چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پسرلني اختر نړیوال اقتصاد ته خوځنده ځواک برابر کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 25, 2026
in نړیوال خبرونه
0
پسرلني اختر نړیوال اقتصاد ته خوځنده ځواک برابر کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين پسرلنی اختر تازه پای ته رسیدلی دی. په دغه اختر کې چين کې سيلانيزې چارې ډېرې سمسورې او مصرفي بازار يې ډېر ګرم و او چيني کلتور او دودونو  د ګڼ شمېر بهرنيانو پاملرنه جلب کړې وه.

د بريتانيا يونيلېوېر شرکت او د سينګاپور ييهاي کېري‌ شرکت مسئولينو له سي ايم جي سره په مرکو کې ويلي، چې شرکتونو يې د دغه اختر په نهه ورځنۍ رخصتۍ کې د چين په بازار کې ځانګړي فعاليتونه ترسره کړي او په ورته وخت کې يې د چين د مصرف له ځانګړي فعاليت څخه هم ګټه پورته کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين پسرلنی اختر په نړۍ کې ډېر مروج شوی او د خلکو پاملرنه يې راجلب کړې ده. پسرلنی اختر نه يوازې د چين د ځانګړې کلتوري نښې په توګه ډېر مشهور دی، بلکې د دې اختر د لمانځنې لپاره په نړۍ کې هم بازار ډېر ګرم وي.

چين په دغه اختر کې د ورخلاصون تګلارې په رڼا کې بېلا بېل ځانګړي خوراکونه لسګونو هېوادونو او سيمو ته صادر کړي دي.  د چين د ډرونونو، روبوټونو او د مصنوعي ځيرکتيا عينکو په شمول ټېکنالوژيکي توکو د بهرنيانو پاملرنه راجلب کړې ده او هم په دغه اختر  کې د کاناډا د شرينپ،‌ د اروپا د سرو شرابو او د امريکا د روغتيا ساتونکو توليداتو په شمول نړيوال غوره توکي هم د چينايانو تر مېزونو رسېدلي دي. ځينو نړیوالو شرکتونو د چين د کرنيز اس کال لپاره اړوند تولیدات جوړ کړي او په ډيزاين کې يې د چين د پسرلني اختر نښه پنځولې ده.

په دغه اختر کې چیني سیلانيانو د نړۍ شاوخوا زرو ښارونو ته سفرونه کړي، چې په دې جمله کې په روسیې او ترکيې کې، چې چيني وګړي ورته بې له ويزې سفر کولی شي، د چینايانو ډېر تود هرکلی شوی دی. د دې ترڅنګ، بهرنيانو هم چين ته سفرونه کړي او له چينايانو سره يې پسرلنی اختر لمانځلی دی. شمېرې ښيي،  په سږني پسرلني اختر کې د هوايي پروازونو د ټيکټونو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ چنده زيات و.

ځيني نړیوالو رسنيو ویلي، په سږني پسرلني اختر کې د مسافرو شمېر په تاريخ کې تر ټولو زيات و او د نړۍ سيلانيزو چارو ته يې غښتلی خوځند ځواک برابر کړی دی.

په سږني پسرلني اختر کې مصرف ډېر سمسور و او د دې لامل په تګلارې او لوی بازار پسې تړلی دی.

چين د تېر کال په پای کې د اقتصادي چارو په کلنۍ غونډې کې دا مهم ټکی ياد کړی، چې دغه هېواد به کورنۍ تقاضا ته لومړيتوب ورکوي او لوی کورنی بازار به جوړوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت په شمول ۹ وزارتونو په ګډه د سږني پسرلني اختر په درشل کې د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر د مصرف ځانګړی فعاليت ترسره کړی او يو لړ تدبيرونه يې خپاره کړي دي،‌ څو د دې هېواد د بازار پټ توان را وپاروي.  د چين د بهرنۍ سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون د ورخلاصون څېړنيز انسټيټيوټ استاده لو يوې له سي ايم جي سره په مرکه کې ويلي، چې چين به پر مصرف تکيه ډېره کړي او دا به د اختر اغېزه نوره هم پراخه کړي او  لنډمهالی مصرف به یې پر تلپاتې مصرفي خوځنده ځواک بدل شي.

 د پسرلني اختر ګرم بازار د چين اقتصاد ته باور او خوځند ځواک برابر کړی دی. چين به په نوي کال کې له نړۍ سره يو ځای د اس په شان پرمخ وځغلي.

Previous Post

افغانستان ته د روسيې د نفتي توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

Next Post

نظرپوښتنه: د بېوزلۍ پر وړاندې د چين بريا په نړۍ کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره لوی خدمت دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نظرپوښتنه: د بېوزلۍ پر وړاندې د چين بريا په نړۍ کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره لوی خدمت  دی

نظرپوښتنه: د بېوزلۍ پر وړاندې د چين بريا په نړۍ کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره لوی خدمت دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د بامیانو په ۳ ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې

د بامیانو په ۳ ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې

جنوري 13, 2025
جوبایډن امریکایانو ته: په کرونا ځان مه وژنئ ټرمپ د خپل کمپاین لپاره ښوونځي پرانیزي

جوبایډن امریکایانو ته: په کرونا ځان مه وژنئ ټرمپ د خپل کمپاین لپاره ښوونځي پرانیزي

جولای 16, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ