د چین د شمېرنې ملي ادارې د اګست په ۹مې نېټې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په جولای کې د چين د مصرف کوونکو د بيو شاخص (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه پنځه سلنه نرم زیات شوی دی.
شمېرې ښيي، په چين کې په تېرې جولای کې د خوړو، سبزيو او مېوو بيې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ټيټې وې، خو د کورني خدمت او په رسټورانټونو کې د ډوډۍ خوړلو بیې لږې زیاتې شوې وې.














