چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

نړۍ په چیني درملو متکي ده؛ اروپا یو ګرام آستامینوفِن نه تولیدوي

منبع: فیګارو ورځپاڼه/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 15, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
نړۍ په چیني درملو متکي ده؛ اروپا یو ګرام آستامینوفِن نه تولیدوي
943
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د کرونا نړیوال بحران نړۍ یو ځل بیا دې ته متوجه کړه چې د درملو په برخه کې په چین پورې تړلې ده. ان مخکښ غربي هېوادنه هم د دارو او درملو په برخه کې په چین متکي دي. دغه راز د کرونا بحران اوس متخصصین او سیاسي مسوولین اړ کړل څو په دې فکر کې شي چې په هر ترتیب وي په ملي کچه د درملو صنعت پیل کړي او له دې صنعت څخه د یوه ستراتژیک ابزار په توګه ساتنه وکړي. په فیګارو ورځپاڼه کې په یوه خپاره شوي مطلب کې راځي چې د تېرو دېرشو کلونو په اوږدو کې د نړۍ ټولو هېوادونو د امریکا او اروپایي هېوادونو په ګډون د درملو او طبي توکو په تولید باندې خپل حاکمیت له لاسه ورکړی و او په دې څو کلیدي لسیزو کې چین د درملو او نورو طبي توکو له ۸۰ سلنې ډېر تولید په غاړه درلود.

د بېلګې په توګه په امریکا کې د لومړنیو توکو د تولید مواد او د ژنریک انتي بیوتکو د جوړولو لپاره د کیمیاوي ترکیباتو ۹۷ سلنه له چین څخه واردېږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او چین تر منځ اقتصادي سیالي او اقتصادي جګړه تر بل هر وخت ګرمه شوې ده.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

له چین وروسته د درملو او طبي توکو بل لوی تولیدوونکی هېواد هند دی. دغه هېواد هم په خپل نوبت د لومړنیو موادو، درملو او طبي توکو د تولید لپاره د اړتیا وړ مواد له چین څخه واردوي. د یوه فرانسوي کارپوه په خبره چې هره لار بیا هم چین ته ورګرځېدلې ده.

د کرونا بحران او کېدای شي و وایم چې په نړۍ کې د ماسکونو کمښت د ټولو هېوادونو سترګې یو ځل بیا چین ته ور واړولې. دا یوازې د ماسکونو کمښت نه و، د سرطان او مکروب ضد درملو کمښت هغه وخت په امریکا او اروپا کې احساس شو چې په چین کې د درملو جوړولو فابریکو خپل کارونو وځنډول.

دغه وضعیت ددې لامل شو چې امانول مکرون، ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ هره یوه په خپل هېواد کې د درمل جوړولو د فابریکو مسوولین را وغوښتل او په دې اړه یې ترې څېړنې او پوښتنې وکړې. اوس داسې ښکاري چې د هېوادونو تر منځ ټولې ستونزې باید یوې خواته کېښودل شي او په ملي کچه د کیمیاوي موادو، درملو او طبي توکو د تولید چار چوب او میکانیزم جوړ شي.

اروپا یو ګرام آستامینوفِن نه تولیدوي

په فرانسه کې د درمل جوړولو ملي اکاډمۍ لس کاله واړاندې بهرنیو قدرتونو ته د رملو په برخه کې د وابستګۍ په اړه خبرداری  ورکړی و. ددې اکاډمۍ یوه غړي «برونو بون‌مَن» چې د هېوادونو د درملو د زېرمو په اړه په اړه یې څېړنه کړې ده فیگارو ورځپاڼې ته ویلي، د اروپا د ۸۶ سلنه روغتونو لپاره په ورځني ډول د درملو کمښت یوه جدي ستونزه ده. ده ویلي، د سرطان او  مکروب ضد درمل او نور هغه درمل چې د ځانګړي مراقبت پر وخت کارول کېږي لکه د بې هوښۍ او زړه ناروغیو درمل هغه څه دي چې اوس ډېر کم پیدا کېږي.

ډاکټر بون‌مَن وایي، د مخ پر ودې هېوادونو اړتیا او خپله د چین اړتیا ددې لامل شوې ده چې اروپایان او امریکایان په ډېره لوړه بیه خپل د اړتیا وړ درملیز توکي له چین څخه وارد کړي. ان د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې به هم کله چې په چین کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او یا هم د فني ستونزو له کبله په موقتي ډول د درمل جوړولو د فابریکو کار وځنډېد نو، په امریکا او اروپا کې به د درملو او طبي توکو کمښت له ورایه محسوس کېدو. ډاکټر بون‌مَن وایي دې ټولو ستونزو ته په کتو سره موږ څو ځله د خطر زنګ وکړنګاوه، څو هېوادونه را ویښ شي او په دې برخه کې لاس په کار شي. په دې باید پوه شو چې اوس په اروپا کې ان یو ګرام آستامینوفِن (پاراسِتامول) نه تولیدېږي…

یو وخت الماني درمل د پام وړ وو

د ۱۹۸۰ یمې لسیزې تر نیمایي پورې په اروپا کې د درمل جوړولو صنعت ډېر مقتدر او د پام وړ و. “هوخست”، “بایر” او “روش” د نړۍ په کچه د درمل جوړولو تر ټولو ستر شرکتونه وو، چې د عامو او خاصو تر منځ یې ځانګړی نوم او نښان درلود. دغه شرکتونو هغه وخت د اروپا د اړتیا وړ اتیا سلنه درمل او طبي توکي تولیدول. خو دېرش کاله وروسته ددغه د تولید کچه په بې ساري توګه را ټیټه شوه. د درملو د تولید او صنعت په برخه کې تر ټولو ډېر او ژور بدلونونه په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې راغلل.

د نړیوال بازار توهم او د کرونا څپېړه

فیګارو ورځپاڼه لیکي، پخوا به ټول هغه مواد چې درمل به ترې جوړېدل په یوه هېواد کې تولیدېدل. خو د تولید په نړیوال کېدو او “ژنریک”، درملو د تولید په پیلېدو سره د نړۍ د درملو جوړولو لویې فابریکې، شرکتونه او ځنځیریي موسسې سره وپاشل شول. د بېلګې په توګه د درملو موثره ماده په چین، رنګ ورکوونکې یا حجم ور کوونکې ماده په هند او دغه راز مصنوعي طعم یا ذایقه ور کوونکې ماده په کوم بل هېواد کې تولیده ده. د ۲۱ مې پېړۍ په لومړیو کې داسې فکر کېدو چې دا به یو ډول د درملو جوړولو په برخه کې د هېوادونو مرسته او همکاري وي. په غربي هېوادونو کې د درملو لویو شرکتونو ورو ورو خپلې پانګې کمولې او مخ پر ودې کوچنیو شرکتونو له همدې موقع څخه ګټه واخیسته او مارکېټ یې اشغال کړ.

خو  د ډاکټر بون‌مَن، په خبره په هغه کلونو کې هېڅ یو غربي هېواد په دې پوه نه شو چې درمل یو ستراتیژیک توکی دی. د خصوصي شرکتونو چې څه زړه غوښتل کول یې، یا په بل عبارت چې په دې برخه کې ملي حاکمیت له منځه لاړ.

المان هم له همدې برخلیک سره مخ شو. د المان د درمل جوړوونکو د انجمن د مشر ستفان لوفِر خبرې د ډاکټر «بون من» له خبرو سره ډېر ورته والی لري. په المان کې د درماني بیمې شرکتونو په دولت فشار راوړ، هغوی به ویل چې د درملو په برخه کې هم اصلي معیار قېمت دی نه کیفیت. هغه وخت هېچا د درملو په برخه کې پر استقلالیت فکر نه کاوه. خو کرونا ویروس په بې رحمۍ سره دا په ډاګه کړه چې د درملو په برخه کې هېڅ نړیوال بازار نشته. ټولو هېوادونو خپلې دروازې د درملو د صادارتو پر مخ وتړلې. هر هېواد یوازې د ځان په اړه فکر کاوه، ان ټرمپ هم د درمل جوړولو له یوه شرکت وغوښتل چې یوازې د امریکا لپاره د کرونا واکسین یا درمل جوړ کړي.

ستفان لوفِر په ډېر خواشیني انداز فیګارو ورځپاڼې ته وویل چې د انتي بیوتیکو وروستۍ الماني فابریکه په ۲۰۱۷ کال کې وتړل شوه. اوس مهال په واشنګټن او نورو اروپایي هېوادونو کې د درملو په برخه کې په چین پورې د تړل کېدو چارې د سیاسي رهبرانو پر ذهن سخت سیوری غوړولی دی او یو ډول را ویښ شوي دي. له دې سره په څنګ کې ټول کارپوهان په دې اند دي چې په ملي کچه د درملو بیا تولید کېدای شي کلونه وخت ونیسي. امریکایي څېړونکې آغلې «رزمري گیبسون» د درملو په برخه کې په چین پورې د تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره یوه بېلګه راوړي، تاسو فکر او تصور وکړئ، کوم هېواد به حاضر شي، چې د اړتیا وړ ټول نفت یوازې له یوه هېواد څخه واخلي؟…

Previous Post

د کندهار ډاکټران: د چین ډاکټرانو خپلې تجربې را سره شریکې کړې

Next Post

هند کې افغان محصلين: له مالي او روغتيايي ستونزو سره مخ يو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
هند کې افغان محصلين: له مالي او روغتيايي ستونزو سره مخ يو

هند کې افغان محصلين: له مالي او روغتيايي ستونزو سره مخ يو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امیر خان متقي کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي

امیر خان متقي کابل کې د پاکستان له سرپرست سفیر سره کتلي

اپریل 14, 2025
برېټانیا افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالر نوره مرسته هم اعلان کړه

برېټانیا افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالر نوره مرسته هم اعلان کړه

دسمبر 12, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved