په پنجشېر ولایت کې د څه باندې درې میلیونه او ۷۷۷ زره افغانیو په لګښت د لسو ښوونځیو، دوو دیني مدرسو او د پوهنې ریاست د تاسیساتو د ترمیم او بیارغونې پروژه پیل شوې ده. د مسوولاینو په وینا، د دغو تاسیساتو د بیارغونې چارې به د ښوونیز چاپېریال د ښه کېدو او زدهکوونکو ته د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره شي. د یادونې وړ ده چې په تېرو څلورو کلونو کې په پنجشېر کې له ۶۰ څخه ډېر ښوونځي هم بیارغول شوي دي.














