په بلجیم کې د فاضله اوبو د یوې پروژې پر مهال کارګرو د یوې پخوانۍ شرابجوړولو فابریکې په ودانۍ کې د شاوخوا ۱۰.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرو زرو خزانه موندلې ده. په موندل شویو توکو کې شاوخوا ۵۰ د سرو زرو خښتې او ګڼ شمېر سکې شاملې دي. پولیسو دغه خزانه ثبت او د فدرالي حکومت یوه خوندي زېرمتون ته لېږدولې ده. د راپورونو له مخې، د سرو زرو د مالکیت په اړه لا هم څېړنې روانې دي او قانوني مالک ته پنځه کاله وخت ورکړل شوی چې د خپلې شتمنۍ ادعا وکړي.













