چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ټرمپ ولې د تعرفو لوړولو ته مخه کړه؟

لیکنه: سیدخان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 10, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ټرمپ ولې د تعرفو لوړولو ته مخه کړه؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تاسو ته معلومه ده چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د یو شمېر هېوادونو پر تولیداتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.

فعلا په دې هېوادونو کې کاناډا، مکسیکو او چین هغه هېوادونه دي چې په رسنیو کې يې تر نورو ډېر نومونه اخیستل کېږي.

خو اقتصاد پوهان په دې نظر دي چې ټرمپ به د تعرفو زیاتولو په لړۍ کې خپل متحدین او تجارتي شریکان هم شامل کړي او ډېر ژر به د جرمني، جاپان، سویلي کوریا او ویټنام او آن اروپا په شمول به د ټولې نړۍ پر هغو تولیداتو هم ګمرکي تعرفې لوړې کړي چې امریکا ته صادرېږي.

نو مخکې له دې چې دلته پردې موضوع بحث وکړو لازمه ګڼم چې لومړی دا مسئله له اقتصادي پلوه لږ شرحه کړم.

په تجارتي ادبیاتو کې یوه اصطلاح ده چې « تجاري کسر » بلل کېږي او دا هغه وضعیت ته ویل کېږي چې د یوه هېواد د وارداتو میزان د صادراتو تر میزان زیات وي.

امریکا اوس په حقیقت کې له تجاري کسر سره مخ ده، په دې معنا چې له کاناډا، مکسیکو، چین، جاپان، شمالي کوریا او نورو هېوادونو څخه يې صادرات نسبت وارداتو ته کم دي او اوس غواړي چې د تعرفو په لوړولو سره بهرني هېوادونه دغه هېواد ته د صادراتو کمولو ته اړ کړي او په دې توګه خپل داخلي صنایع د تولید زیاتېدو ته وهڅوي او تجاري کسر رفع کړي.

پر وارداتو د تعرفو وضع کول په حقیقت کې هغه مالیات دي چې پر وارداتي خدماتو او مالونو وضع کېږي او سره له دې چې د صادروونکو هېوادونو لپاره ستونزې جوړوي، خپله د واردوونکو هېوادونو د عامو خلکو او مصرفوونکو لپاره هم د شیانو بيې لوړېږي او ضرر کوي.

د امریکا دا اقدام د تجارت له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې او د خپلو ګټو د تامین لپاره یو اړخیز اقدام ګڼل کېږي.

دغه هېواد چې تر اوسه تقریبا پر ټوله نړۍ باداري کوي نو له خپل دې مقامه د تجارت په برخه کې هم ناوړه ګټه پورته کوي او د نړیوالو تړونونو، منل شویو اصولو او مقرراتو خلاف چې هر څه کې د دوی ګټه وي، هماغسې کوي.

اوس د ټرمپ د تعرفو جګړه اروپا او نورې نړۍ ته هم د پراخېدو په حال کې ده او لمن يې د فولادو او المونیمو نیولې د کمپيوتر تر پورو او درملو پولې پراخېږي.

ټرمپ د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د تعرفو لګولو په مسیر کې په خپل تازه اقدام کې اعلان وکړ چې غواړي د موټرو پر پورزو، نیمه هادي « Semiconductor» شیانو او درملو پر وارداتو هم ۲۵ سلنه تعرفې وضع کړي.

ده د فبرورۍ په ۲۱مه هم د دغه هېواد د سوداګرۍ سکټور استازو ته امر وکړ چې پر ډیجیټلي خدماتو د تعرفو لګول دې بررسي کړي او له دې څخه ښکاري چې دی نیت لري پر ډیجیټلي خدماتو هم تعرفې وضع کړي.

په حقیقت کې ټول نړیوال قوانین د بشر د هوساینې په موخه جوړ شوي چې د تجارت نړیوال قانون هم له دې مستثنی نه دی.

د دې قوانیو په هره ماده بحثونه شوي او پوهانو يې هر اړخ په پام کې نیولی او هغه ضررونه چې د دې قوانیو څخه د سرغړونې په صورت کې بشر ته متوجه کېږي، د ټولو په اړه فکر شوی او بیا د قانون په بڼه تایید شوی.

نو اوس که هر څوک له دې قوانیو سرغړونه کوي، طبیعي ده چې ضرر به يې ټولو ته متوجه کېږي.

د ټرمپ دولت د تعرفو زیاتولو کې په دې اړه هېڅ فکر نه دی کړی چې د نړیوال ځنځير تامین به څنګه کېږي؟ د شیانو د بیو د نوسان له امله به خلکو ته څه زیانونه رسېږي؟

راپورونه وايي چې د امریکا د حکومت له خوا پر بهرنیو تولیداتو د ګمرکي تعرفو په زیاتېدو سره هلته په عمده پلورنځیو کې د شیانو بیې لوړې شوې او ښايي په نړیواله کچه هم د ټرمپ دغه اقدام پر عمومي بازار اغېزه وکړي.

د امریکا له درېیو سترو تجارتي شریکانو، کاناډا، چین او مکسیکو سره د دغه هېواد د تعرفو جګړو د امریکا پر عوایدو او کاري فرصتونو منفي اغېزه کوي او د بیو نوسان زیاتوي ځکه دغه هېواد به خامخا د نورو هېوادونو له متقابلو اقداماتو سره مخ شي.

چین د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د واشنګټن پرضد د اقتصادي اقداماتو یو پراخ لیست اعلان کړی او احتمال شته چې واشنګټن به د چین له خوا د لا ډېرو متقابلو اقتداماتو سره مخ شي.

نتیجه:

پاس ذکر شویو مواردو ته په پام سره ویلای شوو چې په نړۍ کې د سترو قدرتونو له خوا د تعرفو جګړه به په نړۍوال بازار کې د شیانو بیو د لوړېدو سبب شي، د مصرفوونکو باور به ختم کړي او تجارتي ځنځیر تامین ته به زیان ورسېږي او بالاخره به نړۍ له بدو اقتصادي پېښو سره مخ شي.

لنډه دا چې د امریکا د تعرفو نوې جګړه به نړۍ به یوه ډېر بد او سخت اقتصادي وضعیت سره مخ کړي.

Previous Post

مارک کارني د کاناډا د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

Next Post

اسراییل پر غزې برېښنا پرې کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اسراییل پر غزې برېښنا پرې کوي

اسراییل پر غزې برېښنا پرې کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونسیف: د نړیوالو په مرسته روغتیایي سکتور ژغورل کېدلی شي

یونسیف: د نړیوالو په مرسته روغتیایي سکتور ژغورل کېدلی شي

مارچ 3, 2022
پنجشېر کې د څه باندې ۱۴۳ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د څه باندې ۱۴۳ زره ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 4, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved