د روسیې د دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۲مه په ټولنیزو رسنیو کې د جګړې راپور خپور کړ، پکې ویل شوي چې روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین څو صنعتي تصدۍ ویجاړې کړې کوم چې د پوځي تولید ملاتړ کوي. روسي ځواکونو په نوموړو بریدونو کې دقیقې ځمکنۍ، هوايي او سمندري وسلې او تهاجمي بې پيلوټه الوتکې کارولې.
د اوکراین هوايي ځواک د سپتمبر د ۱۳مې نېټې په سهار په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د ۱۲مې نېټې له ماښام څخه د ۱۳مې نېټې تر سهار پورې، روسي ځواکونو د اوکراین پر ضد یو بل لوی هوايي برید پیل کړ، ۴۵۳ بې پيلوټه الوتکې یې د اوکراین پر خاورې وتوغولې، ۱۳ ځایونه يې په نښه شوي او په ۷ نورو ځایونو کې يې د بې پيلوټه الوتکو ټوټې لګېدلې دي.














