چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې امريکا يو ځل بيا د کرونا وبا د ريښې د لټون سياسي غوښتنه وړاندې کړې؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 27, 2023
in نړیوال خبرونه
0
ولې امريکا يو ځل بيا د کرونا وبا د ريښې د لټون سياسي غوښتنه وړاندې کړې؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا حکومتي ادارو، سياستوالو او خبري رسنيو په دې وروستيو کې يو ځل بيا د چين د بدنامولو په موخه د کرونا وبا د ريښې د لټون په اړه زاړه غږونه راپورته کړي.

وال سټريټ ژورنال څو ورځې مخکې د يوه هغه راپور په قول، چې د امريکا د انرژۍ وزارت له خوا سپينې ماڼۍ او کانګرس ته وړاندې شوی، خبر ورکړ چې” د کرونا وبا ممکن د چين له لابراتوار څخه خپور شوی وي. “ ورپسې د امريکا لويو او مهمو خبري رسنيو همدغسې خبرونه خپور کړل او په چين کې د امريکا سفير بورنس او د امريکا د تحقيق فدرالي ادارې مشر کريستوفر رای يو پر بل پسې ورته خبرې وکړې. د خندا وړ ټکی دا دی، چې د امريکا د انرژۍ وزارت خپل دغه راپور ته د ټيټ باور درجه ورکړې، ځکه د دغه راپور معلومات نيمګړي او شکمن دي او دقيق استدلال نه شي برابرولی. دا ښيي، چې امريکا له شهادت پرته تش په نوم راپور د دغه هېواد لويو خبري رسنيو ته ورکړی او د دې راپور له لارې يې د کرونا وبا د سرچينې په اړه بې ځايه معلومات خپاره کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې امريکا د کرونا وبا د سرچينې په اړه چين ته د بې ځايه تور د لګولو هڅې کړې.  د امريکا حکومت په ۲۰۲۱م کال کې له استخباراتي ادارې څخه غوښتنه وکړه، چې په ۹۰ ورځو کې د کرونا وبا د ريښې او سرچينې د لټون تش په نوم راپور جوړ کړي.  په دغه جوړ شوي راپور کې د “ممکن” په څېر کلېمې ډېرې دي او نړيوالې ټولنې وويل، چې دغه راپور هېڅ د باور وړ معلومات نه دي وړاندې کړي.

د امريکا د ۲۰۲۱م کال سياسي ډرامه ناکمه شوې، نو ولې دغه هېواد يو ځل بيا ورته زړه موضوع راپورته کړې؟

نيويارک ټايمز يادې پوښتنې ته ځواب ورکړ، چې وايي، (( زهرناک سياست)) د امريکا د دغې کړنې سبب دی. د روان کال په پيل کې د امريکا د استازو مجلس منتخب مشر کيون مکرسي له لوړې وروسته په خپله لومړۍ وينا کې وويل، چې د کرونا وبا د ريښې د لټون پلټنه به پيل کړي. ويل کېږي، چې د جمهوريپال ګوند د استازو مجلس له کنټرول وروسته هڅه پيل کړې، چې د کرونا وبا د ريښې لټون په اړه د سياسي غوښتنې له لارې د چين پر ضد کلکه رويه وښيي، څو له ډيموکرات ګوند سره سيالۍ کې مخکښ شي.

په امريکا کې د چين پر ضد نظريې تش په نوم سياسي دسيسې دي او رښتينی غږ نه دی. د روانې مياشتې په پيل کې د امريکا د استازو مجلس د کرونا چارو کمېټې د کرونا وبا د سرچينې په اړه د ګواهي اورېدلو لومړۍ ناسته تر سره کړه. ځينو برخه والو کارپوهانو وويل، چې په دغه ناسته کې له لابراتوار څخه د کرونا وبا د خپرېدو پرته پر نورو نظريو بحثونه د منلو وړ نه وو.

سربېره پر دې، د امريکا حکومت د خپلو دندو د بې غورۍ د پټولو لپاره د کرونا وبا د ريښې لټون مسئله کارولې. اوس امريکا د ډزو پېښو د ډېروالي، نژادي توپير د سختوالي او د پولي تورم د لوړالي او د پولي بازار د ناآرامۍ په شمول له ډېرو ستونزو سره مخ ده او امريکايي سياستوال د دغه وضعيت پر وړاندې د خلکو د پاملرنې اړول غواړي.

د چين په اړه د امريکا ستراتيژيکې اندېښنې له دغه سياسي ډرامې څخه په ډاګه شوې دي. امريکا د سړې جګړې د مفکورې او پر چين د ناسمې پېژندنې له امله چين خپل لومړی سيال بللی او په هره برخه کې يې د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره هڅې کړې او کوي يې چې پر چين د بې ځايه او بې بنسټه تورونو لګول د امريکا يوه طريقه ده.

امريکا په تېرو دريو کلونو کې د کرونا وبا د وقايې په چارو کې ډېر شکمن ګامونه پورته کړي، هېڅکله يې د روغتيا نړيوال سازمان د کارپوهانو ډلې ته د کرونا وبا د ريښې لټون په اړه د همکارۍ بلنه نه ده ورکړې او د کرونا وبا د خپرېدو وختي معلومات يې نه دي خپاره کړي. د امريکا د فورټ ډيټريک لابراتوار، د شمالي کارولاينا پوهنتون بيولوژيکی لابراتوار او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د امريکا څه باندې ۲۰۰ بيولوژيکی لابراتوارونه د نړيوالې ټولنې له شکونو سره مخ دي. امريکا بايد د نړيوالې ټولنې پلټنو ته دغه لابراتوارونه پرانيزي.

د ويروس د ريښې لټون علمي کار دی او بايد تر سياسي لاسوهنې لاندې نه ځي. امريکا دغې مسئلې ته د سياسي رنګ ورکولو له لارې خپلې ستونزې نه شي حلولی.

Previous Post

کابل ښاروالۍ تېر کال له څلور میلیارده افغانیو ډېر عواید راټول کړي

Next Post

په هونان کې د چیني شکله ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ساتنې سمینار ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

په هونان کې د چیني شکله ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ساتنې سمینار ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د جرمني له لومړي وزیر اولف شولز سره وکتل

اپریل 16, 2024

Free Spins With No Deposit Required New Zealand

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved