا جامې د خلکو په نظر د هغه شخصیت ښکارندویي کوي، نو کولای شم ووایم، د ځانګړو جامو په اغوستلو سره تاسو نورو خلکو ته د خپل شخصیت په اړه معلومات په واک کې ورکوی.

هغه کسان چې غواړي په عمومي اذهانو کې د یوه بریالي کس په توګه را څرګند او وپېژندل شي، نو دغو ټکو ته باید پام وکړي:

۱. له کچې زیاتو زېوراتو څخه باید استفاده ونه شي. د بېلګې په توګه، بریالۍ مېرمنې د رسمي چارو پر مهال هېڅکله هم محلي زېوارت نه اچوي او لویې ګوتمۍ نه په ګوتو کوي.

۲. د یادښت کتابچې نوي والي ته مو پاملرنه وکړئ. که مو د یادښت د کتابچې پوښ زوړ شوی وي، خوړین شوی وي، رنګ یې الوتی وي او په لاس کې یې در سره ګرځوی، نو دا داسې ده لکه له یوې لوکسې درېشۍ سره چې چپلکې په پښو کړئ.

۳. دا به ډېره ښه وي چې د کمربند، بوټونو، د ګړۍ د بند او لاسي بکس د رنګونو تر منځ مو همغږي موجوده وي.

۴. غوره به دا وي چې د ژمي بوټ په ژمي او د اوړي بیا په اوړي کې په پښو کړل شي. ځانګړې ځنځیر لرونکي بوټونه او موزې تر ډېره د مني په اخر او ژمي کې اغوستل کېږي، نو هڅه وکړئ چې په پسرلي او اوړي کې یې په پښو نه کړئ.

۵. د نارینه او ښځینه دواړو لپاره په رسمي محفلونو کې د لویو ګوتمویو په ګوتو کول نه وړاندیز کېږي او زېب نه ور سره کوي.

۶. ښه دا ده چې د رنګونو تر منځ د همغږۍ په برخه کې پوره دقت وشي. ځینې وخت وینئ چې د جامو یو ډول رنګ له یوه چا سره  ډېر ښه برېښي، خو کېدای شي ستاسو د پوستکي د رنګ د روڼوالي یا پیکه والي، وزن د زیاتوالي یا کموالي او یا هم دا چې ستاسو ونه ټیټه ده ښه در سره ونه برېښي. نو ښه ده چې له خپل قدو قامت او څېرې سره یو همغږی رنګ معلوم کړئ او ویې کاروئ. دغه راز که مو د ګوتمۍ او چلې رنګ د ګړۍ، له رنګ سره سر وخوري، نو دومره به ښایسته ښکاره شي چې پوښتنه یې مه کوه.

۷. ځینې کسان د نکټایۍ په تړلو کې افراط او تفریط کوي. د نکټایۍ د تړلو تر ټولو غوره اندازه دا ده چې د کمر بند د ګل تر بېخ پورې مو را ورسېږي.

۸. په یخه هوا کې معمولاً د بالا پوش او جمپر وړاندیز کېږي، خو یو څه مو باید په یاد وي، چې له بالا پوش سره کېناستل، بیا په رسمي ناستو کې د جامو له تشریفاتو سره په ټکر کې عمل دی. همدا چې تړلې ساحې ته ننوتئ، بالا پوش باید و ایستل شي او مناسب ځای کې ځوړند کړل شي.

۹. په ښار او بازار کې د بوټونو بېلابېل ډولونه شته، چې د بېلابېلو جامو لپاره طراحي شوي دي. د بېلګې په توګه، دا نه شي کېدای چې تاسو له نکټایۍ او درېشۍ سره د سپورت بوټونه په پښو کړی او یا هم د دې برعکس. د نارینه‌وو لپاره تر ټولو غوره رسمي بوټان اکسفورډ یانې هماغه بند لرونکي کلاسیک بوټونه دي، چې تر ښنګرو پورې لوړوالی لري. اکسفورډ بوټونه بیا په خپل ذات کې دوه بېلې بڼې لري، توپیر یې یوازې د بوټ پر مخ د بندونو په تړلو کې دی. کلاسیک او اصلي یې اکسفورډ بالورال (Oxford Balmoral) نومېږي چې ډېر رسمي دي او ټولو نارینه‌وو ته پکار ده چې له دې بوټونو باید یوه یوه جوړه ولري. د دې بوټونو ښېګڼه دا ده چې هېڅکله له موډ نه لوېږي او بله دا چې له درېشۍ سره ښه سرخوري.

۱۰. د نښان، مډال او یا د هېواد د بیرغ ټومبلو ځای په کرتۍ کې معلوم دی. د هرې کورتۍ د یخن په کیڼه خوا کې دقیق د زړه پر سر یو کاج لیدل کېږي، چې د نښان، مډال او یا د هېواد د بیرغ ټومبلو لپاره ځانګړی شوی دی. معمولاً ځینې کسان له دې کاج لاندې یاد نښانونه ټومبي.

لکه څرنګه چې پاس یادونه وشوه، منظمې جامې اغوستل، زموږ د بریا په برخه کې مهم رول لوبوي، نو هېڅکله هم په کمه سترګه مه ورته ګورئ.

Previous Post

کارو بار خپرونه / ډېل کمپنۍ

Next Post

دوستم: که د افغان سیاسیونو اختلافات دوام وکړي، طالبان به د میدان ګټونکي شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
دوستم: که د افغان سیاسیونو اختلافات دوام وکړي، طالبان به د میدان ګټونکي شي

دوستم: که د افغان سیاسیونو اختلافات دوام وکړي، طالبان به د میدان ګټونکي شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان کې باید پر کرنیز سیستم پانګونه ډېره شي

افغانستان کې باید پر کرنیز سیستم پانګونه ډېره شي

جون 23, 2022
د امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته لاړ

د امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته لاړ

دسمبر 18, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved