د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه يو ځل بيا ټینګار وکړ، چې هغه له بريتانيا څخه د شمالي ايرلند د جلا کېدو او له ايرلند سره له يو ځای کېدو ملاتړ کوي. نوموړي يوه ورځ مخکې ورته څرګندونه کړې، چې له امله يې د بريتانيا د سياستوالو سخت مخالفت راپارولی دی.
ټرمپ په همدې ورځ په ايرلند کې خبري رسنيو ته ويلي، چې ” شمالي ايرلند شته او ايرلند هم شته. زما په اند، د دواړو خواوو يو ځای کېدل طبيعي او عادي کار دی. “
ټرمپ د سپتمبر په ۱۲مې او ۱۳مې له ايرلند څخه ليدنه کړې. هغه د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د ايرلند او (د بريتانيا) د شمالي ايرلند د ” يووالي ” هيله وښوده. د ده دغه وينا د بريتانيا د سياسي شخصيتونو سخت مخالفت راپارولی او هغه یې غندلی دی.













