چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پسرلني اختر کې له مصارفو د چين د اقتصاد او ټولنيزې فعالې بڼې ته کتنه

(د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله ياسمين)

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 29, 2023
in نړیوال خبرونه
0
پسرلني اختر کې له مصارفو د چين د اقتصاد او ټولنيزې فعالې بڼې ته کتنه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په چين کې نوی قمري کال يعنې د سوی کال پيل شوی او د کرونا وبا د وقايې او کنټرول تګلارې له تعديل وروسته لومړی پسرلنی جشن تېر شوی دی.

پسرلنی جشن د چينايانو لپاره تر ټولو مهم جشن دی. چينايان د دغه جشن په درشل کې خپلو ټاټوبو ته ستنېږي او له کورنيو سره يو ځای دغه اختر لمانځي، نو په چين کې هر کال په دغه موده کې د مسافرو عمومي شمېر څو ميليارډو تنو ته رسېږي او همدغه موده په نړۍ کې د خلکو د تګ راتګ ډېره لويه څپه بلل کېږي. چون يون (春运) د چين د پسرلني جشن د ځانګړي ترافيکي پلان نوم دی. دغه پلان هر کال د چين د پسرلني جشن له پېل پنځلسمې ورځې مخکې پيل کيږي او څلوېښت ورځې دوام مومي. دغه راز چون يون نه يوازې د چينايانو لپاره مهم کار دی، بلکې د دغه هېواد اقتصاد ته د کتنې کړکۍ بلل کيږي.

اورګاډيو په چون يون کې مهم رول لوبولی. د شمېرنې له مخې، په چين کې د جنورۍ له اوومې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې يعنې له پسرلني اختر مخکې پنځلسو ورځو کې يو سلو نهو ميليونو او پنځه سوه درې څلوېښتو زرو خلکو په اورګاډیو کې سفرونه کړي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوويشت اعشاريه درې سلنه زياتوالی ښيي.  د سږ کال د پسرلني جشن په رخصتۍ کې يعنې د جنورۍ له يوويشتمې نېټې څخه تر اوويشتمې نېټې پورې په چين کې د اورګاډيو، موټرو، بېړيو او الوتکو له لارې د لېږد رالېږد شويو مسافرو شمېر دوه سوه او شپږويشتو ميليونو ته رسېدلی، چې له دې جملې څخه پنځوسو ميليونو او يو سلو څلور اويا زرو خلک په اورګاډيو کې تګ راتګ کړی او دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله اوه پنځوس سلنه زياتوالی ښيي.

د دغه جشن په موده کې د چين مصرفي بازار بيا سمسورتيا ثابته کړې، چې د شيانو د اخيستلو، په رسټورانټونو کې د ډوډۍ خوړلو او عشرت په برخو کې د چينايانو د مصارفو شوق او زوق لوړ شوی او د دغه هېواد په زياتو سيلانيزو سيمو کې د سيلانيانو شمېر هم ډېر زيات شوی دی.

 د مختلفو ډولونو او موضوعاتو اووه چيني فلمونه د پسرلني جشن په موده کې د دغه هېواد په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شوي او د پلورل شويو ټکټونو اندازه يې له شپږ ميليارډو او اووه سوه اته پنځوس مليونو يوانو څخه اوښتې ده، چې دا رقم د تېرو کلونو د همدې مودې په ريکارډونو کې دوهم ځای نيولی دی.

د چين د اې کچې لس زره اوه سوه او نهه دېرش سيلانيزې سيمې د پسرلني جشن په موده کې په عادي توګه د خلکو پر مخ پرانيستل شوې، چې دا رقم د دغه هېواد د اې کچې په ټولو سيلانيزو سيمو کې له درې اويا اعشاريه پنځه سلنې سره برابر دی. د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د شمېرنې له مخې، درې سوه او اته ميليونو چينايانو د روان کال د پسرلني جشن په رخصتۍ کې په هېواد کې دننه سيلانيز سفرونه کړي، چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله درويشت اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي. په ورته موده کې د کورنيو سيلانيزو چارو عايدات درې سوه او پنځه اويا مليارډه او اته سوه او درې څلوېښت مليونه يوانه ښودل شوي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دېرش سلنه زياتوالی ښيي.

په بهرنيو هېوادونو کې د چيني سيلانيانو شمېر هم زيات شوی. د پسرلني جشن د رخصتۍ په لومړيو شپږ ورځو کې له چين څخه بهر ته د تللو او له بهر څخه چين ته د راغلو خلکو شمېر دوه ميليونه او درې سوه او دوه نوي زره ښودل شوی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو سلو درويشت اعشاريه نهه سلنه زيات شوی. د شمېرنې له مخې، د پسرلني جشن په موده کې د چيني سيلانيانو د بهرنيو سفرونو د سپارښتنو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپږ سوه او څلوېښت سلنه زياتوالی ښيي.

په پسرلني جشن کې د چين تود بازار د روان کال د ښه اقتصادي پرمختګ پيل بلل کيږي او د چين د اقتصاد فعاله بالقوه ځواک ښکارندويي کوي. باور لرو، چې د چين اقتصاد به د نړيوال اقتصاد احيا تحريک کړي او د کرونا وبا له تيورۍ څخه د نړيوال اقتصاد له وتلو سره به مرسته وکړي.

Previous Post

په چين کې د ۲۰۲۳م کال د پسرلني اختر په رخصتۍ کې ۲۲۶ ميليون کسانو سفرونه کړي

Next Post

هېواد کې د اورښتونو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هېواد کې د اورښتونو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي

هېواد کې د اورښتونو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

What Is Ace Worth In Blackjack

سپتمبر 8, 2025
ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي

ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي

مارچ 27, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ