د افغانستان او پاکستاني چارو نړیوالو شنونکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې واک ته د ا.ا رسېدو د پاکستان پر امنیتي وضعیت هم منفي اغېز کړی دی. راپور کې راغلي دي چې پاکستان د ا.ا بریا ته خوښ و خو اوس د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي. دوی وایي، نه یوازې دا چې په پاکستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی بلکې د ا.ا بریا پاکستاني طالبان او بلوڅان لا زړور کړي دي. د راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو مورال ډېر پياوړی شوی دی او دغه راز بلوڅ بیلتونپالو هم خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او دې چارې له پاکستانه لار ورکه کړې ده. د یادونې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په ګډون یو شمېر نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ډېرېدو خبرداري ورکړي دي.












