چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

نړیوال دا نه مني چې د تایوان مسئلې په پلمه دې د چین مخه ونیول شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 23, 2023
in نړیوال خبرونه
0
نړیوال دا نه مني چې د تایوان مسئلې په پلمه دې د چین مخه ونیول شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د روغتیا نړیوال سازمان ۷۶مې لویې غونډې د مې په ۲۲مه نېټه د یوې پرېکړې په کولو سره د ځينو هېوادونو هغه وړاندیز رد کړ چې تایوان دې د ناظر په توګه په یاده لویه غونډه کې ګډون وکړي.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر او نورو نړیوالو سازمانونو کې د چین استازي چن شو په یوه خبري ناسته کې وویل، روغتیا نړیوال سازمان د مسلسلو ۷ کلونو لپاره د دې سازمان په لویه غونډه کې د تایوان ګډون وړاندیز رد کړی، ترې ښکاري چې د یو چین پېژندنې اصل د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چن شو وویل، په نړۍ کې یوازې یو چین موجود دی، تایوان د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده. د یو چین پېژندنې اصل د نړیوالې ټولنې اجماع ده او د نړیوالو اړیکو د بنسټيزو اصولو د تطبیقولو بنسټ هم دی. د روغتیا نړیوال سازمان په شمول ټولې نړیوالې موسسې باید په خپلو فعالیتونو کې د تایوان سیمې ګډون په برخه کې د یو چین پېژندنې له اصل سره سم چلند وکړي. دا د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ د ۲۷۵۸م  پرېکړه لیک او د روغتیا نړیوال سازمان په اړوند پرېکړه لیک کې تائید شوی مهم اصل دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د سږنۍ لویې غونډې تر پرانیستلو مخکې نږدې ۱۴۰ غړو هېوادونو يې د یو چین پېژندنې اصل ټينګار کړی او په یاده غونډه کې يې د تایوان سیمې له ګډون سره مخالفت په ډاګه کړی. نږدې سلو هېوادونو د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مدیر ته د پیغام په لیږلو او یا د اعلامیو په خپرولو سره د خپل هېواد د یووالي د ساتلو لپاره د چین له کوښښونو ملاتړ څرګند کړی دی.

ښاغلي چن شو دې ته په اشارې سره چې د تایوان ځايي مقامت یعنې د ډيموکراټ او پرمختګ ګوند له ډېرو کلونو راهیسې د مختلفو خواوو له هیلو او د تایواني وګړیو له ګټو خلاف د خپلو شخصي سیاسي غوښتنو لپاره له تش په نوم ملګرو سره يې سیاسي شخړو ته لمن وهلې ده. د تایوان تش په نوم ځايي مقامت د غلام په توګه د ځینو لوېديځو هېوادونو لخوا ګمارل شوی او غواړي د بهرني قوت په ملاتړ له چین څخه جلا شي، خو د هغوی دغه شان ناروا او غیر منطقي غوښتنه به هرومرو ناکامه شي، د دغه شان هلو ځلو دوام به د تایوان د سخت زیانمنېدو سبب وګرځي.

ښاغلي چن شو زیاته کړه، چې د چین مرکزي حکومت د تایوان د وګړیو روغتیا ته جدي پاملرنه کړې او کوي يې، په دوامداره توګه يې د نړیوالو روغتیايي مالوماتو ترلاسه کولو لپاره له تایوان سره اړوندې مرستې کړې دي. مرکزي حکومت د یو چین پېژندنې اصل پر بنسټ د ګردې نړۍ په روغتیايي چارو کې د تایوان سیمې د ګډون په هکله مناسب ترتیب کړی چې له مخې يې تایوان په عادي توګه د روغتیا نړیوال سازمان لخوا خپاره شوي مالومات تر لاسه کولای شي او د تایوان طبي کارپوهان په شخصي توګه د یاد سازمان په ځینو فعالیتونو کې ګډون کولای شي.

دا مالومه ده چې اوس تایوان د روغتیا نړیوال سازمان په لویه غونډه کې د ګډون حق نه لري، لامل يې دا دی چې د تایوان د ډیموکراټ او پرمختګ ګوند له چین څخه د بېلتون پر ناسمې ادعا ټينګار کوي، د یو چین پېژندنې د اصولو په اړه اجماع ردوي او د تایوان تنګي د دواړو غاړو د مشورې سیاسي بنسټ يې ویجاړ کړی، په دې توګه په یاده لویه غونډه کې د تایوان سیمې د ګډون سیاسي بنسټ موجود نه دی.

ښاغلي چن شو پر دې ټینګار وکړ، چې تایوان د چین نه جلا کېدونکې برخه ده، د تایوان مسئلې حلول د چینایانو خپل کار دی او باید د چینایانو لخوا پرېکړه کېږي. ځينو بهرنیو قوتونو په دې وروستیو کلونو کې د تایوان له مسئلې په استفادې د چین پرمختګ د مخنیوي لپاره په دوامداره توګه شومې کړنې ترسره کړې او له چین څخه د تایوان جلا کېدوونکي يې ډېر هڅولي او په دې توګه يې تاوتریجوالی جوړ کړی دی. دغه هېوادونه له تایوانه د غلام په توګه کار اخلي، د تایوان خلکو روغتیا ته هېڅ پاملرنه نه کوي. د چین حکومت به د تایوان مسئلې په اړه هېڅ سازش و نه کړي، ټولې هغې هڅې به ناکامې شي چې د تایوان له مسئلې په استفاده د نړیوال اصول ماتوي.

Previous Post

روسیې د اوکراین پر ګڼو سیمو تازه بریدونه کړي

Next Post

په تېرو څلورو مياشتو کې په بهر کې د چين د غېر پولي مستقيمې پانګونې اندازه ٪۱۷،۶ زياتوالی ښيي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په تېرو څلورو مياشتو کې په بهر کې د چين د غېر پولي مستقيمې پانګونې اندازه ٪۱۷،۶ زياتوالی ښيي

په تېرو څلورو مياشتو کې په بهر کې د چين د غېر پولي مستقيمې پانګونې اندازه ٪۱۷،۶ زياتوالی ښيي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شي ځانګ لپاره د چین د حکومتولۍ ستراتیژي د عصري کېدو لامحدود امکانات څرګندوي

د شي ځانګ لپاره د چین د حکومتولۍ ستراتیژي د عصري کېدو لامحدود امکانات څرګندوي

مې 23, 2026
کندهار؛ دامان ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کندهار؛ دامان ولسوالۍ کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

اگست 17, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ