پاکستان افغانانو ته د ترانزیت ویزو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ټوېټر پاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی هغو افغانانو ته ترانزیت ویزې ورکوي چې د ځینو هېوادونو له لوري د لېږد په موخه دوی ته درېیم هېواد ته د تګ سپارښتنه شوې ده.
دده په خبره دا افغانان کولی شي چې د خپلو رسمي کارونو د پروسس لپاره پاکستان ته لاړ شي او په همدې موخه ورته د ترانزیت ویزې ورکول کېږي. په وروستیو کې یو شمېر افغانان چې له بهرنیو موسساتو او بنسټونو سره یې کار کړی دی، د یادو هېوادونو له لوري ایستل کېږي خو د لېږد لپاره یې دوی ته درېیم هېواد ته د تګ سپارښتنه کېږي.
له همدې امله پاکستان دوی ته د ترانزیت ویزې ورکوي چې د پاکستاني چارواکو په خبره اخیستل به یې اسانه وي او ځانګړي شرایط لري. په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.











