چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې لي سين لونګ د چين پر راتلونکي باور ښودلی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 28, 2024
in نړیوال خبرونه
0
ولې لي سين لونګ د چين پر راتلونکي باور ښودلی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سينګاپور مخکېني صدراعظم لي سين لونګ په دې وروستيو کې له چين څخه ليدنه کړې او څرګندونو يې د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.

نوموړي چين ته د سفر پرمهال ويلي، د دغه هېواد پرمختګ پر سل کلن پلان پسې تړاو او اقتصاد يې ډېر پرمختیايي امکانات لري او د عصري کېدو پرمختيايي لاره يې پيدا کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

لي سين د چين پر راتلونکي پوره باور ښودلی او په خبره یې، دغه هېواد به خپل پرمختګ او سمسورتيا وساتي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره به لا زيات خدمتونه وکړي.

نوموړي د ورخلاصون، همکاريو، نړيوالې سولې او پرمختګ د پرمخبېولو په برخه کې د چين د هڅو هراړخيزه ارزونه کړې او د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ د کمزورتيا په تړاو نظرونو سره يې مخالفت ښودلی دی.

لي سين لونګ د سينګاپور صدراعظم و او د روان کال په مې کې يې دنده پای ته رسېدلې ده او تر هغه وروسته يې په لومړي ځل چين ته سفر کړی او د دغه هېواد له سو جو، بېجينګ او شانګهای ښارونو څخه يې ليدنه کړې ده.

 ښاغلي لي سين لونګ يو مشهور تجربه لرونکی سياستوال او د چينايانو پخوانی ملګری دی او د ماموريت په مودې کې يې شاوخوا لس ځلې چين ته سفرونه کړي دي. د چين د پرمختیايي لارې او د بهرنيو تګلارو په هکله د ده او د ده د پلار شننو د نړيوالې ټولنې د سم تفاهم او پېژندګلوي لپاره مثبت رول لوبولی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له لي سين لونګ سره د ليدو پر مهال د دواړو هېوادونو د همکاريو لپاره د ده ملاتړ او هڅې ستايلي او د دوه اړخيزو همکاريو د دوام لپاره يې د نوموړي د هڅو هرکلی کړی دی.

لي سين لونګ د چين پر راتلونکي پوره باور ښودلی او ويلي يې دي، چې سينګاپور به له چين سره همکارۍ لا پياوړې کړي او د چيني شکله عصريتوب په جريان کې به فعال ګډون وکړي.

ولې ښاغلي لي د چين پر راتلونکي پوره باور ښودلی؟

دا د سينګاپور او چين د خپلمنځي همکاريو پر برياليو تجربو او د چين د ټولنيز او اقتصادي پرمختيايي تمايل په اړه د لي سين لونګ پر ژور او هراړخيز څار پسې تړاو لري او دغه راز نوموړي د اقتصاد د نړيوال کېدو، د ورخلاصون او اصلاحاتو د ژورتيا او د نړيوالو همکاريو د پرمخبېولو په برخو کې د يوه لوی هېواد په توګه د چین مسؤلانه رويه او کړنې هم درک کړې دي.

سينګاپور د چین د ورخلاصون او اصلاحاتو په جريان کې ژور ګډون لري.

د چين او سينګاپور صنعتي سيمه دېرش کاله دمخه په سو جو ښار کې جوړه شوې، چې اوس پر ابتکاري سيمې بدله شوې او د دواړو هېوادونو د همکاريو نمونه بلل کېږي.

سينګاپور له يوې خوا د چين له پرمختيايي تجربو ګټې اخيستي او له بلې خوا یې د چين د کرنې، بازار او اقتصاد د معلومولو فرصت ترلاسه کړی او د دغه هېواد له پرمختیايي ګټو څخه برخمن شوی دی.

چين په تېرې لسيزې کې د سينګاپور تر ټولو لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر بنسټ برياليتوبونه موندلي دي.

همدغو حقيقتونو ته کتو، د لي سين لونګ په شمول د سينګاپور سياستوالو باور ښودلی، چې نور هېوادونه هم د چين او سينګاپور له همکاريزو تجربو او د چين له پرمختګ څخه ګټې اخيستلی شي.

په وروستيو کلونو کې ځينو وګړو د چين د اقتصاد د سقوط پروپاګنډ خپاره کړي او پر همدې لارې غواړي، چې د چين د پرمختګ او ترقۍ مخه ونيسي، خو برعکس د چين اقتصاد ګام په ګام پرمختګ کوي.

شنونکي وايي، د نړيوال اقتصاد د کمزوري تګ پر وړاندې د چين اقتصادي بنسټ لاهم کلک دی او بنسټيز لامل يې دا ښيي، چې د دغه هېواد اقتصاد حياتي ځواک لري.

چين د باکيفيته توليدي ځواک د پارولو لپاره ډېرې هڅې کوي او د ورخلاصون د هراړخيز پراخوالي او د چيني شکله عصريتوب نوی مزل يې پيل کړی دی.

چينايان وايي، (باور د سرو زرو په پرتله ګرانبيه دی).

 په نننۍ نړۍ کې د چين پر راتلونکي د لي سين لونګ ټينګ باور د دغه هېواد پرمختیايي راتلونکی روښانه کړی، چې د نړيوال پرمختیایي تمايل په اړه يې منطقي رويه هم ترې ښکاري. 

Previous Post

میدان وردګو کې له زرګونه اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې

Next Post

شي جين پينګ د چين د عرضې او بازار د همکاريزې ټولنې د جوړېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت مهمه لارښوونه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د چين د عرضې او بازار د همکاريزې ټولنې د جوړېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت مهمه لارښوونه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چارواکي: تېر کال هېواد کې ۱۰۰ تولیدي کارخونو فعالیت پيل کړی

چارواکي: تېر کال هېواد کې ۱۰۰ تولیدي کارخونو فعالیت پيل کړی

جولای 31, 2024
دې هېل: امریکا تل د افغانستان په اړه خیالي او غیر واقعي پرېکړې کړې دي

دې هېل: امریکا تل د افغانستان په اړه خیالي او غیر واقعي پرېکړې کړې دي

فبروري 10, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ