سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پسرلنی اختر څه منعکسوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 10, 2025
in نړیوال خبرونه
0
پسرلنی اختر څه منعکسوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په چين کې خلکو د سږني پسرلني اختر په ۸ ورځنۍ رخصتۍ کې شاوخوا ۲ ميلیارډه او ۳۰۰ ميليونه ځلې تګ راتګ کړی، د دغه هېواد په دننه مسافرو شاوخوا ۵۰۰ ميليونه ځلې سفرونه کړي او ۱۴ ميليونو او ۳۶۶ زرو چيني او بهرنيو مسافرو دغه هېواد ته تګ راتګ کړی دی. دغه راز په دغه هېواد کې د نویو فلمونو د پلورل شوو ټېکټونو ارزښت له ۱۰ ميليارډه يوانو اوښتی دی.

پسرلني اختر، چې د چين لپاره کلتوري او تاريخي ارزښت لري، نړيوالو ته د ننني چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د څار کړکۍ برابره کړې او د نړۍ هر وګړی د پورتنيو شمېرو په تحليل سره کولی شي، چې د دغه هېواد د پرمختګ لاملونه معلوم کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين هرکال د پسرلني اختر لپاره ۴۰ ورځنی ځانګړی ټرانسپورټي پلان تطبيقوي، چې په درشل کې یې د تګ راتګ خورا لويه څپه رامنځته کېږي او پيمانه يې په نړۍ کې تر ټولو لويه وي. وړاندوينه ښيي، چې په چين کې به خلک د سږني پسرلني اختر د ځانګړي ټرانسپورټي پلان په ۴۰ ورځنۍ موده کې ۹ ميليارډه ځلې تګ راتګ وکړي. د خلکو د تګ راتګ د داسې لويې څپې تضمين اسانه کار نه دی او دا د چين پرمختللې ټرانسپورټي شبکې او ځواک او همدارنګه د دغه هېواد د ټولنيز مديريت او عامو خدمتونو پياوړی توان منعکسوي.

د چين لخوا اختراع او توليد شوو ترافيکي وسیلو، لکه سي ار(CR) نمبر چټکو اورګاډو، سي ۹۱۹(C919) ډوله لویو مسافر وړونکو الوتکو او د نويو برانډونو برېښنايي موټرو د پسرلني اختر په موده کې د خلکو د لېږد رالېږد لپاره ډېر مهم رول لوبولی دی او همدا ټرافيکې وسیلې د دغه هېواد د علمي او ټېکنالوژيکي ځواک ښکارندويي کوي.

انساني شکله روبوټانو د چين د دولتي رسنۍ سي اېم جي د پسرلني اختر په وياړ د هنري نندارې په يوه پروګرام کې نڅا کړې او د ډېرو بهرنيو رسنيو توجه يې راجلب کړې ده.

د فرانسې لي فيګارو (Le Figaro) ورځپاڼې په يوه ليکنه کې ليکلي، چې د روبوټانو دغه  ښايسته ننداره د چين د علمي او ټېکنالوژيکي پرمختګ ښکارندويي کوي.

د چين د پسرلني اختر په موده کې د خلکو د تګ راتګ د لويې څپې ترڅنګ مصرفي بازار هم ډېر ګرم وي او دا د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ سمسور خوځنده ځواک څرګندويي کوي.

د اروپا موډرن ډيپلوماسي (modern diplomacy) مجلې په يوه راپور کې لیکلي، چې نړيوالې تصدۍ د پسرلني اختر په نغښتو فرصتونو پوه شوي او ډېرو نړيوالو مشهورو برانډونو د اعلان ځانګړي فعاليتونه ترسره کړي او د بېلګې په توګه یې د پسرلني اختر د ځانګړو محصولاتو بازار ته اشاره کړې، چې په تړاو يې ځانګړي اعلانونه خپاره شوي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د سږني پسرلني اختر په درشل کې خواړه، د اختر د لمانځنې ځانګړي توليدات، د کور وسایل چې انرژۍ سپموي او ځيرکې ځانګړتياوې لري، موبايل ټيلېفونونه او ګرځنده کمپيوټرونه ډېر ښه بازار لري او د لویو برانډونو د کور د وسايلو او مخابراتي وسيلو د پلور اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۰ زياتوالی ښيي، د رسټورانټونو په سوداګريزه اندازه کې بيا ٪ ۶.۲ زياتوالی راغلی، د يخ او واورو سېلانيز بازار ګرم ساتل شوی او د پسرلني اختر په موده کې په کور دننه د خلکو د سيلانۍ عمومي لګښت ۶۷۷ ميليارډو یوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېرې په پرتله ٪ ۷ زیاتوالی ښيي. دغه راز د پسرلني اختر په موده کې د فلمونو د پلورل شوو ټکټونو ارزښت او د کتونکو شمېر د تاریخ نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

رویټرز په خپل راپور کې ليکلي، چې د چين فلمي صنعت د سږني پسرلني اختر په موده کې ډېرې ښې پايلې درلودې. د روسيې ريا نوفوستي (RIA Novosti) خبري  اژانس په خپله يوه ليکنه کې ليکلي، چې په چين کې د سږني پسرلني اختر په درشل کې د لګښتونو زياتوالی د دې ښکارندويي کوي، چې د چين اقتصاد نه يوازې په کميتي، بلکې په کیفيتي لحاظ هم زياتوالی موندلی دی.

پسرلنی اختر تېر کال د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان لخوا د بشر د غيرمادي کلتوري ميراثونو په لیست کې شامل شوی، چې پدې سره په نړۍ کې د دغه اختر اغېزه ډېره پراخه شوې ده. ډېرو خلکو د دغه اختر د لمانځنې له فعاليتونو څخه د سولې، همغږۍ او هماهنګې مفکورې او دغه راز د همغږې کورنۍ، ټولشموله ټولنې، د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږۍ او ښه ژوند ته د هڅو په شمول د بشر ګډ ارزښتونه احساس کړي دي.

سږنی پسرلنی اختر نړۍ ته د چين حياتي ځواک او سمسورتيا ښودلې او د چيني عنعنوي کلتور او ارزښتونو په خپرېدو يې د دغه هېواد روښانه راتلونکی منعکس کړی دی. پسرلنی اختر د نوي پيل معنا لري او د نويو هيلو پيغام ورکوي. چين به په نوي کال کې پر خپل پرمختګ تمرکز ولري او له نورو هېوادونو سره به په ګډه د همکاريو او ګډو ګټو نوی څپرکی پرانېزي.

Previous Post

سږ کال په هېواد کې ۱۵۹ زره میټریک ټنه بنبه تولید شوې

Next Post

د ۲۰۲۵م کال د چيني فلمونو د پلورل شویو ټکټونو ارزښت له ۱۵ ميليارډو يوانو څخه اوښتی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ۲۰۲۵م کال د چيني فلمونو د پلورل شویو ټکټونو ارزښت له ۱۵ ميليارډو يوانو څخه اوښتی

د ۲۰۲۵م کال د چيني فلمونو د پلورل شویو ټکټونو ارزښت له ۱۵ ميليارډو يوانو څخه اوښتی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

اوچا: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي دي

مارچ 6, 2026
تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې پر کرونا اخته ۹۴ کسان مړه شوي

تېر ۲۴ ساعته؛ هېواد کې پر کرونا اخته ۹۴ کسان مړه شوي

جون 16, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ