د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبيق په موده کې د دغه هېواد د سپورټي چارو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.
سرچينې ويلي، چې سپورټي صنعت په تېرو ۵ کلونو کې د چين د اقتصادي پرمختګ نوې ځلانده برخه ګرځېدلې او د کلني زياتوالي منځنی انډول يې له ۱۰ سلنې څخه زيات شوی.
د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د هه بې، فوجيان او ګوانګ شي په شمول د دغه هېواد په ۷ سيمو کې ۵۱۱ مهمې سپورټي لوبې تر سره شوي او ورسره د مصارفو عمومي ارزښت له ۱۶ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی. د سپورټي لوبو جوړونې د کورنيو اړتياوو په پراختيا کې مثبت رول لوبولی دی.












