د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا د ایران پر ضد پوځي اقدام ته بشپړ چمتووالی درلود، خو د ایران او د منځني ختیځ د ځینو هېوادونو په غوښتنه یې دغه برید د یوې احتمالي هوکړې د فرصت لپاره وځنډاوه. ټرمپ په ټروت سوشال لیکلي، له دوی غوښتل شوي چې له برید څخه ډډه وکړي، ځکه د یوې هوکړې چوکاټ منل شوی دی. د هغه په وینا، په دې هوکړه کې د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول شامل دي. نوموړي زیاته کړې، د نړیوالو ګټو او د یوه بریالي ایران د راتلونکي لپاره یې د برید لغوه کولو پرېکړه کړې، خو دا یې د هوکړې د ژر ترلاسه کېدو په شرط بللې او ویلي یې دي چې اسرائیل هم له دې دریځ سره موافق دی.











