پنټاګون یو ځل بیا ویلي چې امریکا به په سوریه کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاندې جسیکا مک نالټي ویلي چې هېواد به یې له سوریه څخه خپل ځواکونه ونه باسي. نوموړې زیاته کړې چې اوسمهال په سوریه کې ۹۰۰ امریکایي پوځیان دېره دي او د قسد په نامه له سوریایي ځواکونو سره د امنیت برخه کې همکاري کوي. نوموړې ټینګار کړی دی چې په سوریه کې د دوی د ماموریت موخه له داعش ډلې سره مبارزه ده او څو پورې چې یې یاد هدف نه وي تر لاسه کړی له سوریې څخه به خپل ځواکونه په شا نه کړي.












