چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

هڅه وکړئ چې ځانګړي اوسی

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 4, 2020
in روغتیا او ژوند, ليکنې او تحلیلونه
0
هڅه وکړئ چې ځانګړي اوسی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

غواړی په خپلو کارونو کې مو غوره اوسی؟ که مو ځواب مثبت وي، نو دغه جمله په لوړ اواز تکرار کړئ: «زه غواړم تر ټولو غوره اوسم.» پرېږدئ چې د دغه غږ انعکاس مو ذهن ته داخل شي او په ناخبره ضمیر کې مو ثبت شي. «زه غواړم تر ټولو غوره اوسم!»

تاسو کولای شی په هغه چا باندې بدل شی چې غواړی او خوښېږي مو، خو لومړی باید دا باور وکړئ چې تاسو کولای شی. کله مو چې دغه ډول فکر وکړ، بیا وروسته په عمل کې د ثابتولو لپاره لاس پر کار شئ. که غواړی په تر ټولو غوره ډاکټر، انجنیر، وکیل او یا هم هر بل مسلکي کس چې ستاسو خوښېږي، بدل شی، نو د یو څه وخت لپاره مطالعه وکړئ او زده یې کړئ. دومره مطالعه وکړئ او معلومات ترلاسه کړی چې په هغه برخه کې تر ټولو غوره وی، نه یو معمولي مسلکي کس. د غوره والي لپاره باید خپله ټوله هڅه وکړئ. زه خو په دې اند یم چې که غواړو د ځان لپاره یو مسلک وټاکو، نو د یوه غوره مسلکيتوب لپاره باید خپله ټوله هڅه په کار واچوو.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

که غواړی تر ټولو ښه او غوره هنرمند شی، نو ډېر وخت باید تمرین ته ورکړئ. تمرین په اړونده برخه کې ستاسو د پیاوړتیا لامل کېږي او په ټول توان باید دغه کار وکړئ. هغه کسان چې نن بریالي دي، هېڅ داسې کومه بله ځانګړتیا نه لري. هغوی هم معمولي نارینه او ښځې دي، خو څه شی چې د دوی د بریا لامل شوي، هغه هڅه ده. کله چې نور تسلیم شول، دوی تسلیم نه شول او خپلې هڅې ته یې دوام ورکړ. په داسې حال کې چې ځینې په دې قانع شول چې همداسې معمولي اوسي او عادي ژوند ولري، دوی قانع نه شول او غوښتل یې چې باید د لوړې کچې ژوند ولري، نه داسې چې لاس یې بل ته غځولی وي او یا له بل چا سره کار وکړي. دوی غوښتل داسې کار وکړي چې نور خلک ور سره په کار شي او د نورو خلکو لاسنیوی وکړي او خیر یې ورته ورسېږي. تاسو هم کولای شی ځانګړي اوسی. یوازې اړتیا دا ده، هر کار چې کوی، ښه ډېر زیار پکې وباسئ او هڅه وکړئ. بل ګام واخلئ، ډېره هڅه وکړئ او مه تسلیمېږئ. تاسو چې کوم خبر لولی، کېدای شي عنوان یې داسې وي؛ اووه کلن ماشوم کولای شي ډېره تېزه او په تر ټولو غوره بڼه پیانو وغږوي، خو دوی دا نه وایي چې دغه اووه کلن هلک هره ورځ لس ساعته تمرین کوي، څو وکولای شي غوره پیانو وغږوي.

بریا خپله یو ځانګړی او ساده فورمول لري. ټوله هڅه وکړئ. خلک له دې کار سره مینه لري. یوازې دا هم بسنه نه کوي چې ټوله هڅه وکړئ. لومړی باید پوه شی کوم کار باید وکړئ، کله مو چې موخه روښانه کړی، بیا هغه وخت خپله ټوله هڅه پکار واچوی. له معمولي نړۍ سره خدای پاماني وکړئ او ځان مه پکې محدودوئ. پیل یې کړئ، یو ساعت زیاته مطالعه وکړئ، یو ساعت زیات تمرین وکړئ. یوازې همدومره کافي ده چې پر خپل اړوند فعالیت یو ساعت نور فعالیت ور زیات کړئ. خپله ټوله هڅه وکړئ او هدفمند ژوند پیل وکړئ. تل له خپل ټول توان څخه کار واخلئ. څه چې نن کری، سبا به یې هرو مرو رېبئ. کله چې په دفتر یا بل کارځای کې کومه پروژه او دنده در سپارل کېږي، نو هڅه وکړئ چې په تر ټولو ښه بڼه یې سرته ورسوئ او مدیر ته یې تسلیم کړئ. داسې کار وکړئ چې در پام یې شي. کار داسې ترسره کړئ، چې کله یې ورته سپاری، خوشاله شي او ټول وخت د یوه تکړه او پیاوړي انسان حساب در باندې وکړي. هر کار ښه کار کېدای شي، خو په دې شرط چې تاسو خپله هڅه وکړئ او په تر ټولو غوره بڼه یې تر سره کړی او هڅاند اوسی. کله چې تاسو خپله د کار د ښه والي لپاره هڅه کوی، نو د هغه کس لپاره هم ارزښت پیدا کوی چې دنده یې درته سپارلې ده. دوی هرو مرو ستاسو د کار قدر کوي او ارزښت درکوي. دغه څه نه یوازې په کاري محیط کې صدق کوي، بلکې د یوې مور، یوه پلار یا د ژوند د شریک په توګه هم باید تر ټولو غوره اوسئ، څو مو اولادونه یا د ژوند ملګری در باندې باور وکړي او ترڅنګ مو واوسي، مینه درسره وکړي او ستاسو په څېر شي.

که په داسې یوه موقعیت کې وی، چې له کارځایه بل شرکت او یا بل ښار ته واستول شی، نو خپلې چارې داسې ترسره کړئ چې بل وخت هم د دغه کار لپاره تاسو وټاکل شئ؛ ځکه په دې سره به تاسو یو متفاوت ژوند تجربه کړئ.

چارلېز ګینګزلي ویلي: «دا چې ځان مجبور کړئ، څو یو کار تر سره کړئ او خپله ټوله هڅه وکړئ پر ځان کنټرول، ملګرتیا، هڅه، د ارادې قوت، رضایت، خوښي او نور زرګونه ځانګړتیاوې په تاسو کې پیاوړې کېږي. دا هغه ځانګړتیاوې دي چې یو پیاوړی او بریالی کس یې لري.» که تاسو هڅاند وی او د یوه کار د تر سره کولو په لټه کې وی، هرو مرو به یې ترسره کړئ.

موږ ټول د یو څه وخت لپاره په دې خاورینه کُره کې ژوند کوو او نن یا سبا به له دې نړۍ څخه سترګې پټوو، خو دا چې تر څه وخت پورې ژوندي وی، له ژونده خوند واخلئ، خلکو ته خیر ورسوئ، د بېوزلو کسانو لاسنیوی وکړي او د ژوند له هرې شېبې ګټه پورته کړئ. تاسو باید تل روغ، پیاوړي او هوښیار اوسئ، څو هم د ځان او هم د نورو لپاره یو څه وکړای شی. په دې نړۍ کې ډېر ښه کارونه شته چې تاسو یې باید تر سره کړئ. نړۍ تاسو ته اړتیا لري او تاسو باید دغه اړتیا پوره کړئ.

Previous Post

یمن

Next Post

د مظلومانو فرعوني ګاونډیان

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
زیاتېدونکي جګړه او د سولې ورکې هڅې

د مظلومانو فرعوني ګاونډیان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۲مه نړيواله غونډه په ډيجيټل او زرغونو فرصتونو تمرکز لري

د چين د پانګونې او سوداګرۍ ۲۲مه نړيواله غونډه په ډيجيټل او زرغونو فرصتونو تمرکز لري

سپتمبر 9, 2022
متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره لیدلي

متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره لیدلي

اکتوبر 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved