راپورونه وایي، په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیول شوی دی. د چمن ځایي امنیتي مسوولینو هم د نوموړي د نیول کېدو خبر تاید کړی، خو په دې اړه یې نور مالومات نه دي ورکړي. په جنوبي پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم ویلي چې ښاغلی پښتین د پولیسو له لوري نیول شوی دی. منظور پښتین د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي و، چې د سیشنبې په ورځ به د ورکو شویو کسانو د پيدا کېدو لپاره د بلوڅانو په یوه پرلت کې برخه اخلي. نوموړي تېره اوونۍ ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې پرلت والو ته په وینا کې ویلي و، چې د پښتونو سياسي مشران باید تر راولپنډۍ پورې لاریون او هلته د خپلو حقونو غوښتنې لپاره پرلت وکړي. د منظور پښتین نیول کېدو په دغه هیواد کې دګڼ شمېر خلکو غبرګونونه را پارولي او د پاکستان له سرپرست حکومت څخه یې ژر تر ژره د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.












