چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

هیله ده چې چین ته د جانېت يېلن تر سفر وروسته به امریکا په عملي توګه خپل مسؤلیتونه په غاړه واخلي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 9, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د مالیې وزيرې جانېت يېلن به نن د اپرېل په ۹مه نېټه له چين څخه خپله لیدنه پای ته ورسوي. نوموړې د امریکا د کابینې لومړۍ غړې ده چې سږ کال چین ته سفر کوي او له ۹ میاشتو وروسته يې بیا چین ته سفر کړی دی. په دې موده کې دواړو خواوو په بېلا بېلو کچو او څو برخو کې خبرې اترې وکړې او موافقه يې وکړه چې په ګډه د چين او امريکا د مشرانو مهمې ګډې نظریې پلې کړي او د اقتصادي پرمختګ او پولي همکارۍ د پياوړتیا لپاره نوي توافقات تر لاسه کړي. یېلن په خپلو خبرو کې وویل، امریکا او چین باید په مسؤلیت سره دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې اداره کړي.

د یېلن نوموړې څرګندونې ښې ښکاري، خو خلک په دې اړه ډېر باور نه لري چې دا به څنګه پلې شي. ځکه چې واقعیت دا دی چې امریکا په دوامداره توګه پر چین اقتصادي، سوداګریز او تخنیکي فشارونه اچولي او د چیني شرکتونو په وړاندې د دغه هېواد د بندیزونو لیست اوږد او اوږدېږي. چین او امریکا د نړۍ دوه مخکښ اقتصادونه دي. چين تل په دې باور دی چې د چين او امریکا اقتصادي او سوداګريزه همکاري د متقابلو ګټو لپاره ګټوره ده او چین هم د تل لپاره په دې برخه کې هڅې کړې دي. خو په دې وروستيو کلونو کې امريکا له چين سره په ورته لوري نه ځي او د خپلو خلکو او نړۍ په وړاندې يې خپل مسؤليتونه نه دي ترسره کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

څرنګه چې یېلن دا ځل د “مسؤلیت” په اړه خبرې وکړې، نو موږ باید پوه شو چې واقعاً “مسؤلیت” څه دی. لومړی دا چې اقتصادي او سوداګریزې مسئلې نه شي سیاسي کېدلی او د “امنیت” تر نامه لاندې “ناامني” نه شي رامنځته کولی. دا ځل چين پر خپلو تصديو د امريکا د بنديزونو، د تعرفو د زياتوالي او پر چيني پانګونې د محدوديتونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ بايد د اقتصادي او بازاري اصولو سره سمون وخوري. څه موده وړاندې، د امريکا د زياتو لویو تصدیو مشرانو له چين څخه ليدنه وکړه. د اپل( Apple) او کوالکوم (Qualcomm) په شمول د امريکايي شرکتونو مسؤلینو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې په چين کې به لازیاتې پانګونې وکړي او په پر له پسې توګه به له چین سره د نوښت همکاري وکړي، دا د شرکتونو لپاره د بازار انتخاب دی. د يېلن په دې سفر کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چين او امريکا د اقتصادي کاري ډلې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو او نړیوال اقتصاد د متوازنې ودې په اړه د نظريو تبادله وکړي او د پولي کاري ډلې په چوکاټ کې د پولي ثبات، دوامداره پولي پرمختګ او د پیسو مینځلو ضد په شان موضوعاتو باندې تبادلې ته دوام ورکړي. دغه اجماع د بازار د اندېښنې د کمولو او د بازار د ډاډمنتيا د لوړولو لپاره ګټورې دي او د دوو لویو اقتصادونو په توګه د چين او امريکا مسؤليتونه هم دي.

یېلن د خپل سفر په ترڅ کې د نوې کېدونکې انرژۍ په چارو کې تش په نامه د چین د “زیات ظرفیت” مسئله هم راپورته کړه، خو اړونده ډاټا د امریکا د نظر ملاتړ نه کوي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۳م کال کې د چين له خوا تولید او پلورل شویو د نوې انرژۍ د موټرو شمېر په جلا جلا توګه ۹،۵۸۷ ميليونه او ۹،۴۹۵ میليونه دي. په نړیوال کچه د لوړ کیفیت تولیدي ظرفیت زیات نه، بلکې ډېر کم دی. د چين د لوړ کيفيت توليدي ظرفيت د نورو هېوادونو د اړتياوو پوره کولو ته دوام ورکوي.

اړوندو کارپوهانو دې ته اشاره وکړه چې د نوې انرژۍ په برخه کې، یوازې د دې لپاره چې چین د امریکا په پرتله د لوړ کیفیت تولیدي ظرفیت چمتو کوي او په نړۍ کې ډېر د هرکلي وړ دی، امریکا دا د “زیات ظرفیت” په توګه تعریفوي، کوم چې د دغه هېواد د تسلط مفکوره منعکس کوي.

روان کال د چين او امريکا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کليزې سره برابر دی. تېرو تجربو ثابته کړې چې د چين او امريکا اقتصادي ګټې يو له بل سره ژور تړاو لري، د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پياوړتيا د دواړو هېوادونو په ګټه ده او د نړيوالې اقتصادي ودې لپاره هم ګټوره ده.

Previous Post

ایران: د اسراییلو برید به بې ځوابه پرېنږدو

Next Post

د کندهار د پاسپورټ مدیریت ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د کندهار د پاسپورټ مدیریت ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د کندهار د پاسپورټ مدیریت ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه؛ د ویاړ او تلپاتې مقاومت ورځ

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه؛ د ویاړ او تلپاتې مقاومت ورځ

اگست 20, 2025
افغان سفیر هندي پانګه وال افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

افغان سفیر هندي پانګه وال افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

فبروري 22, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ