چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولی د فلسطين د داخلي جوړ جاړي غونډه په بېجينک کې تر سره شوه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 24, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د فلسطين د بېلابېلو ډلو استازو د جولای له ۲۱ مې نېټې تر ۲۳ مې نېټې پورې په بېجينګ کې د خپلمنځي جوړجاړي خبرې وکړې او په ۲۳مه نېټه یې د خپلمنځي ناندريو د ختمولو او د فلسطين د داخلي يووالي د پیاوړتيا په پار« د بېجينګ اعلاميه» لاسليک کړه چې له مخې يې د فلسطين ازادي غوښتونکی سازمان یا فتح د فلسطينيانو يوازینۍ قانوني مرجع ده او په غزې کې تر جګړې وروسته د سيمې د ادارې او لنډمهاله حکومت د جوړېدو په هکله توافق ته رسېدلي دي.

د فتح د پلاوي مشر محمد او د حماس د پلاوي مشر موسی د فلسطين د بېلا بېلو ډلو په استازيتوب په خپلو ويناوو کې له اوږدې مودې راهيسې د چين له ټينګ ملاتړ او بې غرضه مرستو څخه مننه څرګنده کړه او په نړیواله ټولنه کې يې د فلسطين د عادلانه مقام ورکولو لپاره يې هڅې کړې او هغه يې وستایلې.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د سعودي عربستان د عربيا تلويزيون په خپلې تبصرې کې ويلي چې د چين ډيپلوماتيکه کړنه د دې هېواد د مسؤلانه رويې ښکاندويي کوي چې دا هم د پام او ستاينې وړ اقدام دی.

که مونږ د يو کار د تر سره کولو لپاره هڅې ونه کړو، نو خامخا به د بهير پر ستونزو ښه پوه نه شو. که نړيوال د فلسطين د داخلي تضادونو په اړه معلومات ولري، نو د يادې اعلامیې د لاسليکولو پر ارزښت  او په دې برخه کې د چين د هڅو پر اهميت به ښه پوه شي.

په ۲۰۰۷م کال کې د فلسطين د فتح او حماس ترمنځ د سختو نښتو له امله د غزې تړانګه د اردن سيند له لوېديځې غاړې څخه جلا شوې وه. تر هغه وروسته د نړيوالې ټولنې په تېره بیا د عربي هېوادونو سازمان څو ځلو منځګړيتوب وکړ او د دوی ترمنځ د جوړجاړي څو تړونونه لاسلیک شول، خو دغه تړونونه يوازې له يادو دوو ډلو سره تړاو لري او پکې نورې فلسطيني سياسي ډلې بې برخې شوې دي. په دې وروستیو کې د فلسطين د ټولو څوارلسو سياسي ډلو استازي په لومړي ځل په بېجينګ کې را غونډ شول او د جوړجاړي خبرې اترې يې وکړې. له دې څخه څرګندېږي چې دغه ډلې د فلسطین په داخل کې د چین په منځګړیتوب ګډ توافق ته رسېدلې دي.

دا د پاملرنې وړ خبره ده چې ګډونوالو ډلو په دغو خبرو اترو کې په کلکه غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک له مخې باید يو خپلواک فلسطين هېواد جوړ شي چې پلازمېنه به يې بیت المقدس وي او دا خبره ډېره د اهمیت او ارزښت وړ ده.
دا ښيې چې د چين په منځګړیتوب د فلسطين ټولو ډلو یو منطقي دریځ غوره کړی دی.

پوښتنه دا ده چې هغوی ولې په بېجينګ کې داخلي جوړجاړې ته رسېدلي دي؟ دا چې چین د فلسطين په مسئله کې هېڅکله شخصي ګټې نه لري او تل يې له سولې او عدالت څخه ملاتړ کړی. د تېر کال په اکتوبر کې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو د نوي پړاو له پيلېدو راهيسې، د چين دولت رئیس شي جين پینګ څو څو ځلې په دې اړه ويناوو کې د جګړې له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کړې چې سمدلاسه اوربند وکړي او د شخړو د منفي اغيزو د پراخوالي مخه ونيسي او د دې ترڅنګ يې پر دې ټينګار کړی چې د شخړو د له منځه وړلو بنسټيزه لاره د دوو هېوادونو د لايحې پلي کول دي تر څو د فلسطين مسئله ژر تر ژره په هر اړخيزه، عادلانه او دايمي توګه حل شي. چين د م.م په امنيت شورا کې تل د فلسطين ترڅنګ ولاړ دی او د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د ماموريت په مودې کې يې په خپلو هڅو سره د يادو شخړو د لرې کولو په موخه د ښکليو خواوو د اوربند لومړی پرېکړه ليک تصويب کړې دی. دا ځل چين د بېجينګ په خبرو اترو کې د غزې د اوسنيو ستونزو پر وړاندې هم د درېیو اقداماتو وړاندیز کړی چې د فلسطين د بېلا بېلو سياسي ډلو له خوا ومنل شو.

په حقیقت کې چين تل په واقعي توګه د منځني ختيځ د سولې او پرمختګ لپاره د سيمې له هېوادونو سره مرستې کړې او کوي يې او تل د عربي هېوادونو صميمي او د باور وړ دوست دی. البته د فلسطين داخلي تضادونه به سمدلاسه لرې نه شي او د بېجينګ اعلامیې د پلي کولو په ترڅ کې به هم ځينې ستونزې شتون ولري، خو چين به په دوامداره توګه د سولې او عدالت لپاره خپل اواز پورته کړي او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د سوله يیز بهير د پرمخ بیولو لپاره به نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

Previous Post

د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه یو شمېر هوکړې لاسلیک شوې

Next Post

چين : اټومي وسله لرونکي هېوادونه بايد يو پر بل لومړی اټومي وسله ونه کاروي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين : اټومي وسله لرونکي هېوادونه بايد يو پر بل لومړی اټومي وسله ونه کاروي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لي چيانګ: په چين کې پانګونه د ښه راتلونکي تضمين دی

لي چيانګ: په چين کې پانګونه د ښه راتلونکي تضمين دی

مارچ 31, 2023
د اوبو او انرژۍ وزیر؛ له عزیزي ګروپ سره د ۱۰ زره میګا واټه برېښنا د چارو پر چټکتیا خبرې کړې

د اوبو او انرژۍ وزیر؛ له عزیزي ګروپ سره د ۱۰ زره میګا واټه برېښنا د چارو پر چټکتیا خبرې کړې

سپتمبر 29, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ