د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د مونيخ د امنيتي غونډې په څنډه کې د چين ځانګړې ناستې ته وينا وکړه او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
وانګ يي د چين او امريکې ترمنځ د اړيکو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل، د امريکې په اړه د چين تګلارې ثابتې او تلپاتې دي او ترې د يوه لوی هېواد په توګه د چين ستراتيژيک ثبات او نړيوال اعتبار څرګندېږي. د وانګ يي په خبره، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چين او امريکې ترمنځ د اړيکو په اړه د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ په شمول ۳ اصول وړاندې کړي او چيني لوری د دغو اصولو په اساس له امريکايي لوري سره د ثابتو، سالمو او دواملرونکو اړيکو ټينګولو ته چمتو دی او هيله لري، چې امريکا له چين سره د ګډې موخې په لوري ګامونه پورته کړي.
وانګ يي زياته کړه، چې که امريکا همکاري او ګډې هڅې نه غواړي او د چين د پرمختګ د مخنيوي کړنو ته دوام ورکړي، چين به هرومره د خپل ملي حاکميت، عزت او پرمختيايي حقونو د ساتلو لپاره د امريکې د يواړخيزو او ظالمو کړنو په مقابل کې کلک اقدامات ونيسي. د چين ځوابي اقدامات د نړيوال عدالت او د نړيوالو اړيکو د اصولو د ساتلو لپاره هم دي.










