چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

نړۍ ته د چین اقتصادي پرمختګ ارزښت لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 21, 2026
in نړیوال خبرونه
0
نړۍ ته د چین اقتصادي پرمختګ ارزښت لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین حکومت د جنورۍ په ۱۹مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې په تېر ۲۰۲۵م کال کې د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ ۵ سلنې ته رسېدلی دی.

د ايکيو ایر شرکت(IQAir)  اجرائیوي مدیر فرانک هام په دې اړه ویلي، د چین اقتصاد له پيچلي بهرني چاپېریال سره سره ثابت پرمختګ موندلی، انعطاف پذيري یې ښودلې او  نړیوالو شرکتونو ته یې ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین دغه ۵ سلنه اقتصادي پرمختګ د نړیوال اقتصاد په چوکاټ کې ډېر ارزښت لري.

تېر کال د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق وروستی کال و، په همدې کال کې د چین ناخالص کورنی توليد په لومړي ځل ۱۴۰ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی او د اقتصاد او ټولنې د پرمختیا عمده موخې یې بشپړې شوې دي، چې دغو چارو د دغه هېواد د پنځلسم پنځه کلن پلان د پلې کېدو لپاره ښه بنسټ هم برابر کړی دی.

د چین د اقتصادي زیاتوالي سرعت د نړۍ په عمده وو اقتصادونو کې مخکښ ځای لري او په نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ ثابت او د باور وړ اېنجن یادېږي او د نړیوال اقتصاد لپاره یې د خدمتونو انډول ۳۰ سلنې ته رسېدلی دی.

ځینو نړیوالو سازمانونو د چین د اقتصادي پرمختګ وړاندوینې لوړې کړي او د مورګان او بلېکروک په شمول نړیوالو پولي شرکتونو په چین کې پانګونې زیاتې کړې دي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې نړیواله ټولنه د چین د اقتصادي پرمختګ پر راتلونکي باور لري.

که د چین د ۲۰۲۵م کال د اقتصادي چارو کلني راپور ته مراجعه وشي، نو ثبات پکې د پاملرنې وړ ځانګړتيا ده. که څه هم په همدغه کال کې د دغه هېواد پر وړاندې د کمزوري نړیوال اقتصاد په شمول ځینې بهرنۍ ننګونې موجودې وې، خو بیا هم کرنیزې چارې، صنعت او خدمتي چارې يې د ثابت پرمختګ په حال کې وې، د توکو د بیو ګراف یې د وړم کال په نسبت برابر و، په ښارونو او ښارګوټو کې يې د وزګارتيا منځنی انډول ۵ اعشاریه ۲ سلنه و، د روزګار کچه یې ثابته وه، د موادو سوداګریز ارزښت یې بیا لوړ شوی، د بهرنیو اسهامو د زېرمې ارزښت یې له ۳.۳ ټریلیونو امریکايي ډالرو اوښتی و او اقتصادي چارې یې د ثابت پرمختګ په حال کې وې.

چین د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه له فشارونو سره سره ثابت اقتصادي پرمختګ موندلی، چې دا د نړۍ لپاره ښه خبر دی.

د چین د اقتصاد لوی ګامونه او نوښتونه د پاملرنې وړ دي.

په ۲۰۲۵م کال کې د چين د توکو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د وړم کال په نسبت ۳ اعشاریه ۸ سلنه زیاتوالی موندلی او د هر تن په سر عواید يې ۵ سلنه لوړ شوي دي. په همدې کال کې د چين د های نان ولایت ازاد سوداګریز بندر فعال شو، چې په دې سره یې د لوړې کچې ورخلاصون یو بل ګام هم پورته کړی دی.

د چين د نوي کیفیت تولیدي ځواک مخ په پراخېدو دی او د ټکنالوژۍ او ساینس په څېړنو کې يې یو لړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

تېر کال د چین د علمي څېړنو لګښت د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو له منځنۍ سویې لوړ و او نوښتي ګراف یې په لومړي ځل د نړۍ په مخکښو لسو مقامونو کې و.

د چین د اقتصاد انعطاف پذيري هم د پاملرنې وړ ده، ځکه متزلزل نړیوال اقتصاد ته یې ثبات برابر کړی دی.

د امریکا د سي اېن بي سي چينل په شمول ځینو رسنیو ویلي، د چين اقتصاد په داسې حال کې پرمختګ کړی، چې د نړۍ اقتصاد او سوداګريز نظم د امریکا د لوړو تعرفو له امله خراب او متزلزل شوی او د ناثابتوالي عوامل يې مخ په زیاتېدو دي.

چین د څه باندې ۱۶۰ هېوادونو او سیمو عمده همکار دی او ډېرو هېوادونو ته لوړه ټکنالوژي او لوړ اضافي ارزښتمن محصولات صادروي.

تېر کال د چين د توکو د وارداتو ارزښت ۱۸.۵ ټریلیونو ډالرو ته رسېدلی او مختلفو هېوادونو ته یې لوی بازار وړاندې کړی دی.

اوس په ګردې نړۍ کې جیوپولیټیکي سیاست مخ په سختېدو دی او د سوداګرۍ پروټیکشن هم د پیاوړې کېدو په حال دی، خو د چین اقتصاد د اوږدمهاله ثابت پرمختګ ملاتړ او تمایل نه دی بدل کړی او اټکل کېږي، چې د پنځلسم پنځه کلن پلان په موده کې به یې د اقتصادي پرمختګ وړتیاوې نورې هم پراخې شي.

د چین اقتصاد انعطاف پذيره دی او د ورخلاصون ارادې يې نړۍ ته دا باور ورکړی، چې دغه هېواد به په راتلونکي کې هم د نړیوال اقتصاد هڅوونکی اېنجن او د نوښت سرچینه وي.

Previous Post

افغانستان له وېسټ‌انډیز سره نن دویمه شل‌اوریزه لوبه لري

Next Post

شهباز شريف: د چین تجربې په پاکستان کې کرکیلې ته چټکه وده ورکولی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شهباز شريف: د چین تجربې په پاکستان کې کرکیلې ته چټکه وده ورکولی شي

شهباز شريف: د چین تجربې په پاکستان کې کرکیلې ته چټکه وده ورکولی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

راتلونکې اوونۍ کابل کې ستر نندارتون جوړېږي

راتلونکې اوونۍ کابل کې ستر نندارتون جوړېږي

اکتوبر 1, 2024

Australia Government Gambling Review

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ