چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په امريکا کې د ډزو پېښو تر سیورې لاندې ماشومان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 29, 2022
in نړیوال خبرونه
0
په امريکا کې د ډزو پېښو تر سیورې لاندې ماشومان
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا يوه پارلماني غړي پر امريکايانو د ډزو پېښو د سختو منفي او روحي اغېزو د يادولو په ترڅ کې ويلي، چې ((په امريکا کې والدين هر سهار له خوب څخه د وېښېدو وروسته دعا کوي، چې ماشومان يې د ډزو له پېښې سره مخ نه شي او د ماشومانو په مکتبونو کې د ډزو پېښه و نه شي. ))

د امريکا د يوه سازمان د تازه شمېرنې له مخې، په روان ۲۰۲۲م کال کې د امريکا په ښوونځيو کې د ډزو ۲۶۰ پېښې شوي، چې دا رقم د تېرو کلونو د ريکارډونو په پرتله لوړ دی. په دې وروستيو څو ورځو کې په دغه هېواد کې د ډزو څو پېښې وشوې، په تېره بيا د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د ميسوري ايالت د سنټ لويس ښار په يوه لیسه کې د ډزو پېښه وشوه او له امله يې د ټوپچي په شمول ۳ تنه ووژل شول او ۷ تنه نور ټپي شول.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د يادې پېښې په اړه د امريکا د خبري رسنيو د راپورونو له مخې، د دې پېښې  تر سره کوونکی يو ۱۹ کلن ځوان و ، چې لېسې ته ننووت او پر زده کوونکو يې ډزې وکړې. که څه هم د پېښې له رامنځته کېدو مخکې د لېسې دروازه بنده شوې وه او د دفاع لپاره امنيت ساتونکي ځای پر ځای شوي وو، خو دغه پېښه لا هم وشوه. دغه پېښه ښيي، چې که څه هم د امريکا ښوونکو او زده کوونکو د ډزو پېښې په مقابل کې چمتووالی نيولی وو، خو د دې پېښې مخه یې ونشوای  نيولی.  همدې وضعيت د امريکا خلکو ته لا سخته روحي  صدمه رسولې ده.

د امريکا د ټوپک تاوتريخوالي ارشیف (gun violence archive) ویبپاڼې د يوې شمېرنې نتيجه ښيي، چې د اکتوبر تر ۲۷مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د ډزو پېښو ۱۳۷۹ ماشومان او تنکي ځوانان وژلي او ۳۶۸۷ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

په امريکا کې د ماشومانو او ځوانانو پر روحي روغتيا د ډزو پېښو زيانونه له اټکل څخه وتلي دي. په دغه هېواد کې د هغو تنکيو ځوانانو  شمېر د زیاتېدو په حال کی  دی، چې د روحي اضطراب او يا زړه تنګ توب (Depression) ناروغي لري. ځينو امريکايي زده کوونکو د خپلو زده کړو په پرتله د ډزو پېښو ته لا زياته پاملرنه او اندېښنه  ښودلې.

زياتو کسانو په امريکا کې د پر له پسې ډ‌زو پېښو پر وړاندې په دې اړه شک  ښودلی، چې د امريکا حکومت کله نا کله په جنګي ميدان کې د يوه سرتيري د مړينې  له امله ډېر انتقامي اقدامات  ترسره کوي او د هغې نظريې د پروپاګنډ لپاره يې هڅې کړي، چې ژوند قيمتي ارزښت لري. نو ولې دغه حکومت د ډزو له امله د وژل شويو ماشومانو او تنکيو ځوانانو پر وړاندې بې کاره اوسي؟

د امريکا د سياسي ميکانيزم نيمګړتيا په دغه هېواد کې د ټوپک مسئلې يو مهم سبب دی. د امريکا د اساسي قانون په دوهمه تعديل نامه کې د ټوپک درودلو حق په اړه قاعده نه بدلېدونکې ده او د دغه هېواد سياسي نظام دوو کورنيو ګوندونو ته زمينه  برابره کړې، چې د خپلو سياسي ګټو لپاره یو د بل لايحه ردوي. بر سېره پر دې، د امريکا د ټوپکو ټولنه د ګټو د يوې لويې ډلې په توګه د خپلو ګټو په پار د حکومت پر پرېکړو اغېزې کولی شي. د يادو وضعيتونو پر وړاندې، که څه هم د دغه هېواد ولسمشر جو بايډن په جون کې د ټوپکو د کنټرول يوه لايحه لاسليک کړه، خو د ډزو پېښو د مخنيوي په برخه کې دغه لايحه بې ګټې ده.

که د امريکا د سياسي ميکانيزم نيمګړتياوې پوره نه شي او د دغه هېواد سياسي چارې تل د شخصي ګټو غوښتونکو سياستوالو په کنټرول کې وي، امريکايان به د ډزو پېښې له سيورې څخه هېڅکله ونه ژغورل شي.

Previous Post

چین ميډيا ګروپ په نړۍ کې د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس روحيه ښه معرفي کړه

Next Post

چين: چيني شکله عصري کېدل به د نړيوالې سولې او ثبات لپاره کلک ملاتړ برابر کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

چين: چيني شکله عصري کېدل به د نړيوالې سولې او ثبات لپاره کلک ملاتړ برابر کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ملګري ملتونه: بشري مرستو افغانستان کې د قحطۍ مخه نیولې

ملګري ملتونه: بشري مرستو افغانستان کې د قحطۍ مخه نیولې

دسمبر 28, 2022
مجاهد: د ښه ګاونډیتوب له مخې مو پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله

مجاهد: د ښه ګاونډیتوب له مخې مو پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله

جنوري 3, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ