چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په تېرو ۲۱کلونو کې امريکا افغانانو ته ډېر زيانونه رسولي او د افغانانو پوروړې ده

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 14, 2022
in نړیوال خبرونه
0
په تېرو ۲۱کلونو کې امريکا افغانانو ته ډېر زيانونه رسولي او د افغانانو پوروړې ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د سږ کال د سپتمبر يوولسمه، په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې له ۲۱مې کلیزې سره برابره وه. د امريکا د ولسمشر جو بايډن او دفاع وزير اوستين په شمول ځينو امريکايي چارواکو د دې پېښې په يادغونډه کې ګډون وکړ. جون بايډن په همدې ورځ په خپلو خبرو کې داسې ويلي چې د دوی افسرانو او عسکرو د هېواد لپاره خپل سرونه قربان کړي.

دی وايي چې د امریکا د دغو عسکرو او افسرانو د قربانیو پوړوړي دي او دا پور يې هېڅکله نشي ورکولای.

ځکه چې امریکا ۲۱ کاله مخکې د يادې پېښې په پلمه په افغانستان کې جګړه پيل کړه او دغه هېواد يې وران کړ او افغانانو ته يې ډېر زيانونه ورسول، لنډه دا چې ویلای شوو د سپټمبر ۱۱مې پېښې بیه نړیوالو په ځانګړې توګه افغانانو پرې کړه.

د يادې پېښې په هکله د چين د سي اېم جي خبريالې د افغانستان د کندوز د امنيې قوماندانۍ له ویاند حافظ عبدالله عابدي سره مرکه کړې او لوستو ته يې ستا پام را ګرځوو.

حافظ عبدالله عابدي وویل: « امریکا او متحدينو يې له نن څخه ۲۱ کاله وړاندې زموږ پر ګران هېواد ظالمانه حمله وکړه، هغه هم په داسې یوه پلمه چې پر موږ پورې يې هېڅ کوم تړاو نه درلود، هغه څه یې پر موږ را وتپل چې موږ هېڅ ترې خبر نه وو. موږ د هغه څه قرباني شوو چې عاملین یې موږ نه وو.»

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر ۱۱مې پېښې نه یوازې امریکایانو، بلکې افغانانو ته دردونکي یادونه پرېښودل.

په همدې کال ترهګرو څلور الوتکې وتښتولې او يرغمل يې کړې چې په پايله کې څو زره امريکايان وژل شوي وو. خو تر هغه وروسته افغانانو لازيات غمونه ولیدل.

په دې اړه د افغانستان د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالله عابدي داسې وویل: «امريکا او متحينو يې زموږ پر هیواد یرغل وکړ، زموږ یو حاکم نظام  یې ړنګ کړ، پر موږ یې داسی کسان حاکمان کړل چی د افغانانو د وینو تږي وو، زموږ هېوادوال یې ووژل، زموږ د هېواد تاریخي او با ارزښته شیان یې په پټه او ښکاره لوټ کړل، زموږ اسلام ته یې توهین وکړ، زموږ تاریخ او عنعنات یې تر پښو لاندې کړل. اوس دوی زموږ له هیواده سرټيټي او شرمېدلي ووتل، خو زموږ هیواد یې وران کړ، په تېرو شلو کلونو کې يې زموږ سلګونه زره هېوادوال شهيدان او یا ټپیان کړل، موږ په خپل هیواد کې ډیرې کونډې او یتیمان لرو. د سپتمبر ۱۱ د امریکا تاریخ یوه نه هیریدونکې توره او د شرم وړ ورځ ده، دوی غواړي چې دا شرم اوس پر نورو ور وتپي او دغه راز دوی دا دعوه کوي چې دوی په ټوله نړۍ کې یو ابر قدرت دی، نو بیا څنګه ممکنه ده چې له افغانستان څخه خلک ورغلل او د دوی په هیواد کی یی حمله وکړه؟ د دوی لپاره دا د شرم خبره ده.»

امریکا ۲۱ کاله مخکې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم په افغانستان کې ياده جګړه پيل کړه چې افغانانو يې لوړه بيه پرې کړه. د څو هېوادونو د شنونکو په اند د امريکا د ترهګرۍ پر ضد د تش په نامه مبارزې نه یوازې ترهګرۍ نه ده له منځه وړې، بلکې د ډېرو بدو نتيجو سبب ګرځېدلی ده، د بېلګې په توګه د يادې جګړې له کبله زرګونه بې ګناه او ملکي افغانان وژل شوي، په افغانستان کې بشري ناورين سخت شوی او چاپيريال ته يې هم زیانونه رسولي دي. که څه هم امريکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه ايستلي، خو تور لاس يې لاهم په دې هېواد کې ليدل کېږي. په دې اړه ښاغلي عابدي وويل: «موږ امریکا او د هغه متحدین د اسلامي او افغاني روحيې او قوت پر مټ مات کړل او خپل هیواد مو ترې ازاد کړ، خو له دومره شرمېدلي ماتې وروسته د دوی بې پيلوټه الوتکې لاهم زمونږ د هېواد په فضا کې ګزمي کوي، زموږ هېوادوال په تشويش کې اچوي او زموږ په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.خو موږ بيا هم خپل شهامت له لاسه نه دی ور کړی، افغانان چې څومره ځوريږي، هغومره يې غيرت او قوت ډېريږي. نو موږ هم هېچا ته  اجازه نه ورکوو چې زمونږ په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.»

خو جو بايډن په همدې ورځ همدارنګه ويلي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو سره سره به د هغه حکومت د سپتمبر يوولسمې د بريدونو د عاملينو تعقيبولو ته دوام ور کړي. په دې هکله ښاغلي عابدي ویلي:«موږ امریکا او د هغوی متحدین او لاس پوڅي له خپل هیواد څخه په زور شړلي، که دوی بیا هم داسې تېروتنه تکرار کړي او زموږ هیواد په داخلي چارو کې بیا مداخله وکړي موږ یی بیا هم مبارزې ته تیار یوو او خپل هیواد به وژغورو.

Previous Post

‌امریکا: روسیې پر پټو بهرنیو لاسوهنو سلګونه میلیونه ډالره لګولي‌

Next Post

چین: امنیت شورا دې د سوډان پر دارفور سیمې لګيدلي بندیزونه تعديل کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین: امنیت شورا دې د سوډان پر دارفور سیمې لګيدلي بندیزونه تعديل کړي

چین: امنیت شورا دې د سوډان پر دارفور سیمې لګيدلي بندیزونه تعديل کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چین؛ له عامې روغتیا وزارت سره د ۲ ډوله واکسینو مرسته کړې ده

چین؛ له عامې روغتیا وزارت سره د ۲ ډوله واکسینو مرسته کړې ده

جون 3, 2025

د سريلانکا صدر اعظم له سي ايم جي سره ځانګړې مرکه وکړه

اپریل 20, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ