سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه د برېکس د غړيتوب تمه لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0
ولې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه د برېکس د غړيتوب تمه لري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د برېکس د غړيو هېوادونو د مشرانو ۱۶مه سرمشريزه د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې پيل او په ۲۳مې نېټې پای ته ورسېده. دا د نويو غړيو له منلو وروسته د دغه سازمان لومړۍ سرمشريزه وه.

له تېرو څو کلونو راهيسې د برېکس د همکاريز ميکانيزم جاذبه قوه پياوړې شوې او ډېرو هېوادونو يې غړيتوب ته لېوالتيا ښودلې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تايلنډ د روان کال په جون کې د برېکس د غړيتوب رسمي غوښتنه وکړه او يوه میاشت وروسته يعنې په جولای کې د ماليزيا صدراعظم انور ابراهيم هم د دغه سازمان د غړيتوب هيله وښوده او ويې ویل، چې حکومت يې د برېکس نوبتي هېواد ته په دغه سازمان کې د غړيتوب غوښتنليک وړاندې کړی دی.

ښايي د برېکس غړي د روانې میاشتې په پای کې د يادو دواړو هېوادونو غوښتنليکونو ته منظوري ورکړي.

د لاوس، ويتنام، کمبوډيا او ميانمر په شمول د جنوب ختيځې اسيا نورو هېوادونو هم په برېکس کې د ګډون هيله څرګنده کړې ده. د لاوس د پلان او پانګونې مخکيني وزير په ۲۰۲۳م کال کې رسنيو ته ويلي وو، چې حکومت به يې په برېکس کې د غړيتوب غوښتنليک تر جدي فکر لاندې ونيسي. هممهال د ميانمر د پانګونې او بهرنيو اقتصادي اړيکو وزير هم په برېکس کې له غړيتوب سره د دغه هېواد لېوالتيا ښودلې وه او ويلي يې وو، چې حکومت يې د برېکس د غړيو هېوادونو د پرمختګ په اړه څېړنې کوي او په ورته وخت کې ويتنام هم په دغه سازمان کې د ګډون د چارو په اړه د څېړنې خبر ورکړی و.

د دغو هېوادونو يادې مثبتې رويې د برېکس له مفکورو او نظرونو سره تطابق ښيي او د دې ښکارندويي هم کوي، چې په نړيوال ډګر کې به د برېکس اغېزه لا لوړه شي.

شمېرې ښيي، له ۳۰ زياتو هېوادونو په برېکس کې د غړيتوب هيله څرګنده کړې ده.

ولې ډېر هېوادونه د برېکس غړيتوب ته لېواله دي؟

يادې پوښتنې ته لومړی اسان ځواب دا دی، چې د برېکس همکاريزې رويې د ډېرو هېوادونو لېوالتيا راماته کړې او د دوی ملاتړ یې ترلاسه کړی دی. برېکس د هغو هېوادونو په خلاف، چې د کوچنیو کړيو يا پارټبازيو د جوړولو شوق لري، د ورخلاصون، ټولشموليت، همکاريو او ګډ پرمختګ پر رويې ټينګار لري او غړو هېوادونو ته يې توان ورکړی، چې په نړيوالو همکاريو کې برابر او عادلانه ګډون وکړي. دغه ټکي يې د پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېر جذابه قوت لري.

چين او د اسيان غړي هېوادونه د همکاريو پياوړتيا ته اهميت ورکوي او اسيان له تېرو څو کلونو راهيسې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاريو د هڅولو او له پرېکون سره د مخالفت په برخو کې مثبت رول لوبولی دی.

يادې پوښتنې ته دوهم ځواب داسې ورکولی شو، چې د برېکس د غړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو چارو کې همکارۍ مخ پر زياتېدو دي.

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په نهو مياشتو کې د برېکس هېوادونو د سوداګرۍ اندازه په نړيوال سوداګريز حجم کې له يو په پنځمې برخې څخه اوښتې او په همدې مودې کې د چين او د برېکس د نورو غړو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ٪ ۵.۱ زياته شوې ده. چين په تېرو ۱۵ کلونو کې د اسيان د لومړي سوداګريز ملګري مقام ساتلی او اسيان بیا په تېرو ۴ کلونو کې د چين لومړی سوداګريز ملګری پاتې شوی دی. د دواړو خواوو ترمنځ د صنعتي او عرضې ځنځيرونو همکارۍ انعطاف منونکې او په تېره بيا د برېښنايي موټرو په شمول د نويو صنعتي چارو همکارۍ يې د چټک پرمختګ په حال کې دي او د نورو برخو همکارۍ يې هم را پارولې دي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ تېر کال د برېکس مشرانو ۱۵مې سرمشريزې ته ويلي وو: (( موږ بايد د ورخلاصون، ټولشموليت، همکارۍ او ګډ پرمختګ په بڼه د برېکس پر روحيې ټينګار ولرو، په دغه سازمان کې د نورو زياتو هېوادونو غړيتوب ته باید اجازه ورکړو او په ډېر دقت باید د نړيوالې ادارې د عادلانه او معقول کېدو لپاره پياوړې هڅې وکړو. ))

چين غواړي د پرمختګ پر لارې له نورو هېوادونو سره د لوی برېکس د سالم او دايمي پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي، د پرمختيايي هېوادونو د ځاني پياوړتيا نوې پاڼه ورسره پرانيزي او په ګډه ورسره نړيواله سوله او پرمختګ پياوړي کړي.

Previous Post

ولې د بريکس جذابيت په ډيريدو دی؟

Next Post

چین د برېکس د راتلونکي پرمختګ لوری روښانه کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د برېکس سرمشریزه نن د روسیې په کازان ښار کې پیلیږي

چین د برېکس د راتلونکي پرمختګ لوری روښانه کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نن د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نن د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

اگست 28, 2024
بېجينګ: د بنګلادېش بهرنيو چارو وزير خلیل رحمن به چين ته سفر وکړي

بېجينګ: د بنګلادېش بهرنيو چارو وزير خلیل رحمن به چين ته سفر وکړي

مې 5, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ