د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، تېره ورځ د کراچۍ او اسلام اباد پر لویه لار یو مسافر وړونکي بس اور اخیستی، چې په پایله کې یې اتلس تنه مړه شوي او پنځلس نور ټپیان دي. د معلوماتو له مخې، ټپیان روغتون ته انتقال شوي، چې د ډېرو يې وضعیت نازک ښودل شوی دی. د مرستندویه ادارې سرچینو ویلي چې په بس کې تر ۴۰ پورې مسافر سپاره وو. مرستندویه ادارو په پېښه کې د ژوندي پاتې شویو مسافرو له خولې ویلي چې دا بس د کراچۍ نه اسلام اباد ته روان وو چې د پېنډۍ بټیا سیمې سره نږدې د یو بل موټر سره ټکر شو او اور یې واخیست.












