چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

موږ غمونه لرې کوو او په ټپونو ملهم ږدوو

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 13, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
موږ غمونه لرې کوو او په ټپونو ملهم ږدوو
1.1k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانستان ته د چین استول شوې طبي مرستې د پام وړ موثرې وې.

په افغانستان کې مې تر اوسه د دندې ۵ مياشتې تېرې شوې دي. په دې موده کې له ګڼ شمېر افغان دوستانو سره اشنا شوی يم او په دې لړ کې مې د افغانانو مهرباني او زيارکښي احساس کړې ده. چين او افغانستان د نيک ګاونډيتوب اړيکو درلودونکي پاتې شوي دي او په هر ډول ستونزمن وخت کې تل د يو او بل تر څنګ ولاړ دي، له يو بل يې ملاتړ کړي او د اړتيا په وخت کې یې له یو او بل سره مرسته کړې ده. د کوويد—۱۹ پر وړاندې د چين او افغانستان ګډه مبارزه په دې لړ کې زموږ دوو دوستو ولسونو او هيوادونو يوه نوې او ښه بېلګه ده.
زما په ياد دي هغه وخت چې کوويد—۱۹ ويروس په چين کې د سخت خپرېدلو په حال کې و او زموږ پر وړاندې زياتې ستونزې وې، ډېر شمېر افغان ملګرو چين ته د مرستې لاسونه ورکړي وو. ولسمشر اشرف غني او د ولسمشر د دویم مرستيال سرور دانش په ګډون د افغانستان مشرانو، د افغانستان — چين دوستۍ ټولنې او د ورېښمو لار څېړنيز مرکز په ګډون څو سازمانونو تر خپلې وسې او بېلابېلو لارو چارو د ويروس پر وړاندې چيني مبارزې ته خپله پاملرنه کوله او ور څخه يې ملاتړ څرګند کړی دی. د يادونې وړ ده چې څو تنو افغان ملګرو چې په چين کې يې زده کړې کړې وې، د ژمي په سختو واورينو ورځو کې او د ترهګريزو بريدونو د ګواښونو په شتون کې په ۳ ښارونو کې ګرځېدلي وو او څه باندې ۵۰۰ درملتونونو څخه د ۲۰ زره ماسکونو په اخيستلو توانېدلي وو او د چيني سفارت له لارې يې دغه څه تر اړمنو چینایانو ورسول. دغه ارزښتناک ماسکونه موږ په ډېرې سختۍ د چين لياو نينګ ولايت دا ليان ښار ته ولېږدول او ورسول. هغه څه چې د ويروس پر وړاندې ځايي مبارزه کې يې ډېر مهم ځای درلودلی دی. يو بل افغان ملګري د مالي بسپنې په موخه له چين افغانستان ته راغلی و او په ووهان ښار کې يو بل مېشت افغان محصل د يو پرانيستي پيغام په خپرولو سره څرګنده کړې وه چې له ويروس سره د مبارزې لپاره به د چينايانو تر څنګ ټينګ ولاړ وي. د افغانانو همدا صميميت او دوستي به زموږ تل په ياد وي.
د تېرې فبرورۍ په پای کې په افغانستان کې د کوويد—۱۹ لومړۍ مثبته پېښه ثبت شوه او له مارچ راهيسې پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېر ګام په ګام زيات شوی دی. چين د افغانستان وضعيت ته زياته پاملرنه کوي او د هېواد په دننه کې د ويروس د مخنيوي او کنټرول تر څنګ يې افغانستان ته تر خپلې وسې پورې اړوندې مرستې برابرې کړې دي او ملاتړ يې ورڅخه کړی دی. د چين طبي او روغتيايي کارپوهانو د مارچ په ۲۰مه نېټه د افغانستان د عامې روغتيا وزارت له ډاکټرانو سره د ۴ ساعتونو لپاره ويډيويي غونډه جوړه کړه او له افغان ملګرو سره يې د چين اړوندې تجربې شريکې کړې.
د چيني سفارت او د هېواد په دننه کې د اړوندو حکومتي څانګو په کوښښونو سره يوه ځانګړې الوتکه د اپريل په لومړۍ نېټه د چين له شينجيانګ څخه د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوه. دغې الوتکې ماسکونه، د ډاکټرانو ځان ساتنې جامې، طبي ازمايښتي کيټونه، تنفسي ماشينونه، د بلغم لېرې کولو د سږو پاک ساتلو ماشينونه او د اکسيجن ماشينونو په شمول ۴.۵ ټنه ډول ډول طبي توکي او ماشين الات را ورسېدل. د ولسمشر دویم مرستيال ښاغلي سرور دانش له ما سره په هوايي ډګر کې د افغانستان د بهرنيو چارو، عامې روغتيا، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته د يادو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ. ښاغلي سرور دانش په خوښۍ سره ما ته وويل چې له دغو مرستندويه توکو څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروڼو په شان رښتينې دوستي څرګندېږي. د افغانستان ډېری خبري رسنيو پر يادو مراسمو راپورنه برابر کړل او په دې اړه يې  ډېر خبرونه خپاره کړل.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

چين له خپلو ډېرو ستونزو سره سره افغانستان ته ياد مرستندويه توکي برابر کړي دي. لومړی، که څه هم د چين په دننه کې د ويروس پر وړاندې مبارزه په کاميابۍ پر مخ تللې ده، خو لا هم له سترو فشارونو سره مخامخ يو او چين لا هم زيات شمېر طبي توکو ته اړتيا لري. دویم، بهر ته د افغانستان ټولې الوتنې او ځمکنی ترانسپورټ بند شوی دی. نو ځکه د چين سفارت د مارچ په پيل کې د عامې روغتيا له وزارت سره د زياتو او نیږدې اړیکه نيول پيل کړل، د افغانستان په اړتياوو مو ځان ښه پوه او خبر کړ او د چين په دننه کې له اړوندو څانګو سره مو د طبي توکو د پيدا کولو او لېږدولو په اړه زياتې سلا مشورې وکړې. په اخر کې د چين نړيوالې همکارۍ ادارې، د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت، د شينجيانګ د توليد او ابادۍ يونټ، جېک ما خيريه صندوق او څو چيني تصديو په ګډو هڅو سره د اړتيا وړ طبي توکي برابرولو وتوانېدل چې زموږ د سفارت په همغږۍ سره د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله کابل ته ولېږدول شي.
د دغه خبر په اورېدو ډېر خوشحاله شوم چې د چين د اړوندو طبي توکو یو برخه هرات ولايت ته لېږدول شوې او د ويروس د مخنيوي او کنټرول او د افغانانو د ژوند ژغورلو په دې حساس وخت کې مهمه ونډه او ځای لري. زياترو افغان ملګرو راته ويلي چې افغانان له ويروس سره د مبارزې په برخه کې د چين پر وخت له زياتو اغېزناکو مرستو څخه منندوی دي. اوس مهال چيني سفارت لا هم له چيني حکومت او اړوندو تصديو سره په تماس بوخت دی او هيله لرو چې په افغانستان کې د ويروس پر وړاندې د مبارزې لپاره لا زياتو طبي توکو په راغونډولو وتوانيږو او د لا زياتو افغانانو ژوند او روغتيا په ساتنه کې برخه واخلو.

دا بې سارې پديده یا کوويد—۱۹ ويروس په ټوله نړۍ کې سخت او چټک د خپرېدو په حال کې دی. چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د اړوندې مفکورې په رڼا کې د خپلو خلکو د ژوند او روغتيا د ساتلو په عين وخت کې تر خپلې وسې پورې د ويروس پر وړاندې نړيوالې مبارزې لپاره هم خپل خدمتونه برابروي. رئيس شي جين پينګ له تېرو ۲مياشتو راهيسې د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له څه باندې ۲۰ مشرانو سره تليفوني خبرې کړې. چيني حکومت د روغتيا نړيوال سازمان سره د ۲۰مليونه امريکايي ډالره بسپنې کړې او ۱۲۷هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانو لپاره يې د اړتيا وړ توکي برابر کړي او کوي يې. ۱۱هېوادونو ته يې ۱۳طبي ډلې لېږلې او له څه دپاسه ۱۵۰هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره يې د کارپوهانو ۷۰ ويډيويي ناستې جوړې کړې دي. د چين ځايي حکومتونو، تصديو او ملکي ډلو څه باندې ۱۰۰هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو سره د طبي توکو بسپنې کړې دي. د دې تر څنګ اړوندې چيني تصدۍ اوس بېلا بېلو هېوادونو ته د ويروس پر وړاندې د اړوندو توکو د برابرولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي. دا ټول کارونه د نړيوالې ټولنې لخوا ډېر ستايل شوي دي.
چين او افغانستان دواړه پرمختيايي هېوادونه دي چې تل يې يو د بل تر څنګ په سوله کې ژوند کړی او کوي يې او په ستونزمن وخت کې يې هميشه يو د بل ملاتړ او مرسته کړې او کوي يې. چين به له ويروس سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت او خلکو سره د خپلو همکاريو پياوړتيا ته دوام ورکړي، تر خپلې وسې پورې به زياتې مرستې برابرې کړي او خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي. ويروس له سرحدونو څخه اوړي او د مختلفو نژادونو او انسانانو په منځ کې خپرېږي. نو ټول نړيوال بايد لاسونه سره يو کړي، يو له بل سره دې په رښتينولۍ مرستې وکړي، د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه او اباده کړي او د انسانانو ښکلې راتلونکې دې جوړه او سمسوره کړي.

Previous Post

د افغانستان په اړه د چین ستراتیژیکه ارزونه

Next Post

زلمی خلیلزاد: طالبان او حکومت دې موخو ته د رسېدو هڅې ګړندۍ کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
زلمی خلیلزاد: طالبان او حکومت دې موخو ته د رسېدو هڅې ګړندۍ کړي

زلمی خلیلزاد: طالبان او حکومت دې موخو ته د رسېدو هڅې ګړندۍ کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا: په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکوو

امریکا: په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکوو

نوومبر 3, 2021
سکاټ مېلر: د تاوتریخوالي کموالي هيلې ډېرې کړې دي

سکاټ مېلر: د تاوتریخوالي کموالي هيلې ډېرې کړې دي

فبروري 27, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved