چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې امريکايانو د امريکا د ماليې وزیرې په څرګندونو خندلي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 30, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د ماليې وزیرې جېنیټ ايلين یوه اقتصاد پوهه ده، خو نوموړې پدې وروستيو کې د اقتصادي قانون پرخلاف څرګندونې کړي او په انټرنېټ کې پرې خلکو خندلي دي.

جېنیټ ايلين د امريکا په جیورجيا ایالت کې د فوتوالټيک بيټرۍ له يوې فابریکې څخه د لېدنې پر مهال ويلي، چې د چين د نوې انرژۍ د توليداتو توليدي توان له بازاري اړتياوو ډېر زیات دی، چې له امله یې په نړۍ کې د نوې انرژۍ د توليداتو په بیو او تولیدي موډل کې غير عادي بدلونونه رامنځته شوي او د امريکايي تصديو او کارګرانو ګټو ته زيان رسېدلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

جېنیټ ايلين ویلي، چې هغه به اقدامات غوره کړي ، څو امریکايي کمپنیو او کارګرانو ته په عادلانه سيالیو کې د ګډون زمينه برابره کړي.

د جېنیټ ايلين پر يادو څرګندونو ډېرو امريکايانو خندلي دي. ځينو انټرنېټ کاروونکو په  تبصرو کې ليکلي: امريکا په لومړيو کې پدې باور وه، چې چين د پاکو انرژیو د کارولو په برخه کې هڅه نه کوي، خو اوس يې بيا شکايت کړی، چې چين په همدې برخه کې ډېر کارونه کړي. ولې امریکا خپل تمرکز پر خپل کار نه، بلکې پر نورو هېوادونو کوي.

ځينو نورو انټرنېټ کاروونکو بيا ويلي: که امریکا د سیالۍ ګټې پیدا کړي، دغه هېواد به له نورو هېوادونو وغواړي، چې د ازاد بازار د اصولو مراعات وکړي، که ګټې يې  نه وي، نو سوداګريز پروټېکنیزم يا د سوداګرۍ د حمايت غوښتنې څپه به پورته کړي.

د امريکايي انټرنېټ کاروونکو يادو څرګندونو د ځينو امريکايي سياستوالو منافقت او دوه ګونی معيار رسوا کړی دی.

په حقیقت کې چين د زرغون پرمختګ يا د چاپېريال ساتنې لپاره د ګټور پرمختګ ډېرې هڅې کړې دي. چين د نړۍ په لویو هېوادونو کې تر ټولو مخکې موخې ټاکلي، چې له ۲۰۳۰م کال مخکې به په خپل هېواد کې د کاربن ايستلو اندازه اوج ته ورسيږي او له ۲۰۶۰ م کال مخکې به د کاربن خنثی کولو بهیر بشپړ کړي.

په ۲۰۲۳م کال کې د چين برېښنايي موټرونه، د ليتيم بيټرۍ او د سولر بیټرۍ نورو هېوادونو ته ډېرې صادرې شوي او د صادراتو عمومي ارزښت يې يو ټريليون او ۶۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی، چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال په پرتله ٪۳۰ زياتوالی ښيي.

چين د خپل پرمختګ ترڅنګ له نورو هېوادونو سره د زرغون پرمختګ مرسته هم کوي. چيني تصدۍ سي اي اي سي (CEEC) د سعودي عربستان د مکې په جده ښار کې د الشبه فوټووالټيک برېښناکوټ د جوړولو په هڅه کې ده. دغه بریښناکوټ به د ۲۸۲ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه کيلوواټ برېښنا د تولید ظرفیت ولري او د کاربن د ايستلو اندازه کې به د ۲۴۵ ميليونه ټنو کموالی راولي.

د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ وړاندوينه کړې، چې په ۲۰۳۰ م کال کې به د نړۍ د تجدید وړ انرژۍ یوازې د ٪ ۸۰ جنراتورونو د درولو اړتياوې پوره کولی شي. د چين رسمي شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د دغه هېواد د برېښنايي موټرونو د توليد او پلور اندازه په جلاجلا توګه ۹ ميليونه او ۵۸۷ زره عرادې او ۹ ميليونه او ۴۹۵ ميلیونه عرادې ښودل شوې. دغه راز په دغه هېواد کې د بېلابېلو ډولو بيټریو د توليد او پلور اندازه په جلاجلا توګه ۷۷۸.۱GWh او ۷۲۹.۷ GWh ښودل شوې ده. دغو شمېرو ثابته کړې، چې هغه څرګندونې بيخي بې اساسه او له حقیقت لېرې دي، چې وايي د چين د نوې انرژۍ د توليداتو توليدي توان له بازاري اړتياوو ډېر زیات دی.

سپينې ماڼۍ څه موده مخکې د انفلاسيون د کمښت قانون خپور کړ، چې له مخې يې که امريکايي مشتريان د چيني تصديو لخوا بسته بندې او توليد شوې بيټرۍ واخلي، نو له ۷۵۰۰ امريکايي ډالرو مالياتو څخه به معاف نه شي.

د امريکا ورته ډوله مقرراتو په نړيوال بازار کې عادلانه سيالۍ له ستونزو سره مخ کړې، نړيوال تولیدي او اکمالاتي ځنځيرونه یې خراب کړي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان او بازاري اقتصاد له اصولو څخه یې هم سرغړونه کړې ده، چې د امريکا د متحدينو په ګډون د ډېرو هېوادونو لخوا په کلکه غندل شوي دي.

د امريکا د مشهور فکري مرکز بروکينګس موسسې يو کارپوه وايي، که امريکا او چين د پاکو انرژیو د تخنيکونو په برخه کې ګډې همکارۍ وکړي، نو د کاربن د ايستنې په کمښت کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور په زياتولو کې ډېره مرسته کولی شي، که دواړه هېوادونه ګډې همکارۍ ونه کړي او يو بل سيال وګڼي، نو د نړيوال اکمالاتي ځنځير او  د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره د نړۍ ګډې هڅې به له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

اوسمهال د نوې انرژۍ په برخه کې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېر امکان لري. د چين او امريکا مشرانو تېر کال د امریکا په سان فرانسیسکو ښار کې سره وکتل او د اقليمي بدلون د مخنيوي په برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو د پیاوړتيا اعلاميه خپره کړې ده. ځينې امریکايي سیاستوال دې د چين لخوا برابر شوي فرصتونه وګوري او د اقتصادي قانون مراعات دې وکړي، څو د خپل هېواد د پاکې انرژۍ د پرمختګ سمه لار پيدا کړي.

Previous Post

له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۴۹ زره سوالګر ټول شوي

Next Post

شي جين پينګ د سينيګال نوي منتخب ولسمشر ته د مبارکۍ پیغام ولیږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د سينيګال نوي منتخب ولسمشر ته د مبارکۍ پیغام ولیږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جي شل هېوادونه؛ راتلونکو دوو ورځو کې پر افغانستان غونډه کوي

جي شل هېوادونه؛ راتلونکو دوو ورځو کې پر افغانستان غونډه کوي

سپتمبر 26, 2021

Play American Flash Roulette Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved