چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې نړيوال سرمايه ګذاران د چين پر بازار باور لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 22, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ولې نړيوال سرمايه ګذاران د چين پر بازار باور لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړیوالو شرکتونو شپږمه سرمشريزه څو ورځې وړاندې د چين د شان دونګ ولایت په چينګ داو ښار کې ترسره شوه. په چين کې د ايټاليې ايني(ENI) ګروپ د نمايدګي رئیس جواني چې په دغه سرمشريزه کې يې ګډون درلود، له سي جي ټي اېڼ سره د مرکې پرمهال چين له فرصتونو ډک او د باور وړ هېواد بللی دی. يه ياده سرمشريزه کې ډېرو نورو ګډونوالو هم د جواني په څېر پر چين باور څرګند کړی او دغه بازار يې مهم ستراتېژيک بازار او بې بديله برتري لروونکی بللی دی.

د نړیوالو شرکتونو په شپږمه سرمشريزه کې چې په چين کې د نړيوالو سرمايه ګذارانو لپاره ځانګړې شوې، د نړۍ د ۶ لویو وچو د ۴۶۵ شرکتونو ۵۷۰ استازو ګډون کړی و او د ۵ ميليارډو او ۹۳۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ۴۰ مهمو پروژو تړونونه پکې لاسليک شوي دي. د يادونې ده چې په دې سرمشريزه کې ۱۳۱ ګډونوالو په لومړي ځل ګډون کړی و چې دغه شمېر د ټولو ګډونوالو ۲۳٪ برخه جوړوي. دغه راز د آسيان، منځني ختيځ او افريقا په شمول د نويو مخ پر وده هېوادونو ګډونوالو شمېر پکې ډېر زيات شوی وو.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په چين کې د جرمني د بوچ شرکت (Boch) د فرعي څانګې رئیس شودا چوان ويلي، د دوی شرکت چين ته اړتيا لري او د دغه هېواد د نوښت فرصتونه او چټک پرمختګ غواړي.

د ښاغلي شوداچوان يادو خبرو په چين کې د بهرنيو تصديو د ګډې هيلې ښودنه کړې، ځکه هغوی د چين له بازار، مستعدو کسانو او د نوښت له زمينو په کار اخيستنې په نړيوالو سياليو کې خپله برتري زياتولی شي.

د نړیوالو شرکتونو په شپږمه سرمشريزه کې د خپور شوي راپور له مخې، له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې په چين کې د لويو بهرنيو صنعتي تصديو د څېړونکو شمېر ٪ ۳۳.۲ زياتوالی او د څېړنو لګښت يې ٪ ۸۶.۵ زياتوالی ښيي.

 د چين بازار لوی بالقوه ځواک ښيي. په ياده سرمشريزه کې ډېر ګډونوال پدې باور دي، چې د بيا استفاده کېدوونکو انرژيو، د سمندري اوبو د خوږولو او له هیدروجن (Hydrogen) انرژۍ د استفادې په برخو کې ډېر چټک پرمختګونه شوي دي. د روان کال په جنورۍ کې د سعودي عربستان د برېښنا او اوبو نړيوال شرکت د چين له دوو تصديو سره د ۳۱۲ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د پانګونې تړونونه لاسليک کړل. برسيره پردې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين د برېښنايي سوداګريزو خدماتو، د فضايي او هوايي الو او تجهيزاتو، کيمياوي درملو او طبي وسايلو او تجهيزاتو  د جوړولو په سکټورونو کې لګول شوې بهرنۍ پانګې په جلاجلا توګه ٪ ۱۴۶، ٪ ۷۴.۹، ٪ ۵۹.۲  او ٪ ۲۰ زياتوالی ښيي.

ثابتې او پرانيستې تګلارې د بهرنیو سرمايه ګذارانو لپاره ډېرې مهمې دي. چين د تولید په صنعت کې بهرنيو سرمايه ګذارانو ته د پانګونې لار پرانيستې او بيا يې د پانګونې په برخه کې خپل مقررات او معيارونه له نړيوالو مقرراتو او معيارونو سره برابر کړي او له ټولو اقتصادي شريکانو ته مساواتو او برابرۍ ته ژمن دی. د ډنمارک ګراندفوس ګروپ (Grundfos Group) تېر کال په چين کې د پمپونو د انرژۍ سپمولو د واحد معیار په ټاکلو کې شراکت وکړ او د دغه ګروپ چارواکي هه ليو يې په چين کې د خپلې تصدۍ د سوداګريزې لارې د پراخولو مهم ګام بللی دی.

چین دغه راز بهرنيو پانګونو ته پرله پسې اسانتياوې او غوره خدمتونه برابروي او له بهرنیو تصديو سره د لاپراخو سوداګريزو لارو په لټولو کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه د بريټانيې استرازنکا شرکت (AstraZeneca) له چيني تصديو سره په ګډه نړيوال طبي صندوق جوړ کړی او تر اوسه يې ۲۷ تصديو ته يې پانګې ورکړې، څو د لا زياتو هېوادونو بازارونو ته خپل توليدات وړاندې کړي. د پاناسونيک (Panasonic) شرکت مشر جاو بينګ ډي وايي، شرکت يې په چين کې ۲۰ نوې پروژې پيل کړې او په چين کې پر خپلې سوداګرۍ ټينګار لري. مکډونالډس شرکت (McDonald’s) پلان لري چې په روان کال کې په چين کې ۱۰۰۰ نوي رسټورانټونه پرانيزي.

دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د يواړخيزم او پروټېکشنيزم څپې راپورته شوې، نړيوالو تصدیو د چين بازار انتخاب کړی، ځکه هغوی پدې ښه پوهيږي، چې د چين له لارې ځانونه له نړيوال بازار سره ښه اتصال کولی شي او د پانګونې ښه راتلونکي به ولري.

Previous Post

د چين مرستيال صدراعظم د روسيې له ولسمشر سره وکتل

Next Post

متقي او سحاق ډار د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
متقي او سحاق ډار د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

متقي او سحاق ډار د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ناټو: افغانستان کې مو حضور په شرایطو پورې تړلی دی

ناټو: افغانستان کې مو حضور په شرایطو پورې تړلی دی

سپتمبر 23, 2020
شمالي کوریا د جاپان لور ته بالستیک توغندی توغولی

شمالي کوریا د جاپان لور ته بالستیک توغندی توغولی

اکتوبر 19, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ