چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

وانګ يي د عمان، ايران او فرانسې له خارجه وزيرانو سره ټليفوني خبرې وکړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 3, 2026
in نړیوال خبرونه
0
وانګ يي د عمان، ايران او فرانسې له خارجه وزيرانو سره ټليفوني خبرې وکړې

A plume of smoke rises after a strike in Tehran, Iran, Monday, March 2, 2026. (AP Photo/Mohsen Ganji) Screenshot

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲مې نېټې د عمان، ايران او فرانسې له خارجه وزيرانو سره جلا جلا ټيليفوني خبرې کړې دي.

د عمان بهرنيو چارو وزير بدر بن البوسيدي له وانګ يي سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې د هېواد په منځګړيتوب يې د ايران او امريکا تر منځ خبرو کې بې ساری پرمختګ شوی و، خو امريکا او اسرائيل له نظره وغورځاوه او جګړه يې پيل کړه، چې دا ډېره د خواشينۍ او افسوس وړ ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نوموړي هيله ښودلې، چې چين به په اوسني حساس او پېچلي حالت کې مهم رول ولوبوي او  په خبره یې، عمان به د چيني اتباعو او ادارو د خونديتوب لپاره پوره هڅې وکړي.

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي وانګ يي ته د سيمې د وروستي وضعيت په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي، دا د امريکا دوهم ځل دی، چې له ايران سره د خبرو اترو پر مهال جګړه پيلوي او په خبره یې، ايران له خپل ټول ځواک سره د ځان دفاع پرته بل انتخاب نه لري.

هغه ويلي، چې چين د انصاف او عدالت پر دريځ ټينګار لري او د سيمه ييز تاوتريخوالي د زياتوالي په مخنيوي کې مثبت رول لوبوي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نويل باروټ د منځني ختیځ پر اوسني وضعیت نظرونه څرګند کړي او یادونه یې کړې، چې امریکا او اسرائیل د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو په اړه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره مشوره نه ده کړې او نه يې هم اجازه ترې ترلاسه کړې ده.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې ټولې خواوې باید د وضعیت خرابوالي د کمولو او د خبرو اترو له لارې د ايران د اټومي مسئلې د حل لپاره ګډ کار وکړي او هيله يې ښودلې، چې هېواد به یې له چین سره يو ځای د سیمه يېزو کړکېچونو د کمولو لپاره مثبت رول ولوبوي.

وانګ يي په ټليفوني خبرو کې د چين اصول او دریځ بیا تکرار کړی او  د پوځي عملیاتو سمدلاسه درول او د شخړو د لا زیاتېدو مخنیوی يې تر ټولو بيړنۍ چاره یاده کړې ده او په خبره یې، نړیواله ټولنه باید د هر هېواد د هغه عمل پر وړاندې مقاومت وکړي چې له نړیوال قانون سره په ټکر کې وي. د ایران د اټومي مسئله باید بالاخره د سیاسي او ډیپلوماتیک حل لارې ته راوګرځي.

Previous Post

د اټومي انرژۍ نړیوالې ایجنسۍ پر ايران د امريکا او اسرائيلو د بريدونو په اړه ځانګړې غونډه کړې

Next Post

فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۱۱۰ ملکي افغانان شهیدان شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۱۱۰ ملکي افغانان شهیدان شوي

فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۱۱۰ ملکي افغانان شهیدان شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ټرمپ: که ټاکنې وګټم میلیونونه کډوال به له امریکا وباسم

ټرمپ: که ټاکنې وګټم میلیونونه کډوال به له امریکا وباسم

نوومبر 3, 2024
سیګار: د مېرمنو بېکاري افغان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر ضربه رسوي

سیګار: د مېرمنو بېکاري افغان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر ضربه رسوي

فبروري 6, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ