چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

وانګ يي د بريکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړې کچې استازو په غونډه کې ګډون وکړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 26, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مسؤل وانګ يي د جولای په ۲۵مه نېټه په جوهانسبورګ کې د بريکس هېوادونو د امنيتي چارو د لوړې کچې استازو په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړ.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل چې د څو کلونو په پرمختګ سره بريکس هېوادونه د نويو سمسورو بازاري او پرمختيايي هېوادونو د ګډ پرمختګ يو مهم ډګر ګرځېدلی دی. موږ د زمانې له تمايل سره سم په سم تاريخي لوري روان يو او د انسانانو د پرمختګ او ترقۍ په لور ولاړ يو چې همدا د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو بنسټ دی. بريکس هېوادونو د سياسي امنيت، سوداګريزو او پولي چارو او کلتوري برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړې او ترې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې دي چې دا د همدغو همکاريو څخه د يادو هېوادونو د باور د ټينګښت سرچينه ده. د نويو سمسورو بازاري او پرمختيايي هېوادونو د وينا حقونه او اغېزه مو زياته کړې او بدلېدونکې نړۍ ته مو مثبت ځواکونه راوړي چې ورڅخه د دې همکاريو توان ښکاري. د نوي حالت پر وړاندې موږ دې د بريکس هېوادونو راتلونکي پرمختيایي لوری کنترول کړو، په سياسي چارو کې متقابل باور دې لا ټينګ کړو، خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ دې پياوړې کړو، بايد په پر له پسې توګه د زمانې له غوښتنې سره سم نړيوالو ته عامه توليدات برابر کړو او د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو له لارې د ګډو برياليتوبونو د ټولشموله او پرانيستې روحيې په رڼا کې واقعي اقدامات غوره کړو څو د دغو هېوادونو ترمنځ د همکاريو طلايي برنډ جوړ کړو.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

هغه په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي چې که موږ له اوسنيو نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړو او له امنيتي ستونزو څخه ووځو، بايد د متقابل درناوي پر بنسټ د ملګرو ملتونو منشور موخه او اصول مراعات کړو او متقابل امنيتي ګټو ته دې درناوی وکړو او د بېلابېلو هېوادونو لخوا د سیاسي نظامونو او پرمختيایي لارو د انتخابولو حقونو درناوی وکړو. موږ باید پر څو اړخيزم ټينګار وکړو، د ملګرو ملتونو په مرکزيت دې د څو اړخیز سيستم ساتنه وشي، د يو اړخیزم او بادارۍ مخنيوی وکړو او له هغو کړنو سره مخالفت کوو چې څو اړخيزې همکارۍ ته زیانونه رسوي. په ورته وخت کې موږ د عدالت پر بنسټ نړیوال قوانين او د نړيوالو اړيکو د منلو وړ اصول تعقيبوو او د خبرو اترو او مشورو له لارې کشالې او د نظريو توپيرونه لرې کوو او يو له بل د اړيکو له پرې کولو او د دوه ګوني معيارونو له غوره کولو سره مخالفت کوو. سربېره پردې موږ باید د يووالي او همکاريو له لارې له ډول ډول ننګونو سره مبارزه وکړو.

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې (The global South)يانې ټيټ عايد لرونکي هېوادونه د نويو بازاري او پرمختيایي هېوادونو ډله ده او په خپلو کورنيو چارو کې د بهرنيو ځواکونو د لاسوهنې د مخنيوي او د سياسي او واکمن امنيت د ساتلو مهمه دنده لري. موږ بايد خپله ستراتيژيکه اراده او باور ولرو، په ټينګه سره دې په خپل پرمختيايي لور روان شو، د ځينو کليدي او مهمو ګټو په هکله دې يو له بل څخه ملاتړ وکړو او د خپلو عملياتو له لارې دې د بريکس هېوادونو يووالي ته ورانوونکو کړنو او پر بريکس همکاريو تورونو ته ځوابونه ورکړو. موږ بايد د نړۍ جنوب-جنوب ترمنځ همکارۍ پياوړې کړو او د ټيټ عايد لرونکو هېوادونو يووالي ته دې لارښوونه وکړو څو ګډ دولتي امنيت او ثبات وساتو او مساوي او منظمه څو قطبيزه نړۍ اباده کړو.

هغه زياته کړې چې يووالی زموږ ځواک دی او د اقداماتو له لارې دې پرمختيایي لوری ومومو او ورخلاصون به زموږ خوځنده ځواک وي. چين غواړي چې له بريکس هېوادونو سره يو ځای د خپلو هېوادونو د امنيت او ثبات د ساتلو لپاره له هڅو څخه ملاتړ وکړي او له نړيوالو امنيتي ننګونو سره د مقابلې په برخه کې ورسره همکارۍ زياتې کړي څو نړيوال د بريکس هېوادونو غږ واوري او د دغو هېوادونو د رول د لوبولو عينی شاهد وي.

د خبر له مخې د جنوبي افریقا د جمهوري ماڼۍ وزيرې کومبودزو اېنتشاويني د دې غونډې مشري وکړه او د برازيل، روسيې او هند استازو پکې ګډون کړی و.

Previous Post

امریکا له اوکراین سره ۴۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه

Next Post

وانګ يي نړيوالې ټولنې ته د سایبري امنیت د ساتلو ۴ وړاندیزونه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

وانګ يي نړيوالې ټولنې ته د سایبري امنیت د ساتلو ۴ وړاندیزونه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

حفیظ منصور: د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي‌ درولی

حفیظ منصور: د ولسمشرۍ ماڼۍ مخالفت د سولې بهیر نشي‌ درولی

نوومبر 27, 2020
جنرال میلر: د خپلو اډو په خالي کولو مو پیل کړی دی

جنرال میلر: د خپلو اډو په خالي کولو مو پیل کړی دی

اپریل 25, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ