چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ټرمپ پر نړۍ د پاچاهۍ په موډ کې

لیکوال: سیدخان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ټرمپ پر نړۍ د پاچاهۍ په موډ کې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته د سپينې ماڼۍ چوکۍ ته د رسېدو په لومړۍ ورځ لسګونه داسې فرمانونه لاسلیک کړل چې ډېری يې پر اقتصادي مسایلو پورې اړه درلوده.

په لومړي قدم کې يې د یو شمېر هېوادونو پر تولیداتو اضافې تعرفې اعلان کړې.

په دغه اضافي تعرفو کې د کاناډا، مکسیکو او چین تولیدات شامل و خو وروسته يې د ټولې اروپا او آن نړۍ د ټولو هېوادونو پر محصولاتو د تعرفو لوړولو خبره وکړه.

د ټرمپ د فرمان له مخې امریکا د کاناډا، مکسیکو او چین پر محصولاتو په ترتيب سره ۲۵، ۲۵ او ۱۰ سلنه تعرفې لوړې کړې.

پر چیني محصولاتو د تعرفو لوړېدل يې د فبرورۍ له لومړیو عملي کړي او د کاناډا او مکسیکو هغه يې بیا د مارچ په ۱۲مه عملي کړل.

ټرمپ دا ځل د تعرفو جګړې وسله يې پر خپلو متحدینو ته پر اوږه کېښوده او هغوی چې د امریکا له پیداښته بیا تر نن پورې يې په نړیوالو مسئلو کې تل د امریکا ننګه کړې، بالاخره د امریکا له ګوزاره خوندي پاتې نشول.

هو هغه اروپا چې هېڅکله يې د امریکا له ملاتړه مخ نه دی اړولی نن يې د اوسپنې، فولادو او المونیمو پر محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفې لوړې شوې دا پرېکړه يې د مارچ له ۱۲مې نېټې عملي بڼه خپله کړه.

ټرمپ یوازې پر اقتصادي مسایلو بسنه ونه کړه، بلکې پښه يې له دې هاخوا هم اوږده کړه او په دغه هېواد کې د کاناډا د مدغمېدو، د پاناما کانال  او ګرینلنډ ټاپو لاندې کولو، د غزې ټرانګې د اخیستلو او له خپل ټاټوبي څخه د فلسطینیانو د ایستلو، د افغانستان د بګرام هوايي ډګر د نیولو او د افغانستان پخواني نظام ته د امریکا له خوا د ورکړل شویو او یا هلته له امریکايي پوځيانو څخه پاتې شویو وسلو د بېرته غوښتلو په شان ځينې داسې څرګندونې يې هم کړې چې ورڅخه دا څرګندېږي چې هغه پر نړۍ د پاچاهۍ خوب ویني!!

دلته پردې بحث نه کوو چې ټرمپ خپل خیالونه عملي کولای شي او کنه، بلکې د تامل ځای د ټرمپ نیت دی چې هغه د دغه هېواد د نورو مشرانو برعکس په ښکاره د نړۍ د مهمو اقتصادي شیریانونو د لاندې کولو خیال په ذهن کې لري.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته بیا تر ټرمپ پورې چې څومره ولسمشران په امریکا کې تېر شوي تقریبا ټولو په پټه همدا د ټرمپ نیت تعقیب کړی، خو له ټرمپ سره يې توپير دا دی چې هغوی به عامه افکار د ډیموکراسۍ، مساواتو، ښځو او ماشومانو حقونو، لږکیو د حقونو او بشري حقونو په شان خوږو او ښو شعارونو په مطرحولو سره تېر ایستل، ځکه دوی هېڅکله په خپل هېواد کې دغه شعارونه نه دي عملي کړي او د دوی په خپل هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونې ډېرې زړه بوږنونکې مسئلې موجودې دي چې کله کله يې یوه نیمه پېښه په رسنیو کې را ښکاره شوې هم ده او ډېرې نورې پټې پاتې دي.

د امریکا د تعرفو جګړه به څه پایلې ولري؟

دا به وخت ثابته کړي چې امریکا به د تعرفو په جګړه کې ګټه وکړي او که زیان خو یو شی چې فعلا روښانه دي دا دي چې په امریکا کې د توکو بیې لوړې شوې، د کار بازار خراب شوی او د بې کارۍ کچه لوړه شوې او دغه راز مشتریان د بیو د لوړېدو له امله زیانمن شوي دي.

ثابته او طبیعي خبره ده چې ټرمپ که له نړۍ سره د تعرفو جګړه پيلوي نو متقابل غبرګونونه او ځوابونه به هم ګوري.

چین چې د نفوس، بازار او اقتصاد له پلوه د نړۍ ډېر لوی هېواد دی، کله چې امریکا د دوی پر محصولاتو لس سلنه تعرفه لوړه کړه، نو بېجینګ په ځوابي اقدام کې د امریکا پر خانو نفتو، اوبلن طبیعي ګاز، زراعتي ماشینرۍ او نورو محصولاتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې تعرفې لوړې کړې.

دا حتمي ده چې د یادو سترو اقتصادي قدرتونو د تعرفو جګړه به د نړۍ اقتصاد او نړیوال تجارت سخت اغېزمن کړي.

همدارنګه په اروپا هم په ګډه د دوی پر محصولاتو د امریکا له خوا د تعرفو زیاتولو په غبرګون کې ویلي چې متقابل اقدام به کوي.

کاناډا او مکسیکو هم پر خپلو محصولاتو د امریکا د تعرفو په ځواب کې د متقابلو اقداماتو خبره کړې.

نو دې ټولو ته په پام سره داسې اټکل کېدای شي چې امریکا به نه یوازې د تعرفو په جګړه کې ګټه ونه کړي، بلکې د اروپا په شان به خپل نږدې دوستان هم له لاسه ورکړي.

Previous Post

مودي: پاکستان د تروریزم او ګډوډۍ رامنځته کولو ځای دی

Next Post

یوه بهرني شرکت د غور په سربو کان پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
یوه بهرني شرکت د غور په سربو کان پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

یوه بهرني شرکت د غور په سربو کان پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د امریکا؛ نیوجرسي کې یو وسله وال ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د امریکا؛ نیوجرسي کې یو وسله وال ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

مې 24, 2021
افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیل خبرې شوې دي

افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیل خبرې شوې دي

اگست 14, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ