د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۱۶ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د چين او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
نوموړي وويل، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې ويلي، چې د چين او امریکا ترمنځ اړيکې باید د زيرو سم لوبو (zero sum) په اساس نه دي، دواړه خواوې دې په سمه توګه يو د بل کورنيو او بهرنیو پاليسيو او ستراتېژيکو هدفونو ته وګوري، پر متقابل درناوي او سوله ييز ګډ ژوند دې ټينګار وکړي او د ګډو همکاريو له لارې دې ګډې ګټې ترلاسه کړي. ده زیاته کړه، چې د خپلمنځيو اړيکو د پرمختګ د سمې لارې موندل نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوالې ټولنې هيله هم ده.
وانګ ون بين وويل، امريکا په تېروتنې چين خپل لوی سيال او جيوپوليتيکه ننګونه ګڼي، دواړه هېوادونه باید د متقابل درناوي او مساواتو پر بنسټ خپلمنځي اړيکې پرمخ يوسي.
ټاکل شوې، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن به د جون په ۱۸ مه په رسمي سفر چين ته لاړ شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين پدې اړه وويل، چين ته د بلينکن د سفر په جريان کې به دواړه خواوې د خپلمنځي اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړي.












