چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

هغه کارونه چې تر دېرش کلنۍ مخکې یې باید تر سره کړئ

ژباړه: صفي الله پادشاه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 29, 2021
in روغتیا او ژوند
0
هغه کارونه چې تر دېرش کلنۍ مخکې یې باید تر سره کړئ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ځوانۍ دوران د سترګو په رپ کې تېرېږي. دا هغه طلایي وخت دی چې د راتلونکي ژوند لپاره مو د لویو بریالیتوبونو د بنسټ ډبره ږدي. خو که بوډا یاست او عمر مو خوړلی دی، ښايي نه پوهېدی چې د ځوانۍ له عمر څخه څه ډول ګټه واخلی او که د ځوانۍ په دوران کي یاست، نه به پوهېږی چې څه ډول خپل دغه طلایي وخت وکاروی. که د انسان له ژوند څخه په ټوله کې یو تحلیل ولرو، کولای شو تر ټولو ډېرې انرژۍ لرونکی دوران د ځوانۍ وخت او له تر ټولو ډېرې تجربې او پوهې ډک دوران د بوډاتوب وخت وبولو. خو د بوډاتوب پر مهال که څه هم عقل، تجربه او پوهه خپل وروستي حد ته رسېدلي وي، خو د فزیکي کړنو د تر سره کولو لپاره کافي اندازه انرژي نه وي. همدارنګه برعکس، ډېره کله د ځوانۍ پر مهال خپله ټوله انرژي د هغه کارونو په تر سره کولو لګوو، چې زموږ د راتلونکي لپاره هېڅ موخه او ګټه له ځان سره نه لري.

ښايي تاسو له دې مخکې همدا ډول وی، موږ  په دې مقاله کې درته هغه نهه کارونه په ګوته کړي، چې له دېرش کلنۍ مخکې یې باید تر سره کړئ:

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

۱- په یوه لوی ښار کې ژوند کول

په یوه لوی ښار کې ژوند کول، ستاسو د فکر کولو پر طرز او ډول باندې د پام وړ اغېزه کوي. ځکه، په یوه لوی ښار کې تاسو د مختلفو ځایونو له مختلفو خلکو سره اشنا کېږی، هغه خلک چې د ژوند کولو مختلفې طریقې، رواجونه او دودونه لري. په حقیقت کې کله چې تاسو په یوه لوی ښار کې ژوند کوی، له یوې حیرانوونکې پېښې سره مخ کېږی او هغه دا ده، چې پر دې پوهېږی چې داسې خلک هم شته چې ستاسو د ژوند کولو د طریقې خلاف، په بله طریقه او بل ډول ژوند کوي، خو د ژوند د طریقې په بدلون سره یې هېڅ هم له لاسه نه دي ورکړي. دا هر څه؛ یانې د لویو بدلونونو د رامنځته کېدو شونتیا.

۲- فزیکي فعالیتونه باید ولرئ

څو چې ځوان یاست او د بدن د انرژۍ او توان سطحه مو لوړه ده، هڅه وکړئ چې پر ورزشي فعالیتونو باندې ځان بوخت کړئ. له ورزشي فعالیت څخه مو موخه یوه رسمي یا غیر رسمي مبارزه نه ده؛ مهمه نه ده چې اصلاً دې سیالي یا مبارزه وي که نه، کولای شی له ځان سره پرېکړه وکړئ چې د دوو ښارونو تر منځ واټن په پلي تګ سره را لنډ کړی، له دې کار څخه مو موخه ستاسو فزیکي وړتیا تر وروستي حد پورې رسېدل او له یادې وړتیا څخه یو ګام مخکې تلل دي.

دغه ستونزې به په راتلونکي کې ستاسو د شخصي کار او ژوند د غوره خاطرو تر څنګ، تاسو ته لوړ پر ځان باور در په برخه کړي.

۳- هڅه وکړئ چې ژور ذهني تمرین یا ورزش وکړئ

د زړه او ذهن د ارامولو او د سټرس له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره، چټکه او ډاډمنه لار ذهني تمرین یا ورزش (meditation) دی. تاسو کولای شی د (meditation) یا ذهني تمرین په وسیله نه یوازې دا چې له خپل ژوند څخه د سټرس په نوم د بریالیتوب خنډ په حیرانوونکې بڼه له منځه یوسی، بلکې دغه چاره د دې لامل کېږي څو ستاسو تمرکز په پام وړ توګه زیاتوالی ومومي.

۴- په انټرنېټ سره د کار زده کړه

نن سبا له انټرنېټ څخه خلاصون او ځان غړول ناشوني دي. که وغواړی یا ونه غواړی، په نږدې راتلونکي کې به د ژوند هر څه د انټرنېټ پر بنسټ وي او ټولې کړنې به په انټرنېټي بڼه تر سره کېږي. د ځوانۍ دوران، په انټرنېټ سره د کار زده کړې لپاره تر ټولو غوره موکه ده. نن ورځ ډېری مسلکی وګړي خپلې کاري ژمنې او لاسته راوړنې د انټرنېټ او کمپیوټري سافټوېرونو په مرسته ثبتوي او د خپل کار جزیات تحلیلوي. نو که مو تر ننه پورې د انټرنېټ په وسیله د کار زده کړه له پامه غورځولې وي، له همدې نن څخه پیل وکړئ څو یې په ښه توګه زده کړئ.

۵- مینه وکړئ

د ځوانۍ د دوران یوه په زړه پورې تجربه، مَینېدل دي. مینه هغه په زړه پورې او جالب احساس دی چې له تاسو پرته یې هېڅوک ستاسو په وجود کې نه شي رامنځته کولای او که چېرې مو دغه احساس تجربه کړ، هېڅکله به حاضر نه شی چې ځای یې بل احساس ته پرېږدی. ښايي په خپله مینه کې ماتې وخوری، ښايي پر سم کس باندې مَین نه شی، ښايي د خپل ژوند لومړنۍ او وروستۍ مینه هم پیدا کړی؛ خو دا هرڅه دومره مهم نه دي! بلکې تر ټولو مهم څه د ځوانۍ په دوران کې د مینې د احساس تجربه کول دي.

۶- ماتې تجربه کړئ

له دېرش کلنۍ مخکې د ژوند تر ټولو لوی او مهم درس دا دی چې زده کړئ څو څه ډول ماتې وخوری او تجربه یې کړی، څه ډول له خپلې ماتې درس واخلی، څه ډول یو ځل بیا پر خپلو پښو ودرېږی او خپلو هڅو ته یو ځل بیا دوام ورکړی. تاسو په ماتې خوړلو سره زده کوی چې یو ځل بیا باید په لا ډېر توان او وړتیا سره د بریا د تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړئ؛ دا هر څه یانې بریالیتوب.

۷- یوازې سفر وکړئ

خپل بار او بستره ټوله کړئ او که مو تر اوسه کوم ځای ته په یوازې ځان سفر نه وي کړی، یو ځای وټاکئ او په یوازې توګه هلته سفر وکړئ. ډاډه اوسئ چې دغه په زړه پورې تجربه به په راتلونکي کې ستاسو د پرمختګ او ودې لپاره یوه د ارزښت وړ وسیله وي؛ په دې سره به د ستونزو او لوړو ژورو پر مهال وکولای شی خپل ذهن له منفي فکرونو پاک کړی، یو ځل بیا تصمیم ونیسئ، د خپل راتلونکي مسیر پیدا کړئ او یو ځل بیا یې پر لور ګام واخلئ.

۸- یو کسب او کار پیل کړئ

دغه چاره زموږ او ستاسو د دغه لېست تر ټولو مهمه برخه ده. هرو مرو له دېرش کلنۍ مخکې د ځان لپاره یو کاروبار جوړ کړئ، پوره هڅه وکړئ، بریالي شئ او وروسته ماتې وخورئ! ځکه، څېړنو ښودلې ده هغه لومړنی او دویم کسب و کار چې ښایي د ځوانۍ په دوران کې یې پیل کړی، له ماتې سره مخ کېږي؛ خو ماتې مهمه نه  ده، بلکې مهمه هغه تجربه ده چې د دغې ماتې خوړلو پر مهال یې لاسته راوړی. مهم د لېوالتیا هغه حس دی چې د خپلو تولیداتو، خدمتونو او کسب و کار پر وړاندې یې لری او تر هر څه مهم، د پېرودونکي زړه لاسته راوړل او د خرڅلاو د مهارتونو زده کول دي.

۹- وېب لاګ یا وېب سایټ جوړ کړئ

مهمه نه ده چې د یاد کار لپاره څه ډول موضوع ټاکی، باید یو شخصي وېب لاګ یا وېب سایټ ولرئ. په هغه کې د خپل ژوند تجربې او لارښوونې له کتونکو او لوستونکو سره شریکې کړئ. کولای شی خپلې خاطرې پکې ولیکئ، ان کولای شی هغه کتابونه پکې یاداښت کړئ چې تر دې دمه مو لوستي دي. د یوه وېب لاګ یا وېب سایټ په درلودلو سره تاسو زده کوی چې یوه رسنۍ یاست. رسنۍ اوسېدل یانې مخاطب ته د یوه ارزښتمن پیغام لېږدول.

دېرش کلني د ځینو کسانو لپاره یو حیرانوونکی عمر دی چې ډېر کله ترې د وېرې احساس کوي؛ خو په حقیقت کې ډېر هم ځانګړی او وېروونکی عمر نه دی. زما په نظر د عاقل کېدو لړۍ پیل همدغه عمر دی. که د سن یا عمر موضوع یوې خوا ته پرېږدو، ستاسو په نظر؛ په ژوند کې مو باید کوم داسې کار تر سره کړی وای چې تر اوسه یې پر تر سره کولو نه یاست بریالي شوي؟ ایا داسې کوم کار و چې د نه تر سره کولو له امله یې پښېمانه شوي وی؟ په ځواب مو فکر وکړئ او د داسې کړنو لپاره لاس پکار شئ، چې د راتلونکي عمر لپاره مو د ارامۍ، سوکالۍ او بریالیتوب بنسټ کېږدی، نه د خواشینۍ او پښېمانۍ.

Previous Post

نوې لار خپرونه | امریکا ته د ولسمشر غني سفر او پر سوله یې اغېز

Next Post

د ملېشو جوړوونکي پاړوګران به د همدې مارانو له لاسه مري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
ایراني شنونکي: ټوپک یې نه ګټي، د افغان بحران د حل لار خبرې دي

د ملېشو جوړوونکي پاړوګران به د همدې مارانو له لاسه مري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فلیپین کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۱۵ تنه مړه شوي

فلیپین کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله ۱۵ تنه مړه شوي

جنوري 26, 2026
د ایران اټومي مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي دي

د ایران اټومي مذاکرات مهم پړاو ته رسېدلي دي

جنوري 19, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved