چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

چين د اقليمي بدلون د مخنيوي او د هوا پيژندنې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره مثبت رول لوبوي

لیکنه: غوټۍ؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
چين د اقليمي بدلون د مخنيوي او د هوا پيژندنې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره مثبت رول لوبوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د هوا پيژندنې نړيوال سازمان د ۲۰۲۱م کال په اګېست کې د یوې نقشې ( له ۱۹۷۰م ـ ۲۰۱۹م کال پورې د هوا، اقليم او اوبو په سختو ناورينونو کې د مړينو شمېرې او اقتصادي زيانونه) په خپرولو سره څرګنده کړې وه، چې په یادې مودې کې په ګردې کرې کې څه باندې ۱۱۰۰۰ طبعيي ناورينونه رامنځته شوي او له امله يې د مړه شويو کسانو شمېر له ۲ ميليونو تنو څخه هم زيات او د اقتصادي زيانونو عمومي اندازه يې ۳۶۴۰ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې وه.

د هوا پيژندنې د نړيوال سازمان شمېرنې ښيي، چې په ټولې نړۍ کې له درېيو کسانو يو کس له اړوند سيستم څخه د اقليمي پېښو پيشبيني نه شي تر لاسه کولای، نو د مختلفو هېوادونو د هوا او اوبو پيژندنې د ادارو، د ناورينونو د اداري څانګو او د پرمختيايي ارګانونو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا به د ناورينونو د پيشبينۍ او مخنيوي او له مصيبت ځپلو سيمو او خلکو سره د مرستې لپاره ګټوره وي.

په ټولې نړۍ کې د کرونا وبا د پر له پسې خپرېدو له امله اوس بېلا بېل هېوادونه له ډېرو سختو ننګونو سره مخامخ دي، نو خلک بايد د ډول ډول ناورينونو د پيشبينۍ، د اقليمي بدلون د مخنيوي او دوامدار پرمختګ په برخو کې مؤثر تدبيرونه ونيسي.

 د هر کال د مارچ ۲۳مه نېټه د هوا پيژندنې له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

 د روان کال د دغې ورځې مطلب ( وختي پيشبيني او مخکښ عمل) دی.

د هوا پيژندنې نړيوال سازمان سرمنشي پيټري ټالاس په همدې ورځ د سي ايم جي له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې د نړۍ ګڼې سيمې د اقليمي بدلون تر منفې اغيزې لاندې راغلي او د هوا، اقليم او اوبو پېښې او ناورينونه پکې د سختېدو په حال کې دي.

د هوا پيژندنې نړيوال سازمان د ملګرو ملتونو د هوا، اقليم او اوبو د رسمي ارګان په توګه ۱۹۳ غړي لري او له لويو دندو څخه يې يوه دا ده، چې خپلو غړو ته د هوا، اقليم او اوبو د څار معلومات او پيشبيني ورکوي، خو اوس د دغه سازمان له غړو څخه يوازې نيمه برخه يې د څو ډولو طبعيي ناورينونو د پيشبينۍ سيستم لري.

د معلوماتو له مخې، په دغه سازمان کې د چين رسمي څوکي په ۱۹۷۲م کال کې بيا اعاده شوې ده.

 ښاغلي پيټري ټالاس په مرکې کې ويلي، چې چين د دغه سازمان د مهم غړي په توګه په ټولې نړۍ کې د دغه سازمان د خدمتي سيستم د بشپړتيا لپاره له ۵۰ کلونو راهيسې ستر رول لوبوي. چين د اقليمي بدلون او د سختو طبعيي ناورينونو د مخنيوي، د هوا پيژندنې د سيمه ييزو، څواړخيزو او دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا، د هوا پيژندنې د تعليم او ښوونې او له وروسته پاتې هېوادونو سره د مرستې په برخو کې ډېر خدمتونه کړي او د لېدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي او اوس د هوا پيژندنې د توان د لوړتيا او د پرمختګ د پياوړتيا خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

ښاغلي پيټري ټالاس زياته کړې، چې هغه په ۲۰۱۹م کال کې د ( يو کمربند او يوه لاره) په تړاو د نړيوالو همکاريو په لومړي عالي رتبه فورم کې ګډون کړی و او په ترڅ کې يې د چين د هوا پيژندنې له ملي رياست سره یو تړون (د چين د هوا پيژندنې ملي رياست او د هوا پيژندنې نړيوال سازمان ترمنځ د سيمه ييزو اقليمي همکاريو د پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د ادارې ليک) لاسليک کړی دی.

 دا تړون به په راتلونکې کې د نړيوال اقتصاد او ټولنې د پر له پسې پرمختګ د پياوړتيا لپاره د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ ژورې کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د هوا، اقليم او اوبو د ناورينونو پيشبيني د کرنيزو توليداتو د زياتوالي، د عامه امنيت د ساتنې او د سر او مال د زيانونو د کمښت لپاره مهم رول لوبوي. که اړوند هېوادونه او سيمه مخکې له مخکې پيشبيني تر لاسه کړي، نو په ځمکني، سمندري او هوايي ټرانسپورټي چارو کې به اړوند زيانونه کم شي او دا چاره د نړۍ د ټولو هېوادونو او خلکو د ګټو د ساتلو لپاره ډېره ګټوره ده.

Previous Post

افغانستان ته د هند د مرسته شويو غنمو انتقال د اپريل تر پايه بشپړيږي

Next Post

افغانستان بانک؛ د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره ۱۲ میلیونه ډالر لیلاموي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post

افغانستان بانک؛ د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره ۱۲ میلیونه ډالر لیلاموي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین له پاکستانه؛ د وروستیو ترهګریزو پېښو د جدي څېړنې غوښتنه کړې

چین له پاکستانه؛ د وروستیو ترهګریزو پېښو د جدي څېړنې غوښتنه کړې

اگست 25, 2021
د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کارموندنې بستونه اعلان ته سپارل شوي

د راستنېدونکو کډوالو لپاره د کارموندنې بستونه اعلان ته سپارل شوي

دسمبر 3, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved