چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

وو يي غرونه څه باندې ۳۹ ميليارډه ډالر ارزښت لري

لیکنه: سپوږمۍ؛ د چین میډیا ګروپ د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 25, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
وو يي غرونه څه باندې ۳۹ ميليارډه ډالر ارزښت لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۲۲مه نېټه د دغه هېواد جنوب ختيځ فو جيان ولايت ته سفر وکړ او هلته یې له ځينو سيمو څخه کاري ليدنې وکړې. نوموړی پخوا هم په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۸ کاله اوسيدلی او هلته یې د ژوند چارې پرمخ وړې دي.

د وو يي غرونو دولتي پارک د فوجيان ولايت په وو يي شان ښار کې دی او د رئیس شي جين پينګ د دغه سفر لومړی تمځای هم همدغه ښار و.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د ملګرو ملتونو يونيسکو سازمان په ۱۹۹۹م کال کې د چين وو يي غرونه د تاريخ او کلتور د نړيوالو ميراثونو په دوو ليستونو کې شامل کړل. د وو يي شان ښار د ايکوسيستم عمومي توليدي ارزښت (GEP) په ۲۰۱۸ کال کې ۲۵۶.۲ ميليارډو يوانو ( کابو ۳۹ميليارډه امريکايي ډالر)څخه اوښتی و.

زما ټاټوبی هم د فو جيان ولايت مرکز فو جو ښار دی، چې وو يي غرونو ته کابو په ۳۵۰ کيلومترۍ کې واقع دی. په ماشومتوب کې به مې له  خپلې مور او پلار سره د وو يي غرونو سيل کاوه، نو په دغه ليکنه کې به تاسو ته وو يي غرونه معرفي کړم.

وو يي غرونه د فو جيان اوسېدونکو، حتی د چينايانو لپاره د وياړ ځای دی. د دغو غرونو منظره لرونکې سيمې عمومي مساحت زر کيلومترو مربع ته رسېږي، چې ۹۶.۷ سلنه ځمکه يې ځنګلونو پوښلې ده. د جغرافيايي پوهانو په نظر، دغه غرونه څه باندې ۸۰ ميليونه کاله مخکې د اور غورځوونکي غرونو د ښوييدنې او د سختې زلزلې له امله رامنځته شوي، نو اوس ځکه ډېرې ځانګړې او لږې ليدونکې طبيعي منظرې لري. د وو يي غرونو په منظره لرونکې سيمې کې کوږ ووږ سيند تېر شوی، سيلانيان په کښتيو کې سپريږي او د سيند د دواړو غاړو په اوږدو کې له په زړه پورې منظرو څخه خوند اخلي او هم په غرونو کې چکر وهي. د غرونو په منځ کې ډېر ځايونه ابشارونه هم تر سترګو کيږي. په دوبي کې دلته د هوا  درجه مناسبه وي او ډېری سيلانيان ورځي او له ښې او سړې هوا خوند اخلي. وو يي غرونه نه يوازې زيات شمېر چينايان، بلکې بې شمېره بهرنيان راجلبوي. د وو يي شان ښار د کلتوري، سپورټي او سيلانيزو چارو ادارې په ۲۰۱۸ کال کې خبر ورکړ، چې دغه ښار په همدې کال څه باندې ۱۵ ميليونه سيلانيان راجلب کړي وو.

وو يي غرونه خورا زياتې طبيعي سرچينې لري. دلته د نړۍ په همدې عرض البلد کې د ځنګلونو تر ټولو بشپړ او لوی مساحت لرونکی ايکوسيستم ساتل شوی، دلته په ځمکې کې تر ساتنې لاندې د ۱۱۴ ډولو قيمتي نباتاتو په شمول ۲۷۹۹ ډوله ګرانبيه نباتات کرل کېږي او د ۵۵۹ ډولو وحشي فقاريه حيواناتو په شمول ۵۱۱۰ ډوله حيوانات ژوند کوي. د بيولوژۍ پوهان په دې نظر دي، چې وو يي غرونه د مرغانو جنت، د ښامارانو دولت او د حشراتو او چينجيو نړۍ ده.

وو يي غرونه د حيرانتيا وړ ښکلې طبيعي منظرې لري او هم ډېر خوندور او مشهور چای پکې کرل کيږي او دلته په چين کې د چای ډېر مشهور توليدونکی ځای دی.

رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۲۲مې نېټې په مازديګر د وو يي غرونو په شاوخوا د يان ځه که په نوم د چای باغ ته ورغی او د چای له کرلو او چمتولو څخه يې ليدنه وکړه. دغه چای باغ څه باندې ۶۶۷ مربع متره پراخوالی لري، چې د شوی شيان او ژو ګوی په نوم دوه ډوله چيني چای  پکې کرل او چمتو کېږي.

برسېره پر دې، په دغه باغ کې لوبيا او ډول ډول سبزۍ هم کرل کېږي او يو مخ په ښه والي ايکولوژيکي دوران پکې رامنځته شوی دی.

دغه راز د دغه باغ د چای توليدي اندازه پر له پسې زياتېږي او کيفيت يې هم لوړېږي.

په وو يي غرونو کې د چين تر ټولو غوره تاريخي کلتورونه هم احساسېږي. کله چې وو يي غرونه د نړيوالو کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل کېدل، يو مهم لامل يې دا و، چې دغه ځای په چېن کې د فلسلفي افکارو زانګو ياديږي. جو شي د چين په تاريخ کې د کنفوسيوس افکارو يو ډېر مشهور او وتلی فيلسوف و او له ۱۱۳۰م کال نه تر ۱۲۰۰م کال پورې يې ژوند کړی دی. دغه فیلسوف ۷۱ کاله عمر درلود، چې کابو ۴۰ کاله يې په وو يي غرونو کې تېر کړي دي. رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه جو شي پارک ته ورغی، فيلسوف جو شي۸۰۰ کاله مخکې په همدغه ځای کې خلکو ته درسونه ورکړي او ليکنې او کتابونه يې ليکلي دي.

تاسو څه اند لرئ؟

ايا دغه شان غرونه، چې په زړه پورې طبيعي منظرې، ځانګړې اقتصادي چارې او غوره تاريخي کلتورونه لري، ۳۹ ميليارډه ډالره ارزښت نه لري؟

راځئ! د وو يي غرونو سيل وکړئ…..

Previous Post

د افغانستان د ژغورنې حرکت خپل موجودیت اعلان وکړ

Next Post

اروپایي ټولنه: د افغان سولې برخه کې امریکا سره همکارۍ ډېروو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
اروپایي ټولنه: د افغان سولې برخه کې امریکا سره همکارۍ ډېروو

اروپایي ټولنه: د افغان سولې برخه کې امریکا سره همکارۍ ډېروو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګري ملتونه: جګړو غزه کې اوولس زره کورونه ویجاړ کړی دي

ملګري ملتونه: جګړو غزه کې اوولس زره کورونه ویجاړ کړی دي

مې 23, 2021
جرمني له افغانستان سره بشري مرستې بندوي

جرمني له افغانستان سره بشري مرستې بندوي

دسمبر 29, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved