د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې بایډن سره یې لیدنه ګټوره وه. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا بایډن ورته د قاتل ویلو له امله ورنه بښنه وغوښته او کنه وویل، ده په دې اړه چې په رښتیا قاتل څوک دی له بایډن سره خبرې کړې دي. پوتین د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، بایډن ته یې په افغانستان او عراق کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو له لوري د بې ګناه ملکي وګړو وژنه وریاده کړې ده او ورته ویلي یې دي چې د یو واده پر مراسمو برید کې ۱۲۰ کسان هم وژل شوي دي، څه یې بولئ، مسوولیت یې د چا پر غاړه دی، اوس نو ووایاست چې قاتل څوک دی. وروسته تر هغه چې یوې امریکایي رسنۍ وویل چې روسیې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر سر طالبانو ته انعام ورکړی دی، بایډن په خپله یوه وینا کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قاتل بللی و، چې دې څرګندونو یې د دواړو هېوادونو اړیکې تر ټولو ډېرې ترینګلې کړې.












