د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون په یوه مکتوب کې اعلان کړی چې د پاکستان د طبي او غاښونو د شورا (PM&DC) د لارښوونې پر بنسټ، په روان تعلیمي کال کې د افغان اتباعو لپاره په طبي او غاښونو پوهنځیو کې د نویو زدهکوونکو منل، له یوې ادارې بلې ته انتقال او د زدهکړو اړوند د هر ډول اسانتیاوو برابرول تر بلې خبرتیا پورې درول شوي دي. د مکتوب له مخې، هغه افغان محصلین چې له دې وړاندې یې په پاکستان کې په طبي او غاښونو څانګو کې نوملیکنه کړې، باید د نافذه تګلارو له مخې افغانستان ته ستانه شي. پوهنتون له اړوندو ادارو غوښتي چې د دغو محصلینو د بېرته ستنېدو لپاره اړین اداري مراحل، له هغې ډلې د نهممانعت سند (NOC) صادرول او نورې اسانتیاوې، بشپړې کړي. د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون همداراز غوښتنه کړې چې د دې لارښوونې د پلي کېدو راپور دې په ۲۴ ساعتونو کې اړوندو ادارو ته وړاندې شي.














