د اګست په ۲۶مه نېټه، په نیپال کې د یخ کنګل او غره ناڅاپي نړېدو د چین او نیپال سرحدي سيمو ته د خټو او ډبرو سېلاب ولېږه او درنه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.
د نيپال د تریبهوان پوهنتون د چاپیریال ساینس کارپوه ډاکټر امرت شرما د سپوږمکۍ له لوري د اخيستل شوو انځورونو او د پېښې په ځای کې د څېړنو له لارې تایید کړه چې د يخ کنګل او غره نړېدنه په نیپال کې پيل شوه. د یخ کنګل لوی مقدار په لوړ سرعت سره ښکته کېدو سېلاب رامنځته کړ، چې له ۷ دقیقو څخه په کم وخت کې د چين شيځانګ کورواکې سيمې د جيلونګ ځمکني بندر ته ورسېد او د خبردارۍ لپاره يې هېڅ وخت پرېنښود.
د نيپال د جغرافیا کارپوه ډاکټر بسنتا نیوپاني ټینګار وکړ چې دا ناورین د چین اړخ اغېزمن کړ، مګر چین د خپل سخت وضعیت سره سره سمدلاسه له نیپال سره بېړنۍ مرسته پیل کړه. د چين د لټون او ژغورنې پرسونل شپه او ورځ کار کوي او د ګاونډیتوب او همکارۍ صادقانه رویه یې ښودلې ده.
متخصصینو په متفقه توګه اشاره وکړه چې نړیوال اقلیمي بدلون د دې ناورین اصلي لامل دی. دوی په ګډه د اقليمي ناورينونو د مخنيوي لپاره د چين او نيپال تر منځ د همکارۍ غوښتنه وکړه.













