چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې د امريکا حکومتي پور بيا د قانوني پور حد ته رسېدلئ؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 3, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا د ماليې وزيرې جانيټ يلون د مې په لومړۍ نېټه کانګرس ته خبرداری ورکړی چې د امریکا حکومت پور اخيستلو ته په کتو سره د هېواد پور به يې ښايي د جون په لومړۍ نېټه د قانوني پور حد ته ورسېږي. که کانګرس يې د قانوني پور حد د لوړوالي لپاره قانون جوړ نه کړي، نو هېواد به يې بيا بېرته پور ورکوونکو ته پيسې نه شي ورکولی.

امريکا په نړۍ کې لومړی لوی اقتصاد بلل کېږي او د امريکايي ډالرو د چاپونې حق لري. ايا دا ځل امريکا دغه ستونزه لرې کړې؟ ولې د امريکا حکومتي پور بيا د قانوني پور حد ته رسېږي؟ ولې همدغه بحران د نړيوال اقتصاد د بې ثباتۍ لوی لامل شوی دئ؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

يلون د امريکا د کانګرس د دوو مجلسونو او ګوندونو مشرانو ته د يوه پيغام په استولو سره ور څخه غوښتنه کړې چې د امريکا د ویاړ ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي. تر هغه وروسته د امريکا ولسمشر جوبايډن د استازو مجلس د مشر جون مکارتي په شمول څلورو ګوندي مشرانو ته بلنه ورکړې چې د مې په نهمه نېټه په دې اړه سلا مشوره وکړي.

د روان کال د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د امريکا حکومتي پور ۳۱۴۰۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه رقم قانوني پور حد بلل کېږي. د دې هېواد د ماليې وزارت بېرته پور ورکوونکو ته د پيسو د نه ورکولو د مخنيوي لپاره ځینې غير عادي تدبيرونه نيولي دي د بېلګې په توګه فدرالي حکومت يې يوازې په کليدي برخو کې پيسې لګولې دي.

د امريکا د استازو مجلس د اپرېل په ۲۶مه نېټه د جمهوريپال ګوند له خوا وړاندې شوې يوه تقنیني مسوده تصويب کړه چې له مخې به يې په راتلونکو لسو کلونو کې د فدرالي حکومت مالي لګښت ۴۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره کم شي او د پاکې انرژۍ په هکله د مالياتو د کمښت تګلاره به هم لغوه شي. د دې حالت پر وړاندې به د امريکا کانګرس د قانوني پور حد لوړ کړي چې ۱۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته به ورسېږي.

سپينې ماڼۍ داسې وويل چې ولسمشر به يې د مې په نهمه نېټه پر دې ټينګار وکړي چې کانګرس بايد له شرايطو پرته د قانوني پور حد لوړ کړي. خو  اوسنۍ سياسي فضا او نوي حالت ته په کتو سره د ده هيله به ماته شي.

د امريکا کانګرس د فدرالي حکومت له خوا د پور اخيستلو لپاره د قانوني پور حد ټاکلی و. که دغې سرې کرښې ته ورسېږي، نو د امريکا د ماليې وزارت نه شي کولی چې سپينې ماڼۍ ته د پور اخيستلو صلاحيت ورکړي.

د يوه مالي نظم په توګه د قانوني پور حد د امريکا د حکومتي کريډيت او د امريکايي ډالرو د تسلط  د ساتلو لپاره یوه مهمه دروازه ده چې د امريکا له بنسټيزو ګټو او د ملي برخليک سره تړاو لري. نو د دغه نظم جوړول او دوام  يوه تاريخي او عملي اړتيا ده.

له لومړۍ نړيوالې جګړې نه مخکې هر کله چې سپينې ماڼۍ کافي بودجه نه درلوده، کانګرس يې همېشه پورونه اخيستي وو، خو د لومړۍ نړيوالې جګړې په موده کې او تر جګړې وروسته په ډېرو کلونو کې مالي لګښتونه په پر له پسې توګه زيات شوي او ورسره حکومتي پورونه هم زيات شوي دي. د امريکا کانګرس په ۱۹۳۹م کال کې د قانوني پور حد ټاکلی چې ۴۵ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی و. خو تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د امريکا حکومت تل له خپل عايد څخه ډېرې پيسې لګولې چې له امله يې څو څو ځله د پورونو د بېرته ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوه.

د پخوانیو دوو فدرالي حکومتونو لګښتونه ډېر و. ډونالډ ټرمپ د مالياتو د کمښت لپاره ډېرې هلې ځلې کولې او جوبايډن د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو لپاره هڅې کړې او کوي يې. په ورته وخت کې پوځي لګښت هم زيات شوی او د کرونا وبا له امله روغتیایي لګښت هم ډېر شوی دی، نو له امله يې د فدرالي حکومت پور بيا د قانوني پور حد ته رسېږي.

د شننکو په اند د ډالرو مقام چې په نړۍ کې د زېرمې پيسو په توګه ګڼل کېږي، د امريکا د فدرالي حکومت د پور بېرته ورکولو پر توان باندې د بېلا بېلو هېوادونو له باور سره تړاو لري. که امريکا پر وخت بېرته خپل پورونه ورنه کړي. نو همدا به نه يوازې امریکايانو ته بلکې پر ډالرو او امريکايي پورونو د نړيوال بازار پر باور زيانونه ورسوي او نړيوال پولي سيستم به هم له ستونزو سره مخ شي.

Previous Post

کندهار کې د سوء شکل ماشومانو وړیا درمنله کيږي

Next Post

شي جين پينګ د چين د کرنيزو چارو پوهنتون ځوان محصلينو ته پيغام ولېږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د چين د کرنيزو چارو پوهنتون ځوان محصلينو ته پيغام ولېږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

گراهام: د بایډن بې کفایتۍ افغانستان کې فاجعه جوړه کړه

گراهام: د بایډن بې کفایتۍ افغانستان کې فاجعه جوړه کړه

اکتوبر 26, 2021
وانګ يي د امريکا ولسمشر د نړيوالو اقليمي تګلارو له لوړ پوړي سلاکار سره وکتل

وانګ يي د امريکا ولسمشر د نړيوالو اقليمي تګلارو له لوړ پوړي سلاکار سره وکتل

سپتمبر 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ