پاکستان له امریکا غوښتي چې د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي اسانتیاوو یو چوکاټ رامنځته کړي، څو د دغه هېواد د اقتصادي او پولي ثبات ملاتړ وکړي. د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، له واشنګټن سره د دې غوښتنې په اړه خبرې رغنده وې او اسلاماباد تمه لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د امریکا ځواب ترلاسه کړي. د پاکستان په وینا، د امریکا مالي ملاتړ به د پانګهوالو باور زیات، نړیوالو مالي سرچینو ته لاسرسی اسانه او د خصوصي پانګونې زمینه پیاوړې کړي.













