چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

منځني ختيځ ته د بلينکن لسم بې پايلې سفر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 20, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د امريکا خارجه وزير انتوني بلينکن د سپتمبر له ۱۸مې نه تر ۱۹مې نېټې پورې له مصر څخه ليدنه کړې او د دغه هېواد له چارواکو سره د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د روان تاوتريخوالي او د سیمې پر وضعيت غږېدلی دی.

دا د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې له پيل راهيسې، چې د تېر کال په اکټوبر کې پېل شوې، سيمې ته د ښاغلي انتوني بلينکن لسم سفر و، خو نوموړي دا ځل اسرائیل ته سر نه دی ورښکاره کړی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

سياسي شنونکي وايي، په داسې حال کې چې په لبنان کې د پېجرونو چاودنې شوي او د منځني ختيځ حالات پر له پسې په ترينګليدو دي، د بلينکن د دغه سفر موخه د غزې د اوربند مذاکراتو کې د مصر ملاتړ ترلاسه کول دي، خو ظاهرأ هغه خپلې ټاکلې موخې ته نه دی رسېدلی.

هممهاله د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د اوربند مذاکرات هم په رکود کې غورځيدلي دي.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د سپتمبر په ۱۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، ولسمشر عبدالفتح السيسي په همدې ورځ له انتوني بليکن سره د غزې د اوربند مذاکراتو، د بنديانو د تبادلې او د بشري مرستندويه توکو د لېږد په شمول ځينو مسئلو کې د مصر، قطر او امريکا پر همکاريو خبرې کړې دي.

دواړو خواوو ويلي، د دوو هېوادونو لايحه په منځني ختيځ کې د تلپاتې سولې او امنيت لپاره يوزاېنې پاتې لار ده.

د مصر د ډيپلوماسۍ او مهاجرينو چارو وزير عبدالعاطي هم له انتوني بلينکن سره ليدلي او له نوموړي سره يې په يوې ګډې خبري ناستې کې پر دې ټينګار کړی، چې هېواد يې د رفح بندر په فلسطيني اړخ او فلادلفیا  دهليز کې هېڅ پوځي موجوديت نه مني.

فلادلفيا دهليز د غزې تړانګې او د مصر سرحدي سيمې په منځ کې دی او ۱۴ کيلومتره اوږدوالی لري.

اسرائيلي ځواکونو د روان کال په مې کې اعلان وکړ، چې له حماس نه يې د يادې سيمې کنټرول خپل کړی او حماس ترې بیا بیا غوښتنه کړې، چې له فلادلفيا دهليز څخه ووځي، خو اسرائيلي ځواکونو يې دا غوښتنه رد کړې ده.

همدغه ټکی د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو په ټپه د درېدو عمده سبب دی.

د اسرائيل د تل ابيب پوهنتون څېړونکي هالير خوليف په اند، بلينکن هڅولی، چې د فلسطين او اسرائيل لخوا د منلو وړ حل لايحه وړاندې کړي. دا چې نوموړي څو ځلې مصر ته سفرونه کړي، عمده لامل يې همدا دی، چې مصر د فلسطين او اسرائيل په شخړې کې د منځګړي مهم رول لوبوي او بلينکن هم دغه هېواد د يادې مسئلې په هوارۍ کې کيليدي بولي.

مصر د فلادلفيا دهليز په شمول مهمو موضوعاتو کې خپل دريځونه نه دي بدل کړي او بلينکن ترې ناهيلی تللی او سفر یې بې پايلې پای ته رسیدلی دی.

بلينکن منځني ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې اسرائيل ته نه دی تللی، د امريکا والټسټريټ ورځپاڼې په يوې ليکنې کې په اشارې ويلي، چې بلينکن له خپل دغه سفر خوښ نه ښکاري.

د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د غزې اوربند خبرې اترې د ولسمشر جوبايډن د ماموريت مودې په وروستۍ مرحله کې په رکود کې پاتې شوې دي او ښکاره خبره دا ده، چې اسرائيل ته د بلينکن سفر به ښه اغېزه و نه لري او ممکن برعکس پايله هم ورکړي.

د مصر د منځني ختيځ د ستراتيژيکو څېړنو او ملي امنيت فورم اجرائيوي مشر عبدالمهدي موتاوي پر دې اند دی، چې د غزې د اوربند په اړه د اسرائيل دريځ نه دی بدل شوی او امريکا په دې اړه بل کوم نوی وړانديز نه لري، نو ځکه بلينکن منځني ختيځ ته د وروستي سفر په ترڅ کې اسرائيل ته نه دی تللی.

امريکا د روانې مياشتې په پيل کې اعلان کړی، چې د غزې اوربند تړون ۹۰ سلنه بشپړ شوی، خو د اسرائيل صدراعظم بنيامين نيتانياهو بيا دا خبره رد کړه.

بلينکن د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې له پيل راهيسې منځني ختيځ ته لس سفرونه کړي، خو هېڅ لاسته راوړنې ترې نه لري.

سياسي شنونکي پر دې اند دي، چې امريکا د فلسطين او اسرائيل په مسئله کې د اسرائيل تر څنګ ولاړه ده او پر له پسې پوځي مرستې ورلېږي او همدا کړنه يې د اوربند خبرو اترو د نه ترسره کېدو سبب ګرځېدلې ده.

د جوبايډن حکومت په امريکا کې د ولسمشريزو ټولټاکنو په رانژدې کېدو سره د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روانې شخړې ته ډېره پاملرنه نه کوي.

د اسرائيل د تل ابيب پوهنتون کارپوه ايار چسير وايي، که څه هم امريکا د پوځي مرستو او مالي ملاتړ په برخو کې پر اسرائيل ځانګړې اغېزه لري، خو هېڅکله يې پرې اغېزمن فشارونه نه دي اچولي. برسېره پر دې، امريکايي حکومت په کورنيو ټولټاکنو بوخت دی او د دغسې نړيوالې مسئلې د هوارۍ لپاره پوره وخت او صبر نه لري. د جوبايډن حکومت اندېښمن دی، که پر اسرائيل فشار واچوي، ښايي دغه کړنه يې په امريکې کې دننه پر ډيموکراتانو منفي اغېزې وکړي.

Previous Post

جنوبي وزیرستان کې په وسلوال بريد کې ۶ پوځيان وژل شوي

Next Post

چین او جاپان سمندر ته د اټومي ککړو اوبو پر ایستلو هوکړې ته رسيدلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چین او جاپان سمندر ته د اټومي ککړو اوبو پر ایستلو هوکړې ته رسيدلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Good Roulette System Australia

سپتمبر 8, 2025
عارف علوي: افغان جګړې؛زیانمن کړي یو د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن یو

عارف علوي: افغان جګړې؛زیانمن کړي یو د سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن یو

سپتمبر 30, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved